لومړی د ناول کیسه په منډو او لنډو سره لولو، بیا به خپلې خبرې او نظر راواخلم:
کیسه خو داسې ده چې ګلاب (د ناول اصلي کرکټر) په جنت کې دی او جالبه دا چې تر همدې جنت په دوزخ خوشاله دی. طبیعي خبره ده چې ټیټو یا کښته کسانو ته شتمن او غټ خلک د جنتي ژوند څښتنان ښکاري او فکر کوي چې د دوی نو مزي دي او هېڅ غم نه لري خو دا حقیقت ترې هېر وي چې د لویو لوی غمونه وي.
ګلاب یتیم دی، یوازې یو تره (کاکا) لري خو له هغه یې ښه نه راځي، ملامت نه دی، ښه یې نه دي ورسره کړي، ظلم او ناجایزه یې ورسره کړي.
دی یوازې دی. په پاکستان کې مزدوري کوي. یوه ورځ له یوه په عمر پاخه نوراني سړي سره چې سپینه پګړۍ او تور واسکټ یې پر تن دي مخامخ کیږي، هغه یې څنګ ته کیني او ترې پوښتي:
– مهاجر یې؟
– هو
– خه خه ماشاالله سه روزګار کیې؟
– د ټایلونو په فېکټرۍ کې مزدوري کوم
– ډېر خه کوې، حلال رزق عبادت هې. حصول رزق حلال سه دې؟ عباااادت دې خو ګوره بچیه! د دنیا د کارونو ختمېدا نیشتې. لګ لګ د اخرت کارونه هم کوه کنه، سه پوی شوې؟
– هغه څنګه؟
– تبلیغ وکه تبلیغ
دا سړی د تبلیغیانو مشر دی، او خوش باوره ساده ګلاب یې د خبرو تر اغېز لاندې راځي او د ده په ډله کې شاملېږي، په داسې حال کې چې سړي ته وایي:
– مولانا صاحب زه کله په دین پوهېږم چې تبلیغ وکم. ولله که په خاورو هم خبر یم، ایله مې څو لنډ سورتونه چې په لمانځه کې یې ووایم زده دي، قرانکریم له رویه نشم ویلی.
سړی یې په ځواب کې وایي:
– هېس پروا نیشتې، دومره خو پوهېګې چې مونز فرض دې، زکات فرض دې، حج فرض دې، نو تبلیغ خو بل سه نه دې، بس همدقه خبرې به خلکو له کیې کنه.
ګلاب یې خبرې مني او بلاخره په جوماتونو کې خلکو ته تبلیغ پیل کوي، لمنځونه ور زده کوي او خلک نېکۍ ته رادعوت کوي. په داسې حال کې چې خپله څو پنجابیو پېغلو ته له بامه ګوري، شونډې په غاښونو ټینګوي، لاس په صابون وهی او (موټی) وهي. وخت وځي دوی کابل ته لیږي، ده ته یې استاد موټر اخلي چې په کابل کې یې چلوه او سوارلي والو ته تبلیغ کوه. دی همداسې کوي. یوه ورځ یوه ځوانه ښځه او وړه نجلۍ موټر ته ورخیژي. دی د ښځې د ژاولو ټک ټوک ته د ټېک نه دی، له ښځې سره جوړیږي هغه ورته وایي چې هر ماسپښین راځه او زما لور ته سپاره وایه. دی له خدایه همدا ساعت غواړي. هره ورځ ورځي او د لور د درس تر څنګ له دې سره هم خپل شهوت سړوي. دی چې کله له خپل مشر (تبیلغي) سره ویني، هغه پوښتنه ترې کوي او دی ټوله کیسه ورته بیانوي چې ډېره لویه ګناه رانه وشوه. دی ورته وایی چې هېڅ خبره نه ده، کبیره ګناهونه د جمعې په لمانځه کې بښل کيږي. خو دا راته ووایه چې زنا دې له چاسره وکړه؟ شابه ما هم درسره بوزه چې هغه بي بي له هم اوراد ور وخیم… دی یې استاد هم ورولي خو له ښځې نه اوړي او د چا خبره ټیکسي واني هم کوي؟ ک و.. بازي هم.
بلاخره یوه ورځ رارسیږي چې ګلاب یې د استاد په لارښونه ځان ړوند ګڼي او د یوې اینجو د مشر د موټر لاندې کیږي او چسپکي ماین پسې تړي ان تر دې چې اخر له باروتو ډک موټر په لاس ورکول کیږي او موټر بم کوي.
وړه خبره نه ده، دی به جنت ته ځي. استاد یې ورته ویلي چې: ستا په خاطر به زه هم جنت ته ځم، ته به زما شفاعت کیې، سه به کیې؟ شفاعت به کیې؟
د ناول کیسه دلته نه ختمیږي، دی جنت ته ځي. خو هلته سخت پتنګ وي، حافظه یې کار نه کوي چې دی ولې دلته دی؟
د هندارو ښاپېرۍ ورته راځي، د هندارو خونې ته یې بیایي او خپل تېر ته یې ستنوي.
همداسی له انشټین او ابن سینا دوی سره ویني او ځینې فلسفي نظریات ورسره مطرح کوي.
د ده په جنت کې د هېڅ شي کمی نشته، خو هر څه ورته عذاب دي. چې پل اخلي د چاودنې اوازونه اوري.چې میوه خوري د مردارۍ بوي تري ځي. جالبه دا چې کوم خواړه قی کوي د ماشومانو وینې، ګوتې او د بدن نور غړي پکې وي. د شرابو حوض ته چې ورځي هلته ګوري چې د شرابو په منځ کې یو څوک ګرځي او دا هغه کس وي چې د ده د موټر بم پر مهال ټوټه ټوټه شوی و. د شیدو ویالې بهیږي خو ده ته وینې ښکاري. د انسان د سوځېدلې غوښې او وینو بوی یې په عذابوي او ان تر دې چې د زړه ډب ډب یې د قا تله قا تله اوازونه کوي.
په پای کې د انسانو د بدن غړي، پښه، لاس، کولمې او سرونه په ده پسې منډې وهي، دی ترې ځغلي په تیاره ورګډیږي او پناه کیږی.
د دې ناول په اړه یو لنډ نظر:
د دې ناول کیسه جالبه او کمسارې ده او لومړی ځل دی چې په پښتو کې په رواني او فلسفي لحاظ دومره ښه ناول لولم. دا خبره چې په ښو کې هم بد شته او بد هم بې ښو نه دي، زما په نظر تر ډېره حده سمه ده. د دې خبرې مطلب او مانا دا ده چې هېڅ شی نه پوره ښه کېدلی شی او نه هم پوره بد. دا ناول که څومره ښه اړخونه لري، دومره ښایي کمزورۍ یا په بله اصطلاح خامۍ هم ولري. د کره کتونکو دنده دا نه ده چې په یوه شي د ښه او بد مطلق قضاوت وکړي خو لږ تر لږه دا یې مسولیت دی چې یوه لیکنه یا اثر وپلټي، واضح یې کړي او د اصولو په رڼا کې یې په منطق او استدلال سره وشاربي.
د دې ناول ژبه ډېره روانه ده. که داسې نه وای فکر نه کوم چې زما غوندې بې حوصلې لوستونکي دې دومره پنډ کتاب په کم وخت په موبایل کې لوستی وای.
تصویرونه او منظرکشي یې هم عالي دي او تر ټولو ښه دا چې د ناول کیسه په ډېر ښه سبک لیکل شوې ده. له ښه سبک مې مطلب دا و چې له کلیشيي الفاظو خالي او د افراط او تفریط تر منځ روان وي.
پیغام یې د اوس وخت سره سم راغلی، د تبلیغیانو په شمول ډېرو پیرانو او د نورو هیوادونو مضرو استخباراتي کړیو زموږ په لکهاوو ځوانان او هیوادوال د هلاکت کندې ته ور وغورځول او د دوی پاکې عقیدې او جذبې یې د خپل هېواد د ړنګولو او ویجاړولو په برخه کې وکارولې.
دا خو یې څو هغه عالي ځانګړتیاوې او اړخونه وو خو یو څو خبرې پکې شته:
فکر کوم یوه بهرني لیکوال ویلي وو چې کیسه د مار په څېر ده. سر، تنه او لکۍ لري خو لاس او پښې نه شو ورکولی. که دا شی ورکوو بیا نو ناول دی. زما په نظر دا پښې او لاسونه په ناول کې هم باید دومره اوږده نشي چې له لوستونکو اصلي موضوع هېره کړي. “دوزخ په جنت کې” ناول که له پورتني مثال سره تشبیه کړو، لاسونه او پښې یې اوږده شوي دي. که کیسه په جنت کې د ګلاب په عذابونو وه، نو ابن سینا، البیروني افلاطون، او انشټین ته څه اړتیا وه چې دلته راګډېدل او له ده سره یې چکرونه وهل. که جنت ده ته دوزخ شوی و نو خو بیا ضرور دا وه چې د ده د ځورونې لړۍ اوږده شوې وای. موضوع خو دا نه وه چې دی درس ته راغلی و او له انشټین دوی سره یې د فلسفې درسونه زده کول.
بل دا کیسه ځینې ځایونه د عجلې او بیړې ښکار شوې ده. عموما زموږ ډېر پښتو ناولونه او کیسې په بیړه لیکل کیږي. غواړو ژر ژر یې ولیکو او ژر خلاص شي. د بیړې خبره د ښاغلي محب الله زغم په ناول کې دېره مطرح نه ده خو بیا هم ځینې ځایونه خپل ځان ښکاروي.
د ناول په یوه برخه کې راځي چې دی په څو شېبو کې له یوې ښځې سره جوړیږي، بیا یې هر سهار کور ته ورځي او عشقونه کوي.
ایا دا خبره څومره حقیقت کېدلی شي؟ په عام ژوند کې به د یوه پښتون په باره کې دا خبره صدق وکړي، چې د ده کور ته هره ورځ یو سړی سره له خپل موټره ورځي او د درس په بهانه د ده له ښځې سره اړیکې جوړوي. ان تر دې چې چکرې ورکوي، ننګرهار ته یې بیایي…!؟
بل د ناول تقریبا په اخرو پاڼو کې له ده ځینې فلسفي پوښتنې کیږي چې ته ولې اشرف المخلوقات یې؟
دا ښه خبره ده چې ناول دې د کیسې تر څنګ ځینې پوښتنې هم راځواب کړي خو که دې ته په پام دا کار وشي چې کیسه له طبیعي حالت نه مصنوعي خواته کش نه کړي نو هله یې بریالۍ هڅه بللی شو. په دې ناول کې دا هڅه د کامیابۍ او مصنوعیت تر منځ روانه ده.
یوه بله خبره دا چې په کیسه او ناول کې د کرکټر ظاهر هم مهم رول لري. په دې ناول کې ګلاب تبلیغی دی خو څيره یې داسې تر سترګو کیږي لکه په کوم دفتر کې چې په نېکټايي کې ناست وي. پکار خو دا وه چې ده بریتونه خرییلي وای، اوږدې جامې، ګرده لنګوټه او… بیا به نو دې ته اړتیا نه وای چې هر ځل مو د ده تبلیغ یادولی.
په اخرو کې باید یادونه وکړم چې د دې ناول لیکوال ته یو لوی شاباسی پکار دی. له دې څو خبرو ماسېوا که ما دا ناول لیکلی نو همداسې به مې لیکه.
فکر کوم پښتو ژبه نوره له زړو موضوعاتو ستړې شوې ده او همداسې نوي څه غواړي.
١٤٠٢کال
عالی نقد مو کړی ځلاند صاحب