پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهد شاوخوا ۳۰ ډلو له لوري د طالبانو پر ضد یو نوی...

د شاوخوا ۳۰ ډلو له لوري د طالبانو پر ضد یو نوی ايتلاف جوړ شو

تاند (شنبه، د د لیندۍ/ قوس ۱۷ مه) یو شمېر پخوانیو افغان مشرانو، چې له هیواده بهر اوسي، پرون (جمعه) په یوه انلاین یا مجازي غونډه کې د یوه نوي ايتلاف د جوړېدو اعلان وکړ.

پخواني قوماندانان، تنظیمي مشران او سیاستوال لکه عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، عبدالحق شفق، صادق مدبر، سرور دانش، احمد مسعود، رحمت الله نبیل، عمر داوودزی او تادین خان د دغه نوي ایتلاف عمده مشران دي.

 د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي شورا په نوم د دې نوې ټلوالې هدف د هېواد د روان بحران حل او د طالبانو د واکمنۍ مخالفت بلل شوی دی.

دوی په خپله مجازي غونډه کې وویل چې په خپل منځ کې به هڅې همغږي کړي، افغانستان به له اوسني کړکېچ څخه راوباسي، او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې به یو ګډ دریځ وړاندې کړي.

دوی په دې اړه چې په څه ډول به د طالبانو اوسنۍ واکمني وننګوي، څه نه دي ویلي. دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغو قوماندانانو او تنظیمي مشرانو اکثریت په ترکیه کې د افغانستان د مقاومت د عالي شورا په نوم یو تشکیل درلود.

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا وايي چې د دې نوي ایتلاف په جوړولو سره یې له ۲۰۲۱ څخه، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي، د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې تر ټولو مهم او پراخ ایتلاف رامنځته کړی دی.

د طالبانو افراطي او د ولس بېزاروونکو اقداماتو دې ډول ايتلافونو ته د پرمختګ لاره هواره کړې خو څرګنده نه ده چې کوم سیمه ییز او نړیوال قدرت به یې ترڅنګ ودریږي او که نه. د افغانستان د معادلو په بدلولو کې د بهرنیو هیوادونو رول ډېر اغېزمن بلل کېږي.

په دې ابتلاف کې لسګونه وړې ډلې برخه لري.

9 COMMENTS

  1. تاسو باور وکړئ چې ټول یې غله دي. هغه حکمت خلیل چې ابله ورځ دوبۍ که چېرته څه غونډه کړې وه، هغه سړي کې څه ناڅه شوروا شته او ما یې د غلا هم نه دي اورېدلي، لاکن دا دوستم، اسماعیل، سیافو قانوني بلا او بدتر خو ټول غله دي. له دوی نه خو همدا شته دوه پښي ځناور ښه دي.

  2. دا ملایان سخت طالع مند خلک دي.
    خدای داسې فاسد بیشرفه پست رذیل حرامي پلید دوښمنان ورپه نصيب کړي دي، چې نوم يې هم خلک واوري، کانګې يې راځي.

  3. په یخ یی ولیکه او لمر ته یی کیږده ازموده را ازمودن خطا است دا ټول هغه زاړه غله او ګمراهان سره راټول شوی دی د چرسو لمبه یی اچولی وایی اونه یافتمش در کجا در ګل چرس یافتمش دو ی ټول دی الله ج د مشرف په مرض اخته کړی چی نه رغیږی او نه مری۰

  4. طالبان د سړي بچي ندي که یو څه شیان یې په نظر کې نیولی وی نو امکان ټول ملت یې ملاتړ وی او ددغې غلې جاسوسې او خاینې ډلې چې نوې جوړه شوې خو اصلا د شل کلنې دورې خاماران دي په مقابل کې ملت ودریدلی وی. طالب د خپل وحشت او بربریت نه لاس اخستی وی، د فقهې پر ځای یې قران او حدیث ته رجوع کړې وای او د ښځو حقوق چې تعلیم دی مخه یې نه وی نیولی او خلکو ته د کار زمینه برابرول بیا هیڅ مشکل نه و مګر اوس ملت هر هغه چاته چې که هر څومر بد هم وي د طالب خلاف همکارئ ته تیار دی او همدې طالب مجبور کړی.

  5. د متعصب ایران او د شیطان انګلیس غلام چوچه پنجابی پاکستان له خوا روزل شوی قاتلان چورکوونکی او د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس تر پاملرنی ایتلاف د افغان ملت تباهی لا پسی زیاتوی او افغان ملت به باالاخیره په ټوټو ټوټو تقسیم کړۍ شی !!!!
    افغانانو د خپلو پلرونو او نیکونو نیکونو همت او غیرت خپل کړۍ او د جاهلو چټلو قادیانیو چړیانو پر ضد راپورته شۍ او باید پرینښودل شی چی مضر اجنبیان پخوانی د اجنبیو قاتل غلامان چورکوونکی دوباره د ملت په اوږو سپاره کړۍ شی !!!!

  6. دا خو هغه ترخه بانجان ټماټر مولۍ کادو ګلپی شلغم چی پخوا یی د افغانستان خلک په مختلفو مریضیو اخته کړی ؤ اوسمهال بیا څوک سره یعنی کودکمیاوی ورکوی چی راشنه شی خو دا د وخت څخه تیر شوی خوسا شوی دی راشنه به نشی.

  7. طالبان چیری سړی دی ورځ تر بلی خلک ور څخه ناراضه کیږی او اوس ښه شو چی د ښځو ولادت به هم یو ملا ډاکټر کوی چی درسونه به یی په مدرسی کی لوستی وی. ږیره اجباری شوه، سنت فرض شول او مستحب تر سنتو ورسیدل. لعنت دی د دوی پر اسلام هم شی. پر ولس یی داسی ورځ راویستی چی ممکن خلک بیرته محتاج د همدغو لنډغرو شی. خلک ټول په تیښته کی دی، قحطی او قیمتی پدی سره ژمی کی خو ګوری.

  8. سلامونه،
    د وروڼو مبصرینو سلیمان، احمد او ناصر … په تایید
    که ط ط. له پخوانۍ دورې او اسلامي نړۍ له بلاد نه عبرت اخیستی او هغه وعده ېې چه دوحه کې ورکوله “د ښځو ، موسیقی ، او نوروملي موضوعاتو کې مو بدلون کړی ده”..ولاړ وای او دروغ اوکذب ېې نه ویلای؛ او ورځ تر بلې ېې پر خپلو لوڼو، میرمنو او میندو …. پاتریاټیک! فرامین نه صادرولای
    بل دا چې دشل بلیونرانو محاکمه ېې کړیوای؛ د منافقینو د ریسانو بنګلې ېې نه ساتلی او حق العباد او حق الله ېې اجرآء کړي وای؛ اقلن د اسلامي ملکونو شرعي مشورې ېې منلی؛ دا بګیل ګیدړان او استفراغ سوي چوچای سقو مکو بهه خلکو سنګسار کړیوای!!!؛ بل داچې لکه همغوی د پوکسټین له لنګ نه ېې پایڅې نه ښکاریدای؛
    ملی نوامیس یی له قدرت نه پورته ګڼلای ..
    اهدنا الصراط المستقیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب