دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهايمل ولي خان: د افغانستان او پښتونخوا د نا امنیو اصلي دليل...

ايمل ولي خان: د افغانستان او پښتونخوا د نا امنیو اصلي دليل د ډيورنډ تپل شوې کرښه ده

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا برخې مشر ایمل ولي خان پرون پېښور کې يوې لويې غونډې ته د وینا پر مهال د ډيورنډ فرضي کرښه د پښتنو سيمو د نا امنۍ اصلي دليل وباله.

 نوموړي وويل:« ترڅو چې د ډيورنډ دکرښې ستونزه هواره شوې نه وي نه په پښتونخوا کې امن راتلی شي اؤ نه په افغانستان کې.»

په ورته وخت کې د ياد شوي ګوند مرکزي وياند زاهد خان ویلي د امير عبدالرحمان او انګريزانو منځ د ډیورنډ فرضي کرښې تړون د 99 کلونو لپاره شوی و، چې اوس ېې موده پای ته رسېدلې او دا فرضي کرښه کوم اعتبار نه لري.

هغه وایي:«اوس د دې قانوني حيثيت نشته، ولې چې دا د پښتنو تقسيم دی، طالبان دا پوله نه مني او طالبان نه که په افغانستان کې نور هم د چا حکومتونه راغلي هغوی دا د پولې په توګه نه ده منلې، په دې زمونږ د ګوند موقف دا دی چې د پښتنو تقسيم مونږ نه خوښوؤ د هغې خلاف يو.»

د نيشنل عوامي ګوند وياند زياتوي:«ټيک ده مونږ په پاکستان کې يو خو دا ډېورنډ لاين دی دا دوی نه شي بارډر کولې، معاهده په ډيورنډ لاين شوې ده نو بارډر پکې له کومې راغلی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ ویاند څه موده مخکې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ګڼلې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې يوه ویاند انعام الله سمنګاني څه موده مخکې ویلي وو،چې افغانستان دا مهال د اقتصاد ترڅنګ نورې ستونزې لري او پاکستان سره به د ډیورڼد کرښې په اړه په خپل “فرصت” خبرې کوي.

ځينې سرچينې باور لري، چې پاکستان د طالبانو له ادارې څخه پر دوی د خپل اغېز په ډاډ د ډیورنډ کرښې د په رسميت پېژندلو تمه لري، خو په وینا یې د طالبانو يو شمېر مشران په دې اړه جدي دريځ لري او په ډله کې ېې د پاکستان نفوذي کسان هم په دې اړه د خپلو داخلي اختلافاتو او ملت له وېرې پر ډیورنډ معاملې ته زړه نه شي ښه کولای.

ځينې څارونکي د پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د نا امنیو وروستيو هڅې هم د نورو هدفونو تر څنګ په دې اړه ځينو موخو ته د پاکستان د رسېدو هڅې بولي، خو باور لري چې د لر و برو پښتنو په ګډون د افغانستان قاطع اکثریت به د ډیورڼد کرښې په اړه تل جدي دريځ ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب