Homeادبشعردوزخ / بارکوال مياخېل

دوزخ / بارکوال مياخېل

ناخبر ملا ږغېږي له دوزخه

وايي هلته به د سرو لمبو توپان وي

د دونيا خزندې ښکاري ورته سپږې

په دوزخ کې به اويا ګزه ماران وي

ګناهکار به پکې سوځي تر ابده

ناخبره به له يوه بله خپلوان وي

***

دا د لوږې دوزخ نه ويني شبکور دی

چې خواران ورپکې واړه لوغړن شول

تور ماران د سرمايې يې چيچي غوښې

لړمان د ظلم تېر يې پر بدن شول

د ناکړو ګناهو په اور کې سوځي

ورک له خپله جنتي غوندې وطن شول

***

په دوزخ د غلامۍ کې چې پراته دي

مري که پايي له هغو سره يې څه دي

چې ور څيرې يې پر تن د ژوند کالي کړل

پر هغه لړم بادار يې پټ لېمه دي

چې بلا يې پکې لنګه د تيارو ده

را ځبېښلي يې په سترګو ده اورږه دي

***

د محراب له ساړه سيوري بهر نه دی

ډاروي مو له لمبو د دوزخونو

ناخبر ملا سردار د جنتونو

پر موږ کنده کړي پيرزو د دوزخونو

ډک د خېټې جهنم کړي بيا ويده شي

څه يې اړه په کيسو د دوزخونو

***

لولپه يو موږ د جنګ په سره دوزخ کې

راځي هره شېبه وير د عذابونو

را ټوکېږي مو ماران له خپلې مځکې

له مودو يې وړو تقصير د عذابونو

د وطن د مينې تور مو وړي تر داره

دی په غاړه مو ځنځير د عذابونو

***

ناخبر ملا! دوزخ دي څه ليدلی

راشه وګوره سېلاب زما د وينو

په دوزخ کې ماشومان هم په اور سوځي؟

وايه څه ګټي ثواب زما د وينو؟

يم د بم لړم چيچلی په ژوندوني

پاته نور نه دی حساب زما د وينو

  • •••••••••••••••••••••••••••

04 نومبر 2016م کال

کوټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...