Homeخبرونهترافیکي پېښو ۶ میاشتو کې نږدې ۵ زرو افغانانو ته مرګ ژوبله...

ترافیکي پېښو ۶ میاشتو کې نږدې ۵ زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:(یکشنبه، د میزان ۳۰مه) په افغانستان کې له جګړې ودریدو وروسته د مرګ ژوبلې یو بل لوی عامل ترافیکي پېښې لا هم په شدت سره روانې دي او د طالبانو چارواکي یې ارقام د اندېښنې وړ بولي.

د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي په تېرو شپږو میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۲۹ تنه مړه شوي او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

  قانع وویل، دا شمېر مرګ‌ ژوبله په ۲۲۸۸ ترافیکو پېښو کې اوښتې ده.

د طالبانو دغه ویاند د ترافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې‌پراويي ښودلې ده.

خلک بیا له چارواکو غواړي چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پر اساسي لارو چارو غور وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...