د پښتو ليکدود يوه نوې ټايپي تګلاره (نيمهفاصله) / بصيرالحق عادل
«. . . د داودخان مرحوم د جمهوريت په دوره کې ادبياتو يوازې يو پوهنځی درلود، چې يوازې د لېسانس دورې زدهکړې پهکې کېدلې. د شلکلن جمهوريت په دوران کې په اکثرو ولايتونو کې د ادبياتو پوهنځي جوړ شول او د کابل پوهنتون د ادبياتو د دکتورا دوره پيل کړه. په رسمي او سرکاري لحاظ خو د ادبپوهنې لپاره په لسګونه برابره ډېره زمينه مساعده شوه، مګر اوس هم د داودخان د وخت د ادبياتو پوهنځي د وږمې او ادب مجلو ارمان کوو او وايو چې کيفيت يې ښه و. دا مثال راښيي چې که لوستي قشر خپل مسؤليت ونهپېژني، د تمدن له کاروان سره يوځای کېدل او د نويو فکرونو خپلول، توليدول او خپرول ډېر مشکل دي.»
دا لوړ د استاد اسدالله غضنفر د يوې ليکنې برخې وه. د استاد د ليکنې دا برخه مې ځکه راوړه چې په اوسني پېر کې چې علمي مرکزونه ډېر دي، د علم د ترلاسي وسيلې تر بل هر وخت زياتې او په اسانۍ د يوې موضوع د موندلو چاره کېږي او دا کار تقريباً د ټکنالوژۍ پر مټ هرڅوک کولی شي، نو ورسره بايد موږ په هره برخه کې بدلونونه هم وګورو، خو ولې په ډېرو برخو کې بدلونونه نه تر سترګو کېږي، لامل يې دا دی چې تر ډېره مسؤل کسان وختتېری کوي او د اصلي موخو پر ځای وخت پر نورو نمايشي کارونو تېروي.
په تېره يوه پېړۍ کې چې مرکه د پښتو، د پښتو ادبي انجمن، پښتو ټولنه، پښتو اکېډمۍ او بيا ځينو اشخاصو لږ و ډېر د پښتو ليکدود د بدلون او پرمختګ لپاره کارونه کړي دي، سره لهدې چې، په وروستيو دوو لسيزو کې چې تر بل هر وخت امکانات ډېر وو، په اړونده ساحه کې لوستي کسان ډېر شول، بهرنيو هېوادونو کې يې زدهکړې وکړې، خو بيا هم پښتو ليکدود کې کوم بدلون نه تر سترګو کېږي، چې د دې کار ډېر مسؤليت د علومو اکاډمۍ ته ورګرځي.
استاد اجمل ښکلي په خپله يوه مقاله کې د يحيی مدرسي په حواله د ژبې د بدلون په اړه ليکلي؛ ژبه تل د بدلون په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره د ژبې په گړنۍ بڼه کې بدلون راځي، چې د ځانساتۍ له امله خط وروسته پاتې شي او دا واټن چې د گړنۍ ژبې او ليک ترمنځ پيدا شي، په ليک کې ستونزې پيدا کړي. پهدې ډول په ليک کې بايد وخت په وخت بدلون راشي. د ژبې طراحان د ليک د دقيق کولو لپاره د نښو د حذف، زياتونې او سادهسازۍ په مټ کوي. . .
زه په اوسني وخت کې پښتو ليکبڼه کې يو تغير ته متوجې شوی يم، چې دا تغير په ځينو کلمو، مورفيمنو، ترکيبونو، سربلونو، وستربولونو، وروستاړو، مختاړو او ښايي نورو ډېرو برخو کې هم وليدل شي او د تطبيق وړ وي، چې (نيمهفاصله) بلل کېږي.
دا نيمهفاصله د کمپيوټر په کيبورډ کې د Shift+B په کېکاږلو سره د دوو کلمو، مورفيمونو يا تورو ترمنځ راځي.
نيمهفاصله په فارسي ژبه کې ډېره مراعتيږي او تقريباً هغه لوستي فارسيژبي چې لږ و ډېر د خپلې ژبې پر ګرامر او اصولو پوهېږي، هغوی ټول نيمهفاصله مراعتوي، د فارسي ژبې اوسني املايي او د ټايپ اصول دا دي، هغه لغتونه چې خپل ځانته مانا لري او په سپېس يا فاصله يې سره بېلول د دوو بېلو ماناو لرونکو لغتونو لامل کېږي، نو داسي لغتونه بايد په نيمهفاصله ټايپ شي. لکه: کتابها، بیحوصله، میآیم، پیادهروی، ریاضیدان، خانهی من، پاکدامن، شایستهتر، هممسلک، فضلالله، خارقالعاده..
اوس به پر دې بحث وکړو چې په کوموکومو برخو کې نيمهفاصله کار شي او بيا به يې لږ و ډېر ارزښت او ګټو باندې هم يو څه وليکم.
نيمهفاصلې لپاره خو زما په فکر تر ټولو ښه قاعده دا ده چې ترکيبي برخه کې کار شي، خو دلته ښايي ځيني استثناات وي، چې بېلګې به يې زه وروسته راوړم.
استاد اسدالله وحيدي پهدې اړه خپله يوه مقاله کې نيمهفاصله ډېره ساده راښودلې ده او ليکي؛ نیمهفاصله د یوې ترکیبي کلمې او دوو جلا کلمو ترمنځ توپیر کوي. یعنې که د دوو مورفیمونو یا کلمو ترمنځ پوره فاصله وي، مانا یې دا ده چې دا دوې جلا کلمې دي، خو که سره یو ځای شوې وي، یا یې ترمنځ نیمهفاصله وي، نو واحده، خو ترکیبي کلمه ده. مثلاً: (غم ځپلی) دوې کلمې دي، خو غمځپلی یا غمځپلی یوه ترکیبي کلمه ده.
سربلونو او د نيمهفاصلې کارونه
اول به يې د (په، مه، نه، که، له، بې، څه) سربلونو کې وکاروو.
دا پورته سربلونه به ځينو وستربلونو او کلمو سره ترکيبي وليکو، چې دا لاندې يې اوسنۍ مروجې بڼې دي:
(په کې، مه کوه، نه کېږي، که نه، له دې، بې کاري، څه کوي او. . .)
ان ځيني ليکوالان خو د هر سربل زورکی (∂) چې واول اواز دی هم حذفوي او په لاندې بڼه يې ليکي:
(پکې، مکوه، نکېږي، کنه، لدې او. . .)
دا وروستۍ بڼه خو يې ماته بيخي ناسمه برېښي او بايد ونه ليکل شي، خو لومړۍ بڼه يې په نوې ټايپي تګلاره کې بايد په (نيمهفاصله) وليکل شي، چې زه يې په لاندې ډول ليکم:
(پهکې، مهکوه، نهکېږي، نهشته، کهنه، لهدې، بېکاري، څهکوي؟ او. . .)
دې ته ورته ښايي ډېر سربلونه وي چې له نورو کلمو، وستربلونو او مورفيمونو سره بايد په نيمهفاصله کې وليکل شي، خو دا نيمهفاصله به هغه مهال د تطبيق وړ وي، چې کوم ماناييز بدلون رامنځته نهکړي، که يې ماناييز بدلون يې رامنځته کاوه، بيا بايد په اولنۍ بڼه وليکل شي، خو زه ګمان کوم، د ماناييز بدلون د رامنځته کېدو احتمال به ډېر کم وي.
وروستاړو برخه کې د نيمهفاصلې مراعتول
وروستاړو برخه کې هم ځيني وروستاړي شته چې بايد د نوم، ستاينوم او نورو کلمو سره په نيمهفاصله کې وليکل شي، خو دا قاعده پر ټولو وروستاړو د تطبيق وړ نهده، زه يې دلته څو بېلګې ليکم.
الف: د هغو وروستاړو بېلګې چې په نيمهفاصله بايد وليکل شي:
ځيني ترکيبي نومونه چې د وروستاړو په مرسته بشپړ شوي دي، په اوسنۍ مروجه بڼه دا ډول کښل کېږي: (زېرمتون، مينوال، ولسوال، کاموال او. . .)
دا لوړ ترکيبي نومونه چې د هر ترکيب لومړۍ برخه کليمه يا مورفيم او دويمه برخه يې وروستاړی دی، بايد په نيمهفاصله وليکل شي. ځکه دلته لومړۍ برخه چې کلمه ده، پرته له ولسوال نورې دواړه کلمې په زور (a) چې واول دی، پای ته رسېدلي دي، خو پهدې ترکيبي نومونو کې دا زور ترې بيخي حذف شوی ښکاري، نو که په نيمهفاصله په خپله اصلي بڼه وليکل شي، بيا به ترکيبي نوم هم ترې جوړ شي او زور به هم پهکې څرګند شي.
لکه د (زېرمتون) په کلمه کې (زېرمه)+(تون) دی چې زه يې په نيمهفاصله ليک کې په لاندې ډول کاږم:
(زېرمهتون، مينهوال، ولسوال، کامهوال او. . .)
ځيني نومونه چې په وروستاړو ترکيب شوي دي، کلمه او وروستاړی نه يوځای ليکل کېږي او نه هم په نيمهفاصله کې، بلکې کلمه جدا او وروستاړی جلا ليکل کېږي، چې دې ته بيخي ترکيبي ويلی نهشو، لکه لاندې:
(وسله تون، کامه وال، وسله وال، سيمه ييز او. . .)
دا بايد په نوي ټايپي تګلاره کې (وسلهتون، کامهوال، وسلهوال او سيمهييز) وليکل شي، نورې هم ډېرې بېلګې شته، دا چې ليکنه اوږده نهشي، دلته يې زه فقط يوهيوه يا دوې بېلګې را اخلم.
ب: هغه وروستاړي چې نيمهفاصله پهکې نه تطبيقيږي:
ځيني وروستاړي شته، په اوسنۍ پښتو ليکبڼه کې چې څه ډول مروج دي، بايد په هماغه بڼه وليکل شي، که نيمهفاصله ورکړو، مانا ته يې تغير نه پېښېږي، خو ممکن د ښکلا لهمخې يې بڼه زيانمنه شي، چې څو بېلګې يې په لاندې ډول دي:
(پوهنتون، ښوونکی، پوهنځی او. . .)
پوهنتون له دوو برخو (پوهن)+(تون) څخه جوړ دی، که دا موږ په نيمهفاصله بېلوو، نو (پوهنتون) راځي، چې د بڼې لهمخې د نوم ښکلا لهمنځه ځي، نو بايد په اصلي بڼه چې (پوهنتون) دی وليکل شي.
نومونه او نيمهفاصله
الف: د سيمو ترکيبي نومونه:
د ځينو سيمو نومونه ترکيبي بڼه لري، چې بايد په نيمهفاصله وليکل شي، هم يې ښکلا ډېرېږي، هم نوم رالنډيږي، زه ځينې بېلګې په اوسنۍ مروجه ليکبڼه ليکم:
(جلال اباد، پښتون کوټ، غريب اباد، دولت اباد، بټي کوټ، اسلام کلا، سپين بولدک، تخته پُل او [لښکرګاه])
په پورته نومونو کې چې ترکيبي دي، وروستی نوم يې ما (لښکرګاه)ّ لیکلی او ګډ کښل شوی دی، ولې يې(لښکر ګاه) نهليکو؟ چې (لښکر)-(ګاه). ځکه چې دا ترکيبي نوم دی او ترکيبي نوم کې که فاصله لهمنځه يووړل شي، مانا ته يې کوم زيان نه پېښوي. نو موږ د سيمو ټول ترکيبي نومونه په نيمهفاصله ليکلی شو، د پورتينو نومونو نوې ټايپي بڼه بايد داسې وي:
(جلالاباد، پښتونکوټ، غريباباد، دولتاباد، بټيکوټ، اسلامکلا، سپينبولدک، تختهپُل او. . .)
ب: د ورځو نومونه:
د ورځو نومونه چې د اوونۍ درې ورځې په اوسني مروج ليکدود، په لاندې ډول کښل کېږي:
(يکشنبه، سه شنبه، پنجشنبه)
په نيمهفاصله کې په (يکشنبه، سهشنبه او پنجشنبه) بايد وليکل شي.
ج: د اشخاصو نومونه:
پښتو کې چې نومونه تر ډېره عربي دي، ترکيبي هغه يې په نيمهفاصله ليکلی شو، دا لاندې نومونه په اوسنۍ مروجه ليکبڼه کښل شوي دي:
(سبحان الله، احسان الله، شفيق الله، ذبيح الله، بلال احمد، نوين الحق او . . .)
نيمهفاصله کې يې بايد په لاندې ډول ليکو:
(سبحانالله، احسانالله، شفيقالله، ذبيحالله، بلالاحمد، نوينالحق او. . . )
مخفف نومونه او نيمهفاصله
ځيني مخففات، هم بايد په نيمهفاصله کې وليکل شي، دا چې تر ډېره د مخففاتو اصلي بڼه د نورو ژبو په ځانګړي ډول د انګليسي توري وي، خو يوشمېر رسنۍ چې دا توري کاروي بايد په نيمهفاصله يې وليکي. د ځينو مخففاتو اوسنۍ مروجه ليکبڼه په لاندې ډول ده:
(بي بي سي، ايم ټي اين، يو اين ايچ سي آر، ډبيلو ايف پي، آی سي سي او. . .)
دا مخففات په نيمهفاصله کې بايد په لاندې ډول وليکل شي، چې دا به تر ډېره د رسنيو سرلیکونه هم رالنډ کړي:
(بيبيسي، ايمټياين، يواينايچسيآر، ډبيلوايفپي، آیسيسي او. . .)
نور عام ترکيبي نومونه او د نيمهفاصلې مراعتول
د نيمهفاصلې ټايپي تګلاره اصلاً جوړه د ترکيبي نومونو لپاره ده، تقريباً هر ترکيبي نوم کې موږ نيمهفاصله کارولی او تطبيقولی شو.
زه ځيني ترکيبي نومونه ليکم چې اوس پښتو کې مروج دي او جداجدا ليکل کېږي:
(پرېکړه ليک، بېلا بېل، لس کلن، راشه درشه، تګ راتګ، يو ځای، يو شمېر، تېر کال، سږ کال، هلې ځلې، کم ساری، کره کتونکی، هوکړه ليک، لاس رسی او. . .)
پورتنۍ بېلګې چې ټول ترکيبي نومونه دي، که يې جداجدا وليکو، هره برخه يې جدا مانا لري، نو په نيمهفاصله کې چې يو بشپړ ترکيبي نوم هم ترې جوړيږي او ماناييز بدلون نه رامنځته کوي، زه يې په لاندې بڼه وړانديزوم:
(پرېکړهليک، بېلابېل، لسکلن، راشهدرشه، تګراتګ، يوځای، يوشمېر، تېرکال، سږکال، هلېځلې، کمساری، کرهکتونکی، هوکړهليک، لاسرسی او. . .)
يوشمېر نور ترکيبي نومونه شته چې خلک يې نه جدا ليکي، نه يې په نيمهفاصله کې ليکلي، بلکې بيخي يې ګډ ليکي، چې ځينې بېلګې يې چې په اوسنۍ مروجه ليکبڼه کښل کېږي، په لاندې ډول دي:
(پرلپسې، بېکاري، بېوزلي، تګلاره، حللاره بېسارې، ټولمنلی، ټولواک، تمځای، خوړنځای، پاملرنه، برخليک، غوښتنليک، هيڅکله او. . .)
د دې لپاره چې دا نومونه ترکيبي وبرېښي او د نورو ژبو زدهکوونکي چې غواړي پښتو زده کړي، هغوی ته مالومه شي چې ترکيبي نومونه دي او دغهراز له نورو ترکيبي نومونو سره يې توپير ختم شي، نو بايد په نيمهفاصله په لاندې ډول وليکل شي:
(پرلهپسې، بېکاري، بېوزلي، تګلاره، حللاره، بېسارې، ټولمنلی، ټولواک، تمځای، خوړنځای، پاملرنه، برخهليک، غوښتنليک هيڅکله او. . .)
ځينې نورې بېلګې چې زه يې اول اوسنۍ مروجه او بيا ورته مخامخ د نيمهفاصلې بڼه ليکم:
اوسنۍ بڼه نيمهفاصلې بڼه
دغه راز دغهراز
دغه شان دغهشان
نه شته نهشته
که نه کهنه
درې درې درېدرې
سره سره سرهسره
ډول ډول ډولډول
پنځه دېرش پنځهدېرش
پنځه نيم پنځهنيم
فېسبوک فېسبوک
ټيک ټاک ټيکټاک
اوس مهال اوسمهال
په داسې حال پهداسې حال
خپل خپل خپلخپل
ګڼ شمېر ګڼشمېر
لږ تر لږ لږترلږ
له منځه لهمنځه
په دې پهدې
په کې پهکې
ګل خبره ګلخبره
رنګا رنګ رنګارنګ
لاسته راوړنه لاستهراوړنه
شا و خوا شاوخوا
سينه و بغل سينهوبغل
لاس او ګرېوان لاسوګرېوان
دوره يي دورهيي
بې باوره بېباوره
له بده مرغه له بدهمرغه
له نېکه مرغه له نېکهمرغه
زده کوونکي زدهکوونکي
زده کړه زدهکړه
له دې امله لهدې امله
له پاره لهپاره
تفاهم ليک تفاهمليک
کړنلاره کړنلاره
په زړه پورې په زړهپورې
په څېر پهڅېر
نارينه و نارينهو
نکاح خط نکاحخط
سخت دريځي سختدريځي
حساب کتاب حسابکتاب
نه پوهېږم نهپوهېږم
نه لري نهلري
کابل مېشتی کابلمېشتی
لخوا لهخوا
شمال ختيځ شمالختيځ
جګړه ځپلي جګړهځپلي
زلزله ځپلي زلزلهځپلي
مرګ ژوبله مرګژوبله
ډله ييز ډلهييز
سملاسي/سمدستی سملاسي/سمدستي
فرقه يي فرقهيي
منځګړيتوب منځګړيتوب
سل سلنه سلسلنه
رياضي پوه رياضيپوه
قابله ګي قابلهګي
پټنځای پټنځای
پاک لمن پاکلمن
توبه ګار توبهګار
ولسپال ولسپال
لاسوهنو لاسوهنو. . .
او سلګونه، زرګونه ترکيبي نومونه، صفتونه، کلمې، مورفيمونه او اصطلاحات شته چې بايد په نيمهفاصله وليکل شي، دا څو يې زما په فکر کې وې، دلته مې راوړې.
د نيمهفاصلې د نه مراعتولو ستونزې
په ځينو ځايونو کې که موږ نيمهفاصله کار نهکړو، ممکن ابهام راته پيدا شي، يا ښايي د يوې ترکيبې کلمې څخه چې د دوو کلمو يا مورفيمونو جوړه ده، دوه جلاجلا ماناوې واخيستل شي. لکه د (زده کړه) دلته نيمه فاصله نهده مراعت شوې نو (زده) جلا او (کړه) جلا ده، لهدې يوه دا معنا هم اخيستل کېږي چې (زده يې کړه). خو که دلته موږ نيمه فاصله کار کړو او پوره فاصله لهمنځه يوسو نو (زدهکړه) راځي، چې هدف ترې (آموزش) دي. يا لکه (پرېکړه ليک) چې (پرېکړه) جلا او (ليک) جلا کلمه ده، که يې ترمنځ نيمهفاصله مراعت نهکړو، نو دوه جلاجلا ماناوې ترې اخيستل کېږي خو که يې (پرېکړهليک) وکاږو، بيا ترې ترکيبي نوم جوړيږي.
د نيمهفاصلې نه مراعتول يوه بله ستونزه دا رامنځته کوي، که چېرته موږ ترکيبي نوم د ليکدود په اوسنۍ بڼه په پوره فاصله کې وليکو، يوه کلمه يا مورفيم که د جملې په اخيره او بل د اېنټر يا سپېس (فاصلې) په ورکولو د ورپسې جملې په سر کې راشي، يا که يوه کلمه د پاڼې په وروستۍ او بله کلمه يا مورفيم په ورپسې پاڼه کې راشي، نو دلته به لوستونکی د ترکيبي کلمې پر ځای د دوه جلاجلا کلمو بېلابېلې ماناوې واخلي. مثلاً: (زړه خوړين) چې دلته (زړه) جلا او (خوړين) جلا کلمه ده، خو که دواړه په پوره فاصله ليکو، يعنې جلاجلا يې ليکو، هره يوه بېله مانا لري، چې زړه (قلب) ته وايي او خوړين بيا جلا مانا لري، که دا بيا يوه کلمه د پاڼې يو مخ، بله بل مخ کې راشي، بيا بيخي ترکيبي مفهوم لهمنځه وړي او که يې په نيمهفاصله (زړهخوړين) وليکو، نو بيا ترکيبي کلمه ترې جوړيږي او د اېنټر يا سپېس په وهلو سره هم که بلې کرښې يا پاڼې ته اوړي، پوره کلمه به اوړي.
د نيمه فاصلې د مراعتولو ګټې
د همدې ليکنې په پيل کې هم ما يادونه وکړه چې ژبه او ليکبڼه بايد منجمد پاتې نهشي او د وخت په تېرېدو سره بايد مثبت بدلونونه پهکې رامنځته شي، خو دا بدلونونه بايد منطقي وي او لږترلږه ژبې ته يې ګټه ورسيږي.
يو؛ د دې ټايپي تګلارې يوه ګټه دا ده چې ليک پرې ښکلی کېږي، يعنې د ليک بڼې ته يو څه ښکلا ورکوي او دا برخه ډېره مهمه ده، ليکبڼې ته ښکلا ورکول يا پهکې د ښکلا پيدا کول، په اسانۍ ممکن نهدی، نو که موږ دې برخه کې لږ څه هم وکولی شو، ډېره لويه خبره ده.
دوه؛ دويمه خبره دا ده چې، نيمهفاصله لنډون رامنځته کوي، اوس چې په انګليسي اصطلاح د شارټکټ زمانه ده، ډېره هڅه بايد وشي چې هره برخه کې څومره لنډون رامنځته کېږي، دا لنډون له مورفيم او کلمې واخله، تر جملې، عبارت او ليکنې پورې بايد هڅه وشي چې رامنځته شي، نو همدې نيمهفاصلې سره ډېری ترکيبي کلمې او نومونه رالنډيږي.
درې؛ درېيمه ښېګڼه به يې دا وي چې د نيمهفاصلې مراعتول، موږ ته په ترکيبي نوم، کلمه او . . . کې د دوو جلاجلا کلمو پر ځای يو ترکيب شوی نوم راکوي، چې د دوو جلاجلا ليکل شويو کلمو سره به جوت توپير لري، که يې مراعت نهکړو، د دوو جلاجلا ليکل شويو کلمو/مورفيمونو او ترکيبي نوم يا ترکيبي کلمې توپير به څنګه کوو؟
څلور؛ څلورمه ګټه يې دا ده چې؛ موږ بايد لږترلږه په خپله ژبه يا ليکدود کې ځيني بدلونونه ولرو، دا بدلونونه بايد داسې وي چې له کوم لهجوي او سيمهييز اختلاف پرته يو کُلي څيز وي، چې پهدې تګلاره کې زه فکر نهکوم که کوم اختلاف د لهجې يا سيمې په نوم وليدل شي، نو دا د ليکدودي يووالي يا د معياري او يو ټولمنلي ليکدود لپاره يوه انګېزه هم ايجادوي.
- وړانديزونه
وروستيو کې يوه خبره د يادونې وړ بولم، دا چې زه د ادب يو زدهکوونکی يم او زما اصلي کار هم د متن ايډيټ دی، چې اوسمهال (۱۴۰۳) کې تقريباً په نامنظم ډول يوهنيمه لسيزه پوره کېږي چې د متن ايډيت برخه کې کار کوم او نن سبا خو هره ورځ په اوسط ډول تر پنځوس پاڼې د يوې نړيوالې ادارې لپاره پښتو متن ايډيټوم، چې زه همدغه نوې ټايپي تګلاره کاروم. خو دا پهدې مانا نهده چې دا ټولمنلې ده او هرڅوک يې بايد حتماً په پټو سترګو ومني.
زه منتظر يم چې د پښتو ادب درانه استادان او ژبپوهان، چې تر ډېره پهدې برخه کې مسؤليت د افغانستان علومو اکاډمۍ ته ورګرځي، په همدې نوې تګلارې تبصره وکړي، رد يې کړي، يا يې ومني، يا ښايي ځينې بېلګې ما ورکړي چې ويلي مې دي، بايد نيمهفاصله پهکې مراعت شي، ښايي مانيز يا ګرامري بدلون رامنځته کړي او زه ورته متوجې شوی نهيم، نو په دغه برخه کې قدرمن استادان او ليکوالان کولی شي خپل نظر څرګند کړي او هر څومره چې کېږي، د ژبې لنډون، بدلون او د ليکبڼې ښکلا ته کار وکړي.
دغهراز يو بل وړانديز مې دا دی چې؛ علومو اکاډمي دې دا خپل مسؤليت وګڼي، د ټکنالوژۍ په عامېدو سره چې څو لسيزې تېرې شوي دي، لاهم علومو اکاډمۍ پهدې برخه کې هيڅ نهدي کړي، د يو لوی علمي بنسټ په توګه د دوی مسؤليت دی چې پهدې برخه کې تګلارې، اصول او قواعد جوړ کړي، د خپلې وېبپاڼې له لارې، د يو سيمنار په بڼه يا هم د يو کتاب په بڼه دې يې ټولنې ته وړاندې کړي، ترڅو په کرارکرار د ژبې د ليکبڼې له طرز سره خلک اشنا شي. که علومو اکاډمي دا کار ونهکړي، نو هرڅوک به په خپل سر او په خپله خوښه چې څنګه يې زړه غواړي، د نيمهفاصلې پهڅېر ډېر نور موارد له نورو ژبو په تقليد او د ټکنالوژۍ څخه په اغېزمنېدو خپلې ژبې ته ور ګډ کړي، که منطقي او علمي وي، يا غيرمنطقي خو خپلسري به وي او پهدې برخه کې به بېرته ګوته علومو اکاډمۍ ته نيول کېږي، ځکه هغه مسؤله اداره ده، زه نهپوهېږم علومو اکاډمي کې استادان او څېړونکي په څه بوخت دي!؟
يوه بله خبره هم د يادښت وړ ده، هغه دا: له ډېرې مودې راهيسې زه وينم چې نيمهفاصله پر خواله رسنيو، په ځانګړي ډول فېسبوک کې يې ځيني پښتانه ليکوال کاروي، دوی ځينو ترکيبي نومونو ته نيمهفاصله ورکوي او دغهراز په ځينو نورو ځايونو کې هم نيمهفاصله مراعتوي، چې ممکن هر يو ورته خپلخپل دليل ولري، خو اصلاً د نيمهفاصلې مراعتول په دري ليکدود کې مروج دي او پښتو ته په نامنظم ډول وروستيو کې راغلې ده چې تر ډېره په ترکيبي نومونو، کلمو، مورفيمونو او. . . کې د تطبيق وړ ده.
پای
۱۴۰۳ د ليندۍ ۱۳مه، پېښور-حياتاباد
ماخذونه:
۱ – غضنفر، اسدالله. (۱۴۰۳). يوڅو لپې فکرونه. کابل، سروش کتاب پلورنځی
۲ – ښکلی، اجمل. (۲۰۲۲). د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې. (دعوت ميډيا، وېبپاڼه)
۳ – وحيدي، اسدالله. (۲۰۲۰). په پښتو لیک کې “نیمه فاصله”، اړتیا، ستونزې او حللارې. (نن ټکی اسيا، وېبپاڼه)
۴ – اڅکزی، احمدولي. (۲۰۲۳). ايا نيمه فاصله (half space) په پښتو کې اړينه او ګټوره ده؟. (د احمدولي اڅکزي وېبلاګ)
۵- زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۴) پښتو پښویه. پېښور، دانش خپرندویه ټولنه
۶ – رښتین، صدیق الله. (۱۳۸۳). پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه (دویم چاپ). پېښور. د ساپي پښتو څېړنې او پراختیا مرکز
۷ – همت، عبدالنافع. (۲۰۲۴). ایا ځنځيري سربلونه له خپلواکو کلمو سره ګډ لیکلای شو؟. (تاند وېبپاڼه)
ښه لیکنه. کور مو ودان. داسې څه مو لیکلي چې زده کړه ترې کیږي.
ښه لیکنه. ګټوره او د استفادې وړ او اړینه.