Home+آیرلنډ فیسبوک ۳۶۵ میلیون یورو جریمه کړ

آیرلنډ فیسبوک ۳۶۵ میلیون یورو جریمه کړ

تاند- د آیرلنډ د خصوصي ډاټا تنظیموونکو فیسبوک ته ۳۶۵ میلیون یورو جریمه ټاکلې او له دې سره د فیسبوک د اړوندې کمپنۍ یعني میټا ټولې جریمې کابو یو ملیارد یورو ته رسیږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د آیرلنډ وروستۍ جریمه په هغو ګروېږنو پورې تړاو لري چې تېر کال پیل شوې او د یو شمېر خصوصي ډاټاوو د کشف سبب شوې. دا ډاټاوې له ۲۰۱۹ څخه د ۲۰۱۹ تر سپټمبر پورې له فیسبوک څخه ټولې شوي او انلاین شوي وې.

د ایرلنډ له لوري د فیسبوک ۲۶۵ میلیون ډالري جریمه په حقیقت کې د ایرلنډ له لوري د میټا شرکت د اړوندو پلېټفارمونو څلورمه جریمه ده.

ایرلنډ د انلاین مقرراتو ادارې په سپټمبر کې انسټاګرام په ۴۰۵ میلون یورو جریمه کړ خو میټا کمپنۍ، چې انسټاګرام او فیسبوک ورپورې تړلي دي، د دې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...