چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د استاد اسحق نگارگر د عالمانه ژوند مشعل

د استاد اسحق نگارگر د عالمانه ژوند مشعل

پوهندوی آصف بهاند

(د استاد محمد اسحق نگارگر لومړی تلین)

یو کال وړاندې استاد اسحق نگارگر له ژوندیو نه لار بېله کړه، ډېرې هیلې یې له ځان سره په ومروړلې او ښايي په خپه زړه یې ځينې ناترسره شوې هیلې له ځان سره په سپـینه ټوټه کې یو ځای تورو خاورو ته یوړې.

د ۲۰۲۱ م کال د نومبر پر دېرشمه (۳۰مه) د زمانې نامرادو او تندو بادونو په ډېـر ظالمانه ډول د افغانستان پر خزان وهلي بڼ باندې تـند بادونه راوالوزول او د افغانستان د فرهنگ یو نامتو استاد یې د تل لپاره له فرهنگي کاروان څخه بېل کړ، استاد محمداسحق نگارگر یې له موږ څخه واخیست، داسې یو قلموال یې له خپلو شاگردانو او مینوالو څځه بېل کړ چې هره ورځ به یې شاگردان او مبنوال لارښونکو او استادانه لیکنو ته سترگې پرلاره وو او د ده له عالمانه لیکنو څخه به یې زدکړې کولې، په دې ډول ښاغلی نگارگر خپله لاره له موږ نه بېله کړه. له فرهنگي کاروان څخه د استاد نگارگر جلا کېدل، د افغانستان د فرهنگیانو له پاره یوه لویه غمیزه وه.

یو کال مخکې د نورو خواشنونکو پیامونو په لړ کې، افغان جرمن پورتال د استاد نگارگر د مړینې لپاره دا خواشینونکی پـیام خپور کړ:«

بسم الله الرحمن الرحیم

د خواخوږئ او تسلیت پیام

په خواشینۍ سره مو د لوی خپگان خبر تر لاسه کړ چې بېساري پوه، شاعر، ټولنپېژندونکی، څېړونکی، شننونکی، عارف او بېدل پېژندونکی، د افغانستان د فرهنگ د ډگر پېاوړی او پېژندل شوی شخصیت، استاد محمد اسحق نگارگر له دې نړۍ څخه وکوچید.

انالله و اناالیه راجعون

په اوسني فرهنگي بهیر کې د استاد اسحق نگارگر دریځ ټولو ته معلوم دی، استاد د عمر تر پایه د ملي فکر په درلودلو سره، خپله پوهه له بېلابېلو لارو وکاروله تر څو د افغانستان نوی نسل په مدرنه بڼه وروزل شي، هرڅه یې چې د ذهن په گومبزه کې درلودل، په استادانه مهربانۍ سره یې د خپلو شاگردانو، لارویانو او مینوالو په مخ کې اېښودل. هيڅکله د حقایقو په ویلو و نه ډار شو، قلم یې د تېرې تورې په څېر ټولنیزې سیاسي او فرهنگي نیمگړتیاوې راسپـړلې او حللارې یې په نښه کولې.

له افغان جرمن پورتال سره یې، د دې پورتال له رامنځته کېدو سره سم خپله قلمۍ همکاري پیل، او بیا یې د عمر تر پایه جاري وساتله.

افغان جرمن کاري ټيم د علمي فرهنگي کړیو له پاره د استاد نگارگر نه شتون یوه نه جبیره کېدونکې ضایعه گڼي چې دا تشه به تر ډېرو پورې ډکه نه شي. 

افغان جرمن کاري تیم د استاد نگارگر له کورنۍ او لارویانو سره په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼي، استاد ته جنتونه او کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوي.

افغان جرمن پورتال کاري ټيم»

د استاد نگارگر د فرهنگي ژوند ثمر په سلگونه مقالې، شعرونه، ویدیو کلپونه او لکچرونه دي چې یوازې په افغان جرمن پورتال کې یې دوه سوه اته پنځوس (۲۵۸) مطالب خوندي دي.

دلته به د استاد نگارگر د لومړي تلین د درناوي په پار، د ده لنډه بیوگرافي راواخلم:

«استاد محمد اسحاق نگارگر در سال 1318 شمسی مطابق با 1939 میلادی در ام البلادِ بلخ در افغانستان دیده به جهان گشوده است.

بعد از فراغت از لیسه، تحصیلات عالی اش را در رشته زبان و ادبیات در پوهنحًی علوم بشری و ادبیات پوهنتون کابل به انجام رسانیده است.

بعد از فراغت از پوهنتون کابل نخست به صفت اسیستانت پروفیسور و بعد ها به حيث استاد در پوهنحًی ادبيات و علوم بشری تدريس نموده اند.

در سال 1984 میلادی از کشورش افغانستان مهاجرت نموده، و به پناهندگان هموطنش در کشور پاکستان پیوسته است. در آنجا با انجمن های خارحی کمک رسانيی غير دولتی همکاری ها داشته است. از جمله مدتی به تدريس زبان دری ، پشتو و انگليسی پرداخته ، زمانی هم به حيث مشاور تـدريسی همکاری نموده و گاهی هـم بالای طرح تدبـيـقی دستور زبان دری برای معلمان و طرح سواد آموزی صوتی برای شاگردان کار های ارجناکی نموده اند.

استاد “نگارگر” فعلاً درشهر برمنگهم انگلستان سکونت دارد و دیپلوم ماستری در تـدريس زبان انگليسی چون زبان دوم، از پوهـنتون همان شهر بدست آورده است. در انگلستان نيـز به تدريس زبان انگليسی و پشتو پرداخته و با راديوی بی بی سی نيز همکار بوده است.

مقالات و نوشته های سیاسی، اجتماعی و فرهنگیِ زیادی از خامــه توانای این دانشمند گـرانمایه در جرایـد و نشرات مطبوعات داخـل و خـارج افغانستان به چاپ رسيده است. همچنان رساله ای پُر ارجی از ایشان بنام «نقد و تبصره بر جلد دوم تاريخ غبار» در شهرِ پشاور پاکستان به طبع گردیده است.»

که څه هم استاد نگارگر په فزیکي ډول له موږ سره نه شته، خو له ده راپاتې مقالې، ویدیو کلپونه، لکچرونه، افکار، اثار او شعرونه د ده د پوهې د یو روڼ مشعل په ډول د فرهنگي کړیو محفلونه رڼا کړي دي، د تل لپاره به د استاد د پوهې دا مشعل د ده د پلویانو، لارویانو او شاگردان په لاس کې وي، د دې مشعل په رڼا کې به مخ پر وړاندې دورمي او د نگارگر صاحب لار به تعـقـیـبـوي.

روح یې ښاد

او

یاد یې تلپاتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب