پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد ناروې دیپلوماتیکو اړیکو محدودولو ته د طالبانو غبرګون

د ناروې دیپلوماتیکو اړیکو محدودولو ته د طالبانو غبرګون

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۱۶مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر اېکس پاڼه د ناروې د دغې پرېکړې له امله چې د ډيپلوماټیکو اړیکو کچه به راټيټه کړي، ناخوښي څرگنده کړې.

بلخي زیاته کړه،چې هيله لري دا ډول پريکړې بايد د هيوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.

هغه ویلي، کونسلي خدمتونو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی او ټول لوري جدي هڅوي چې دغه اصل ته د نړۍوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند له امله به د دې ډلې استازی په اوسلو کې د افغانستان د سفیر په توګه ونه مني.

هغه وویل چې د خپل هیواد د اړیکو کچه به له طالبانو سره کمه کړي او د طالبانو غوښتنه به، چې غواړي په اوسلو کې د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کړي، ونه مني.

سره له دې، اسپن بارت ایده (Espen Barth Eide) د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد به یې یوازې یو “افغان چارواکی” د قونسلي چارو، ویزو او نورو عاجلو مسایلو لپاره ومني.

هغه ونه ویل چې دا چارواکی به د طالبانو په ادارې پورې اړه ولري که د قونسلي چارو مسوولیت به د پخواني حکومت یوه ډیپلومات ته وسپاري.

تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ناروې غواړي د افغانستان سفارت د طالبانو یوه استازي ته وسپاري.

4 COMMENTS

  1. دافغانستان دملی اواسلامی اجندا اوبرخلیک څخه ددوحې ملکانو او نړیوالې ټولنې د ډانډس ګذار جوړکړی .
    ډس …ډس …س …یوویشتمه پېړۍ او دا ګونګوسی. دواړه لوری سم او دعقلانیت په چوکاټ برابر دریځ نه لری.
    نړیواله ټولنه لا تراوسه موږ نه پېژنی خو
    طالب مالب دولس په ژبه نه پوهیږی اوله حکومتی سیستم سره دکوڅې هغه نابلد دی چې پردۍ دروازې ټکوی!
    نوځکه شرعا ، منطقا اصولا دښځو مسلم حق بن بست ته بیایی

  2. په اوسني عصر کې د یوه هېواد کورني چارې مخامخ په نړیوالو مثبت اومنفي تاثیر کوي.
    که یو هېواد له خپلواتباعو سره ظالمانه او غیر انساني چلند کوي ، د هغوی اتباع نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي او پرهغوی د غیر قانوني اتباعو د ورتګ له امله یو اضافي بار تحمیلږي . هغه دولتونه د مهاجرو په وړاندې مسوولیت احساسوي ، مجبور دي ، هغوی ته کورونه ، کار ، ښوونځي او طبي خدمات وړاندې کړي .
    له بلې خوا مونږ افغانان نړیوالو ته وحشي ، ظالم ، تندروه ، عقب مانده ، د اسلامي او نړیوالو حقوقو نقض کوونکي معرفي کوي . کومه ټولنه چې د اقتصادي پرمختګ او ټولنیز عدالت نه بېرته پاته شي ، نورو ته بې تفاوته او بې ګټې معلومیږي . بنا له هغوی سره د هرډول سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري او ټولنیزو اړیکو له جوړولو نه صرف نظر کوي .

  3. افغانستان کې خو خلک او ملت نشته کنه دا د دین دوښمن ملا چې د انسانیت نه لرې پاتې دی به څنګه پرې حکومت وکړي بیغیرته افغان ملته ستاسو نه بنګالیان هم ډیر غیرت لري. تاسو کینۍ ژړا او فریاد وکړئ او د بل په طمعه اوسئ چې بیا به کوم خارجي هیواد راشي او طالب به وشړي خو تر هغې به طالبانو ستاسو ټولې لورګانې په نکاح کړي وي. ژاړئ.

  4. ملا منافق د خپلې حجرې خبرې کوي ، هغه منافق خو د مجازي جنت په نیشه کې غرق تللی دی ! او په ښځو یې تعلیم هم بند کړی دی نو داسې ظلم او نا پوهي په اوسنی عصر کې څوک زغملی نشي ! دوی له خارجه څه طمعه لري ؟؟ او که په مالي مرستو یې viagra اخلي چې د ځوانو نجونو د شهواني غوښتنو دفاع ښه وکړي ! تف لعنت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب