جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+سنت ادبي | لیکوال: یونس تنویر

سنت ادبي | لیکوال: یونس تنویر

تر ډېره د سنت کلمه په دیني متونو کې زیاته تشریح شوې ده. ولې ځینې زیاتې کلمې محیطي ماناوې لري. یو وخت مې چېرې لوستي و، چې رهبري خدایي سنت دی، مګر په فارسي ادب کې د ادبي سنت کلمه زیاته مروجه ده.

مانا دا چې هغه څه چې ادبي سنت ګڼل کیږي؛ شاعران یې باید اختیار کړي؟ یانې سنت د عمل نوم دی، نو د استادو شاعرانو ځینې خویونه پلي کول ادبي سنت دی. اوس دا ډول شاعرانه خواص باید شاعر ولري. او د هغوی په تجربو کې شریک شي. 

یانې ځینې اعمال باید د شاعر په زړه او ذهن کې وي او که چیرې نه وي، نو د دوی شعر به مات شي او شاعران به پاتې نه شي. دا عجیبه خبره ده، چې یو شاعر د ځان په اړه دا تصور وکړي، چې ایا زه څنګه شاعر نه شم پاتې کېدلی؟  دا ډول فکر شاید ډيرو نه وي کړی؛ مګر ډير په همدې لاره پاتې شوي دي، چې اوس موږ ورته شاعران نه شو ویلای.

زموږ د لویو شاعرانو د ژوند تجربې ډيرې مهمې دي، چې باید شاعران ورته متوجې شي. اصل کې موږ شاعران خپله د خپلو شاعرانه اسلافو پلوي نه کوو. یانې موږ لا تر اوسه په دې خبر نه شو، چې زموږ د لویو شاعرانو تجربې څه دي، چې دوی استادانه شاعرۍ را پنځولې. ځینو شاعرانو سره دا احساس ضرور ملګری دی، چې دوی کله کله وخت ډير ښه شعر ولیکي، چې بل وخت یې نه شي لیکلای. یانې کله چې د استادو شاعرانو سره رواني تعاملات پیدا شي، نو په دې وخت کې شاعر د شاعر کیدو لپاره هڅه شروع کړې وي. یانې په ذوقي ډول د لویو شاعرانو په تجروبو کې ځانونه ګډول او د هغو خیلاتو او روایاتو ته د یو نوښت امیز سبک په غوندې داخلیدل ډېر اړین دي. 

احساس، تفکر او تخییل رواني پدېدې دي، چې تر ډيره د شاعرانو ترمنځ مشترکې وي. ځینې مضامین د شاعرانو ترمنځ مشترک وي او ځینې مفاهم د شاعرانو ترمنځ مشترک وي، چې هر شاعر خپلې تجربې ځینې اخیستې وي.

په شاعرانو کې باید دا مروجه وي، چې چا ښه شعر واوریده، بغیر له تعصبه دې وجد ورسره واخلي. او چا چې د ښه شعر په اوریدو حسد وکړ، هغوی د شعر لپاره نه دي پیدا شوي.

یانې شاعران بغیر له دې، چې خپلې سیاسي پولې او نظریاتي معاملې په شعر کې وپالي، نو باید چې شعریت او هنریت په دود خپل افضل او شاعرانه خویونه وپالي. او د شعر په هنریت مزل وکا. دا د شاعر کیدو لپاره یو ښه ریاضت دی. 

شاعران دې نه تشویقیږي، ځکه چې شعر تشویقي کیسه نه ده، چې بس خلاص شي. نه؛ شعر یو داسې درس دی، چې دایم انسانان نیکو لارو ته رابولي.

کله چې شاعرانو په تشویقونو باور وکړ، نو شعر یې مات شو. زه په اوسني وخت کې د ځینو ځوانو شاعرانو په اړه یوه خبره کوم، چې ډېر عالي روان دي او موږ یې له شعر خوند اخیستی شو. یا ځینې داسې مفاهم لري، چې شاعرانه ذوق مو را پارولی شي.

ستوری عبدالرحیمزی ځوان شاعر دی او ډير بهترین د شعر سټایل لري. محمود دلګیر ځوان شاعر دی، چې شعر یې درایت او سنجیدګي لري. نوید زیری یو ډېر بهترین شاعر دی، چې شعر یې یو صوفیانه روایت او باریک انداز لري.

د ابرنګ شاعري نفسیاتي زادګاه لري، د باقر شعر غیر پدید انداز لري. شهاب یو عاشقانه روایتي نفسیات لري. یانې دوی ټول ځوان شاعران دي او په پښتو ادب کې یې د شاعر کیدو ښه مثالونه دي، مګر که دوی همداسې شاعرانه پاتې شي، نو یقیني ده، چې د راتلونکي دور استاد شاعران به وي. زموږ زیات شاعران ښه شاعران ول، مګر دوی تر اخیره شاعران پاتې نه شول او اوس یې شعر څوک نه خوښوي.

موږ نور هم ډير ښه شاعران لرو، چې دوی باید د شعر لپاره عالي مثالونه وړاندې کړي او شاعران پاتې شي. شاعر کیدل شاعرانه ژوند او ذهن غواړي. او دا هله وي، چې کله مو ذوقونه شاعرانه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب