سميع پر يوه لويه ډبره کېناست، کلي ته یې وکتل. غرونه ترې چاپېر وو. کلی د خاموشۍ په غېږه کې نغښتی و. ځای ځای له خاورينو کورونو نه مړه مړه دودونه پورته کېدل.
سميع الله د خپلې کورنی په اړه فکر وکړ، د خپلو لوړو زدهکړو او د هیلو د پوره کولو په اړه ډوب ولاړ. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، له ځان سره یې وویل:
-موری زه به ډیر ژر دا ژوند بدل کړم او ډیر په آرامۍ به ژوند وکړو.
سميع الله يو ځل بیا کلی ته سترګې ورواړولې، کلی د تل په شان خاموش و یوازې د مرغانو چيغې، د باد زنګېدونکې څپې، او د څاڅکو ورو ورو غږونه اورېدل کېدل. په دې کلي کې کلیوالو ارام، ساده او له دنیا بې خبره ژوند کاوه. د وخت تېرېدل یې نه احساسول، نه یې د ښار شور خوښ و، نه یې د بدلون تمه درلوده.
سمیع الله د کلي د نورو خلکو په شان نه و، د ده زړه له امیدونو ډک و او تل د بدلون او پرمختګ په هیله و.
نن یې هم د بوټيو د ټولولو په وخت کې د خپلو هيلو په اړه فکر کاوه. نږدې ماښام و چې سميع الله د کور په لور روان شو. چوپتیا وه، سړک تش و. باران ورېده.
سميع الله له سړک څخه تېرېده چې يو دم په سړک يو تېز موټر راغئ. بریک یې وواهه خو ناوخته و. یو دروند ګوزار او خاموشي. د شمس زړه ولړزېده، له موټر څخه راکښته شو. سميع الله ته یې وکتل.
سمیع الله پر سړک پروت و، مخ یې سپین و. سترګې یې نیمې خلاصې وې. لاسونه یې زخم و. د باران اوبه د هغه له وینو سره یو ځای شوې.
سمیع الله په مات او کمزوري آواز وویل:
-زه… زه به ژوندی یم!
د شمس لاسونه په لړزیدو شول او ویې ویل:
-هو… هو ته به ښه شې.
شمس نه پوهېده چې څه وکړي خو عقل یې د زړه نه مخکې شو ژر یې سمیع الله موټر ته پورته کړ او د نږدې کلینیک په لوري یې حرکت وکړ.
شمس په کلینیک کې د انتظار پر څوکۍ ناست و. لاسونه یې یخ وو. ذهن یې کډوډ و. زړه یې دربیده او د ځان سره یې ویل:
-ما دا څه وکړل که دا هلک مړ شو، که زه زنداني شم کور فامیل بچیان به مې څوک ساتي؟ څه به کیږی؟ کاش مې احتياط کړی وی.
د خپلې مور خبرې ورياد شوې، چې تل به یې ورته ويل احتياط وکړه.
د عملیات خونې دروازه خلاصه شوه. یو سپین ږيری ډاکټر راووت.
سړی ژوندی دی خو سخت ټپي دی. ژر مو رارسولی ګنې شاید ژوندی نه وی پاتې. خدای خبر چې څومره وخت به ژوندی پاتې شي.
د شمس سترګې له اوښکو ډکې شوې. په غريو یې وويل:
-اوس به څنګه کوم که د دې ځوان کورنۍ خبره شي؟ که زما ادې خبره شي؟ کورنۍ به مې څوک ساتي؟
پاڅېد، په دهليز کې یې درانه درانه ګامونه پورته کول. د خپلې کوچنۍ لور څېره یې سترګو ته ولاړه وه.
پای،