یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچمن کې د افغان مسافرو پر وړاندې د قیوداتو خلاف د سلګونه...

چمن کې د افغان مسافرو پر وړاندې د قیوداتو خلاف د سلګونه پاکستاني فعالانو احتجاج

تاند:( دوشنبه)د بلوچستان په چمن سیمه کې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې سلګونو سیاسي او اقتصادي فعالانو د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ چې له مخې یې پر افغان تګ راتګ کوونکو قیودات زیاتیږي..

د پاکستان د موقت حکومت عالي کمیټې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې پاکستان ته له پاسپورټ او ویزې پرته د افغانانو د ننوتلو اوسنی سیسټم به لغوه شي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې دا پرېکړه به د نومبر له لومړۍ نېټې  کې عملی شي.

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، د نومبر له ۱مې نېټې څخه به د افغانستان سره په ټولو پولو کې د “واحد سند سیسټم” پلی او یوازې د پاسپورټ او ویزې لرونکي افغانان به پاکستان ته تګ راتګ وکړی شي.

 دې او د پاکستان د حکومت نورو پریکړو، چې له مخې یې پر افغان کډوالو او مسافرو فشار اچول کیږي، په دغه هېواد کې دننه هم مخالفتونه رامنځته کړي دي.

په وروستیو کې نږدې هره ورځ له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکول کیږي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر تر یو دېرشمې  افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه وخت ټاکلی دی چې یا به له پاکستانه وځي یا به یې په زوره باسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د په زوره ویستو حق نه لري.

د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې په دې اړه یې پریکړه بدلیدونکې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب