Home+افغانستان - سریلانکا درېیمه یو ورځینۍ

افغانستان – سریلانکا درېیمه یو ورځینۍ

تاند- افغانستان د سریلانکا په وړاندې نن په درېیمه مسابقه کې لومړی بیټنګ کوي.

دا د دوو لوبډلو ترمنځ درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه ده او د تصادف له مخې درېیم ځل دی چې افغانستان پجه ګټي او غوره بولي چې لومړی بیټنګ وکړي.

د نړیوال جام خلاف چې افغانستان تقریباً په ټولو سیالیو کې پچه بایلله د سریلانکا په وړاندې د دغه هیواد په خاوره کې پچه د افغانستان په نصیب کېږي.

افغانستان لومړۍ مسابقه په ۶۰ منډو وګټله خو په دوهمه سیالۍ کې یې نسبتاً کمې منډې یعنې ۲۲۸ کړې وې چې سیالي د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې پای ته ورسیده.

په نننۍ مسابقه کې سریلانکا دوه بدلونه راوستي دي. سپین باولر او ال راونډر دونیت ویلېج او اسیتا فیرناندو یې د داهنانجیا لاکشان او لاهیرو کومارا پر ځای میدان ته کړي دي.

که سریلانکا دا سیالي وګټي نو دا لوبلړۍ به مساوي شي.

د تېرو دوو سیالیو له کبله، چې یوه یې افغانستان وګټله او بله یې مساوي شوه، افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته په اتومات ډول لاره ومونده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...