یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتېرې ۶ میاشتې؛ تر ۱۱ زرو زیات کسان د جنایي پېښو په...

تېرې ۶ میاشتې؛ تر ۱۱ زرو زیات کسان د جنایي پېښو په تور نیول شوي

تاند:( دوشنبه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه خبري ناسته کې د دغه وزارت د تېرو ۶ میاشتو د فعالیتونو راپور رسنیز کړ.

سرچینې زیاته کړه، چې په یاده موده کې همدارنګه د هېواد په کچه ۸ زره ۲۱۰ جرمي پېښې ثبت شوې او ۱۱ زره ۶۳۱ کسان د دغو پېښو په تړاو نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په تېرو ۶ میاشتو کې د بېلابېلو جوازونو د ورکړې له درکه  ۹۵ ميليونه ۵۰۰زره افغانۍ عوايد د ډاياک مدیریت له لوري د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده موده کې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې ۸۰۰ ډول ډول سپکې وسلې، ۳۵ میله درنې وسلې، ۳۱ زره مرمۍ او زیاته اندازه مهمات لاسته راغلي دي.

قانع وویل چې له نشه يې توکو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۶ میاشتو کې ۳زره ۶۶۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نیولي او د یادو توکو ۲۹ کارخونې یې له منځه وړې دي.

سرچینې زیاته کړه، چې په یاده موده کې ۱۱ زره ۴۰۰ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي او همدارنګه ۲زره ۵۷۹ روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې شنونکي د فقر او اقتصادي ناورین شدت د جنایي او نورو پېښو د زیاتیدو یو اصلي دلیل بولي او له طالب چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي او رواني امنیت د تامینولو لپاره په خپلو توندو تګلارو کې عاجل بدلونونه راولي څو هم خلک هېواد پرېښودو ته مجبور نه شي او هم د ښځو او نورو افغانانو د حقونو له تامین سره نړیوال افغانستان سره مرستو او تعامل ته زړه ښه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب