جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د عطایي ملا عرفاني سفر | سراج احمد حبیبي

د عطایي ملا عرفاني سفر | سراج احمد حبیبي

عبدالهادي عطایي ملا د ملا عطا محمد اخوند زوی او په (۱۹۴۹) زېږدیز کال په کندهار کې زيږېدلی دی. د ده پلار  مرحوم ملا عطا محمد اخوند چې په حاجي اخوند سره یې هم شهرت درلود، د وخت له مخورو دیني عالمانو څخه ؤ او دغه راز د شهید نادرخان په وخت کې د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړی هم ؤ، د عطایي ملا صاحب په عرفاني او ادبي پالنه کې د ده د پلار دغو دیني او ادبي پوهې ډېر ستر نقش لوبولی دی، ځکه عطایي ملا صاحب پخپله د خپلې شعري ټولګې « د وخت ضرب» په سریزه کې په دې اړه وایي:

« زه د دیارلسو، څوارلسو کالو وم چي کله کله به مي بوډا پلار (په عمر کي مي نیکه او په مینه کي پلار) د حمید ماشوخیل د «دُر مرجان» پېښوری مغشوش زوړ چاپ په لاس راکړ او له ما نه به یې د ماشوخیل د لیکو اورول غوښت، داسي به نو هفته نیمه کې زموږ یوه په مزه مزه شاعرانه مرکه کېده. یوه ورځ زما مخي ته دا بیت راغی:

چي دي نوم په غوږو واورم سره لمبه سم

هومره سوز راکي پیدا کړې زما ربه!

او ما کتل چې د دې تورو په اورېدو سره د بابا تر خوله بې اختیاره هوهو راووت د ځیګر قفسه یې په سرعت څو واره پورته ښکته سوه، له سترګو او پوزې نه یې د رڼو اوبو څاڅکي پر سپینه ږیره راتوی سوه، خو ډېر ژر یې د ملايي رعب د سنګينۍ او صوفیانه خود دارۍ په پردو کې له ما نه د خپل حال او ځان د پټولو ناکام کوشش وکړ. خو، زه پوه سوی وم چي ولي او څه وسوه…

او بیا، زه به قریب د اوولسو، اتلسو کالو زلمی وم چي یوه ورځ مي پلار په خپلو زړو غټ نمبرو چشمو کي د حمید ديوان مخ ته نیولی ؤ پاڼي یې اړولې را اړولې او څه یې پلټل. چي پر پېښ سو نو د پلرنۍ میني او استادانه جدیت په ګډ اندازه یې زه داسي مخاطب کړم: وه هلکه عبدالهادي! دا توري واوره، زده یې که او ښه چرت په کي ووهه:

هنګامه د میني ګرمه ده تر حُسن

د مجنون د در ګدا سه لیلا مه سه

بابا مي هغه ورځ د خپل ذوق او زما د استعداد په کچه تر یو حده په دې دوو تورو (مینه او حُسن) پوی کړم.»

عطايي ملا صاحب ته د ده د پلار همدغه درس ؤ چې دی یې هم د عرفان په دنیا کې د تل لپاره پر مینه او حسن شیدا کړ او اوس یې موږ په تلپاتې شعرونو کې د همدې مینې د عرفاني تعبیر له مخې لولو:

مینه هغه مینه بوله

 چي په «مینه» څوک شیدا سي

معشوق پټ وي ځان فنا سي

بس د میني سره مینه

 یو سرور یوه سودا سي

جانان وي صورت یې نه وي

 تفسیر وي آیت یې نه وي

ښايست وي خو لیده نه سي

 سیوری وي خو نیوه نه سي

مینه ناسته وي په زړه کي

مینه تنده وي دي ورکي

ځي چي ورک دلبر پیدا کړي

مینه واک د زمان اېل کړي

هر پرون سبا، سبا کړي

د ارمان خونړۍ کندي

په امید رڼا رڼا کړي

د مینې او حسن د دریاب د دې لامبوزن شاعر تر دې دمه یوازې یوه شعري ټولګه (د وخت ضرب) په نامه چاپ شوې ده، په دې شعري ټولګه کې یې ټول شعرونه د عرفاني او تصوفي مینې او ازلي حسن توصیف ته ځانګړي شوي دي. حتی دغې پراخې موضوع د ده پر هغو شعرونو هم خپل سیوری غوړولی دی، کوم چې ده د ژوند د نورو برخو په باب باندې لیکلي دي.

دا که څه هم په ظاهره داسې نه ښکاري چې ده دې د اسلامي تصوف په کومه ځانګړې لاره او طریقه کې د کوم پیر څخه لاسنیوی کړی وي، خو هغه څه چې ده په خپل تلپاتې او جادوګر فن کې رانغښتي د همدې الهي سوزنده مینې او نه سړېدونکې جذبې ښکارندویي کوي. لکه چې وايي:

چا ته وژاړم چې څوک مې سوځوي د خاطر خونه

نه یې دود، نه یې لمبه شته، نې چا اور لیدلی دی

دا سوځنده مینه او نه ختمېدوونکی عشق تر بېلابېلو پړاوونو تېرېږي او بیا خپل اصلي مقصود ته رسېږي، کېدای شي ځینې وخت یې د یوه محکم پل په توګه د بنسټ پړاو د مجاز په دنیا کې د یوه ټاکلي حسین له سترګو څخه هم وشي، تر څو د نورو ستونزمنو پړاوونو د وهلو لپاره لاره هواره شي. نو ځکه ویل کېږي چې:

یو درخواست لرم امیره! ستا په ملک کې یو حسین دی

ما تر زړه پورې راوستی، کې لږ نور هم را نزدې کړې

په دې پړاو کې کېدای شي د انسان سره د دنیا او د دنیوي څېزونو مینه هم وي، خو کله چې د اصلي محبوب مینه پرې غالبه شي، نو بیا د دغه شیانو مینې ته هم ورو ورو شا کړي او د دویم پړاو په درشل کې ووایي:

نې کومه، څې کوم

دنیا د زړه حرم غواړي

رنګ بیايي او ډنګ بیايي

ښادي اخلي او غم غواړي

وینه د انسان غواړي

او مینه د جانان غواړي

ننګ وژني او جنګ غواړي

کعبه سوځي صنم غواړي

ځکه د دنیا او د نیوي څيزونو مینه د اصلي مینې او مین ترمنځ حایل وي او د دې حایل په جوړېدو کې د انسان سره خپل ځان ډېره مرسته کړې وي، اوس که غواړي چې درېیم پړاو ته ننوځي، باید تر هر څه مخکې خپل ځان هېر کړي او کله چې ځان هېر کړي، نو مجاز به هم ورسره له یاده وباسي او د خپل اصلي محبوب دې خبرې ته به متوجه شي:

که ځان لرې کړې له ځانه

زما د غېږې جنت ستا دی

ټول سرور تمامه مینه

زما د شونډو شربت ستا دی

***

که نه، ورک به یې تیارو کې

تل به ستړی یې د لارو

و به نه رسې منزل ته

څو «ځان» ورنکړې و بل ته

***

لاره ستړې ځان هوسا کړه

د ژوند ورکه دې پیدا کړه

سترګې پورته کړه آسمان ته

زړه ډالۍ کړه و «جانان» ته

***

وخت ولاړ لحظه ویده وه

د خوږو شونډو نغمه وه

په غوږو مې، په رګو مې

اورېدله، اورېدله

«خانه! ستا د کلي لاره

لنډېدله! لنډېدله!»

      اوس د دې لارې په را لنډېدو سره د مینې او عشق څلورم پړاو هم ورته رانیږدې شي، په دې پړاو کې یې هغه مینه چې له ده سره یې تر دې دمه ملګرتیا کړې وه، دی اصلي او حقیقي محبوب ته ورسوي، کله چې دی هلته ورسېږي، ویني چې  ټوله (دی او دی دی) او دلته رښتیا هم د ځان هېرول یو لازم امر ؤ، ځکه چې د ځان له بار سره دی په دې وره کې نه ځائېده. نو ځکه ویل کېږي:

د ځان غم دې په سر بار دی، په دې وره کې نه ځائېږي

دلته ټوله “دی او دی دی” ته په “ده” کې نه ځائېږي

اوس تر دې ځایه چې راورسېد، دلته چې هر څه ویني باید نورو ته یې ونه وایي، ځکه دا د ده او د ده د محبوب ترمنځ یو راز دی او که چېرې وغواړي چې دا راز فاش کړي، د منصور حلاج غوندې به د دار سره مخامخ شي. نو باید د خپل محبوب دا وصیت په غوږ کې ونیسي چې:

پرهر پټ ساته زړګیه! چې مـې روح لا خبـر نـه سـي

عشق مقام د خود دارۍ دی، دلته “آه” هم رسوایي ده

ځکه دی چې دلته څه ویني هغه خو په خپلو سترګو ویني او کله یې چې بیا نورو ته کیسه کوي، هغوی خو داسې جریان نه وي لیدلی، نو هغوی يې ضرور پر عقل برابروي او په عقل سره د دې برابرول نورې ستونزې زیږوي. ځکه د عقل په باره کې ویل کېږي:

تول د عقل، زور د زهد، د وهمونو هدیره سي

د بېباک حسن جلوه چې پر بېواکو راخپره سي

1 COMMENT

  1. مننه. ډېره ښه څېړنه دې کړې ده. الله دې عطايي صاحب ته د خپل له جلاله ډک هستۍ نور نژدېوالی نصيب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب