پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+زموږ یخ وهلې هیلې / ملاله سيدي / خبریاله او لیکواله

زموږ یخ وهلې هیلې / ملاله سيدي / خبریاله او لیکواله

د ۲۰۲۴ کال ډسمبر دوهمه، ماښام ۶ بجې، کابل

د کمپیوټر ساعت ته مې وکتل، د ماښام پنځه بجې وې، پوره دوه ساعته مې مطالعه کړې وه، خوشحاله وم غوښتل مې دمه وکړم او ځان ته جایزه ورکړم. شین چای، چاکلېټ او موبايل مې راواخيست. په انټرنېټ کې مې یو مستند پیدا کړ چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپور شوی و. غوږۍ مې کېښودې او په مینه د یوې افغانې خبریالې د ژوند کیسې ته غوږ وم. 

خبریالې ویل: په افغانستان کې پیدا شوې، لویه شوې، جګړه یې لیدلې، د طالبانو په تېره واکمنۍ کې یې درې کاله د ځمکې لاندې غارونو کې درس ویلی…

مبارزه یې راته اشنا وه، فصیح انګریزي یې خوند راکاوه. پروګرام مې په خوند اورېده چې د عابدې (مستعار نوم) پیغام ته مې پام شو. عابده مې ملګرې ده له نورستانه ننګرهار ته یوازې د دې لپاره راغلې ده چې  طبي زده کړې وکړي. دوه کاله مخکې چې پر پوهنتون بندیز ولګېده عابده د انجنيري پوهنځي په پنځم سمستر کې وه اوس د غاښونو پروتېز لولي، وروستی سمستر یې دی، نيمه ورځ ورسره کلینک کې هم کار کوي. 

عابدې په پیغام کې لیکلې ول چې وروستۍ ازموینې یې دي، په نژدې ورځو کې یې فراغت دی. د دې ازموینې وې، له درسو سره بوخته وه، لکه پخوا اوږد مجلس یې ونکړ. ژر یې خدای پاماني وکړه. 

فېسبوک مې خلاص کړ. د یو خبریال پوسټ و: « د نجونو په نيمه‌ طبي زده کړو تر امر ثاني پورې بنديز ولګېد». رېږد واخيستم،  نوکان مې بې حسه غوندې شول. بې اختیاره ژړا راغله. پوهېدم چې په دې وطن کې بد خبر تل ریښتیا وي خو بیا مې هم له څو ملګرو په وتس اپ کې پوښتنه وکړه چې ایا دا  خبر سم دی؟ شېبه نه وه تېره چې ملګرو مې د ژړا  ايموجي ګانې را استولې، د دوی صوتي پیغامونه مې اورېدل له درده ډک ول. 

مطمینه شوم چې خبره ریښتیا ده خو بیا مې هم جرات نه کاوه چې عابده خبره کړم. پر عابدې مې فکر کاوه چې څو شیبې مخکې یې د فراغت خبرې کولې، خوشحاله وه  اوس که له بندیزه خبره شوې وي څه حال به یې وي؟ 

کله چې پوهنتونونه بند شول زما اکثره ملګرې په څلورم، پنځم سمستر کې وې، بېلابېلې رشتې یې لوستې. اوس ډېرو یې په طبي روزنیز مرکزونو کې زده کړې شروع کړې وې. همدا د تعلیم او امید یوازینۍ لار وه. نه پوهېدم ژر چاته پیغام ولیکم ژر د چا حال واخلم اول کومې یوې ته تسلیت ووایم. 

برق نه و، کړکۍ ته ودرېدم، باران ورېده، د باران څاڅکي پر ښیښه داسې ښکارېدل لکه د دې وطن د نجونو هیلې چې یوه شېبه وي بله شېبه ورکې شي او هېچا ته مهمه نه ده چې څه شوې؟  هوا سړه وه، راته اشنا وه. دوه کاله مخکې همدغه میاشت وه چې پوهنتونونه بند شول هوا همداسې سړه وه، له هغې وروسته ډېر نور موسمونه راغلل خو د دې وطن د نجونو ژمی پسرلی نه شو. 

نارامه وم، بېرته مې موبايل راواخيست، د زړه له درده مې يو څو کرښې پر فېسبوک وليکلې. ملګرو سره مې هم بايد غږېدلی وای؛ خو نه پوهېدم څه ورته ووايم؟ 

د نوریې (مستعار نوم) پیغامونه مې ولوستل، زړه یې مات و، هیلې یې یو ځل بیا خاورې شوې وې. غوښتل مې زنګ ورته ووهم یا غږیز پيغام  ورته ثبت کړم خو همت راکې نه وو. يوازې مې ورته وليکل: “تسليت، زر وارې تسليت” 

نوریې غوښتل خبریاله شي. د ژوند تر ټولو لویه هیله یې همدا وه چې یوه ورځ په رسنیو کې کار وکړي، د همدې هیلې لپاره له خوست ولایت څخه کابل ته راغلې وه، مسافره وه، ماما کره اوسېده، څلورو مياشتو کې يو ځل کور ته تله.

کابل پوهتنون کې یې ژورنالېزم لوست. پوهنتون پرې بند شو خو له هغې وروسته هم تسليم نه شوه، اوس یې روغتيايي ښوونيز مرکز کې څلورم سمستر وو چې هغه هم پرې بند شوی و. 

نوریې راته  لیکلې ول: 

“سبا ته مو امتحان و. درس ته په ډېر شوق ناسته وم. دا مردار خبر مې يو دم مخې ته راغی. يار دا وار بیخي سخته ده، بیخي ډېره سخته. خفه دې ته يم چې يو ځل بيا خالي لاس کور ته ستنېږم. دا وار مې د کورنۍ هيلې زياتې وې. لومړی ځل دی چې وايم کاش افغانه نه وای، بس چې دې هېواد کې نه وای.” 

درد يې ډېر و، پوهېدم دا هر څه يې د ناهيلۍ په اوج کې ويل، خاموشه وم، يوازې مې غوښتل وا یې ورم. د ځواب راسره هېڅ نه و. له هېچا سره دا ځواب نشته چې ولې باید یوازې د دې لپاره چې ښځه یې د تعلیم حق ونه لرې. 

بلې ملګرې ته مې پيغام پرېښود. مرضيه (مستعار نوم)  د اقتصاد د وروستي سمستر محصله وه چې پوهنتون پرې بند شو. اوس یې قابلګي شروع کړې وه، هره ورځ يې له لغمان څخه ننګرهار ته تګ‌ راتګ کاوه. مرضيه مې له پيغام سره سم په چغو چغو په ژړا شوه. د چپټر انځور يې راولېږه ورسره  لیکلې یې ول:

“وروستی سمستر مو نوی پيل شوی وو، د دې لپاره چې درسونونه وروسته راباندې  ډېر نه شي کتاب ته ناسته وم؛ خو خبره شوم چې هر څه ختم شول. اوس به څه کېږي؟ دا خو زما وروستۍ هيله وه او ولې په اخري سمستر کې!؟” 

د ژړا له مسلسل سټيکرونو سره یې راته بيا وليکل:

“له هغه څه چې وېرېدم هماغه وشول، له دې وروسته څوک مبارزې کوي؟ مونږ کې د مبارزې څه پاتي دي؟ مونږ خو يې مات کړو، مونږ کې د ودرېدو نور څه نشته ما خو د فراغت لپاره ډېرې هيلې لرلې، ما خو له اوس څخه پلان نيوه چې څه ډول د فراغت مراسم ونيسم، ټولې هيلې يې راته په زړه ښخې کړې.”

حيرانه وم څه ورته ووايم. دې ته مې  ډاډ ورکاوه. ورته مې وویل: هر څه به سم شي خو په خپلو خبرو مې باور نه و. درې کاله تېر شول نه مو ښوونځی خلاص شو نه مو پوهنتون.. انسان په خپل ژوند کې څو ځلې، څو ځلې دا توان لري چې هر څه وبایلي خو لا هم تسلیم نه شي؟ 

مروه (مستعار نوم)  رایاده شوه. مروه لسم ټولګي کې وه چې ښوونځي ته پر تګ بنديز ولګېده. وروسته یې  دوی ته ارتقا ورکړه او د فراغت سند يې ورکړ. مروې غوښتل چې معالجوي طب ولولي. د خپل ښوونځي عمومي اول‌ نمره وه. ډېر وخت به یې په کور کې درس لوست او د يوټيوب له لارې به یې د کانکور ازموينې ته اماده‌ ګي نيوله. کله چې یې کانکور ته نوم ليکنه وکړه خوشاله وه، خو په هماغه کال د کانکور پر ازموینې هم بندیز ولګېده. نجونو ته د ګډون اجازه نه وه. له هغه وروسته مروې ته یوازې همدا د نيمه طبي زده‌ کړو لار پاتې وه، اوس يې څلورم سمستر و. 

زما پیغام یې په ځنډ ځواب کړ، راته يې ليکلي وو:

“نور يې نه سم زغملی، زما وروستۍ هيلې او هدفونه هم خاورو ته وسپارل شول، نور د کومې هيلې لپاره ژوند وکړم؟ اخر مونږ ولې دې نړۍ ته راغلي يوو د څه لپاره؟”

 يو بلې شناخته مې څو وخته مخکې  راته کیسه کوله؛ چې مور يې خپلې ګاڼۍ خرڅولې او دې ته يې د انسټيټوټ مصارف ورکول.  زړه مې غوښتل مسج ورته وکړم حال یې واخلم خو نور مې نو د زړه شیمه ختمه وه. 

نيمه شپه وه، خوب نه راته، د شپې دوه بجې به وې چې د عابدې پیغام راغی. هماغه ملګرې مې چې ماښام خوشحاله وه اوس یې راته ليکلي ول:

“يو څه ووايه زړه مې چوي، غواړم په زوره زوره وژاړم او په چغو مې ټول ننګرهار له خوبه راويښ کړم..”

هغه شپه د وطن نجونې له غمه ویښې وې خو وطن ویده وه غږ یې نه کاوه لکه هېڅ چې نه وي شوي چا توضیح نه ورکوله چې اخر ولې یا تر کله؟ 

د ډسمبر درېيمه

سهار چې راپاڅېدم اول خواله رسنیو ته ورغلم. نجونې له خپلو کتابونو او کتابچو سره روزنیزو مرکزونو ته ورغلې وې، لا یې امید و چې دا خبرونه به درواغ وي، لا یې فکر کاوه چې ممکن یو څوک توضیح ورکړي.. خو خبر ریښتیا و د نجونو ويډيو ګانې خپرېدې چې په ژړا له انسټيټوټ روانېدې، بې وسه او غمجنو استادانو يی غېږ کې نيولې او وروستۍ خدای پاماني يې کوله. رڼا ورځ پرې تورتم وه.

د بنديزونو لومړيو ورځو کې موضوع ګرمه وي، خو بيا ورکه او ناروا حالت نورمال شي. له خپلو خلکو مخصوصا له نارینه وو مې بې اختیاره ګیله راتله…د ولس زور د خدای زور دی. دا ولس چیرته دی؟  

په زرګونو نجونې طبي ښوونيزو مرکزونو ته تللې د سمستر فيس یې ۶ زره، قرطاسيه، یونیفورم او ترانسپورت سره يې مصارف له ۱۵ زرو ډېریده، دا د افغانستان په څېر غریب هیواد کې د یوې کورنۍ لپاره اسانه نه وه؛ خو دوی بيا هم د خولې مړۍ نيموله او په لوڼو يې زده کړې کولې خو ولې اوس چې ترې مسلم حق اخيستل کېږي، دوی غلي دي او دا حالت ولې نورمال شي؟

ټول يو بل ته د صبر خبره کوي، وايي که شپه هر څومره اوږده وي لمر راخېږي او د هرې تيارې پسې رڼا راځي؛ خو زمونږ ټول د زده‌کړو عمر په همدې بندیزونو کې تېر شو. که له دې وروسته لمر راوخېژي او پر مونږ وخت تېر وي، بيا پرې څه وکړو؟ 

1 COMMENT

  1. سيدي خور،
    ليکنه مې دې ولوستل، ډېره د ارمانه ډکه دې پنځولې…
    له نارينوو زما هم ډېره ګيله کيږي چې درو کالونو په موده لس سره راټول نه چې د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو پرانيستلو له دې د کور باندې راووځي.
    يو کتاب خبرې لرم، اما څوک اورې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب