چهارشنبه, مې 22, 2024
Home+د خان اباد سېل

د خان اباد سېل

د خان اباد سیل

نایب الحکومه صاحب چې د میمنې له اعلی حکومته د قطغن او بدخشان د نایب الحکومه په حیث را تبدیل شو، خپله کډه یې له میمنې خان اباد ته راوړه ، زموږ کور یو کال وروسته ورپسې راغی. د دغه کال په پسرلي کې چې ممکن ۱۳۱۴ کال به و، د خان اباد د ښار ختیځه خوا سېل لاندې کړه، ویل کېدل چې د ماښام یا ماخوستن مهال یو ناڅاپه سېل راغی، سره نارې شوې، مېړه هغه و چې غټو ته وخېژي،  ډېر کورونه او ګڼ خلک یې یو وړل، حتی چلدر ته هم څه اوبه ننوتلې. نایب الحکومه صاحب له څراغونو سره ور ووت چې څه چاره یې وکړي. چې لږ ورلنډ شو، اوبو یې د وړاندې تګ مخه ونیوله. ډېر زورور سېل و، د خان اباد په اوسنۍ منډوي کې یې یوه لویه تیږه په رغړولو رغړولو راغورځولې وه چې د یوې متوسطې خونې په اندازه به وه. موږ چې به مکتب ته تلو، هغه تیږه به مو لیدله، حیرت به ورته وړي وو چې دا دومره لوی کمر به یې له کوم ځایه را رغړولی وي؟ او په دې سېلاب کې به څومره زور و چې دا په زرګونو سېره کمر یې تر دې ځایه را رسولی دی. د منډوي هغه خوا تشې ده، د سېل ډېر لنګر په هغې خوا و.  که هغه خوا هم ډېره ټیټه نه وای خدای خبر دا کمر به یې لا چېرته رساوه او خدایزده چې د خان اباد د ښار لوټه به یې په ځای پرې ایښې وای.

د کندز خلکو به ویل چې د سېل په سبا د دې ځای لامبوزنو د کندز په شاوخوا نهرونو کې ډېر د کورونو سامانونه وموندل.

خوجه خانه سامان او ورور یې آشپز بدل شاه موږ ته کیسه کوله چې د سېل په شپه د چلدر د شاوخوا خلک څوک عمومي باغ ته لاړل چې نسبتا په هسکه کې واقع وو، چا چلدر ته پناه راوړه، خو کله چې د سېل اوبه چلدر ته هم راننوتلې، د چلدر لوی پنجه چنار ته وختل، کله چې سېل کرار شو، چنار ته ختلي خلک مو وشمېرل، پوره په شمېر شمېرلي پنځوس تنه له چناره راکوز شول. دا چنار د چلدر په انګن کې ولاړ و( اورېدلي مې دي چې اوس هم ولاړ دی) معلومه نه ده چې څو پېړۍ به ورباندې تېرې وي، څو اویا کاله پخوا چې موږ لید، د زړښت علامې پکې نه ښکارېدې،، تر او تازه ولاړ و، په اوړي به مستوفي صاحب خپله چوکۍ او مېز د چنار سیوري ته ږدول ، موږ چې به د چنار له بلې خوا ورته کتل د چنار تنه دومره غټه وه چې مستوفي صاحب او مېز و کرسۍ به یې نه راښکارېدل.

د سېل د راتلو په سبا لا په خړه وړه خلک د خپلو ورکو عزیزانو په لټولو پسې سم شول. د ځينو مړي یې یو ځای، بل ځای وموندل، ځینې چې په نامعلومو ځایونو کې خټو او ګټو لاندې کړي وو، لاندې پاته شول.

یو څو ورځې وروسته نایب الحکومه صاحب د ښار مشران وروغوښتل، ورته ویې ویل چې دا ځل لا د خدای احسان دی د سېل ډېر لنګر ها خوا ته و. که د سېل مخه ونه نیسو، سېل بیا هم راتلای شي؛ که دا ځل هغسې سېلاب راغی، خدای دې نه کوي، خان اباد به په متروکه هدیره بدل کړي، که تاسو مرسته وکړئ د سېلونو د دایمي تېرېدو لار به پاکه کړو ، امید دی چې بیا کوم سېل خان اباد د لیدو په هوس غاړه راهسکه نکړي….

خلکو ورسره ومنله. یو دوه ورځې د عسکري قطعاتو په شمول په زرګونو خلکو د سېل لاره له تیږو او خټو پاکه کړه او را ایستلې تیږې یې د سېل بُر په دې غاړه ورته کوټه کړې.

 اوس هم د معمول مطابق لوی او واړه سېلونه راځي په پټه خوله سین ته تویېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب