دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهايران د تاجیکستان ناسته د افغانستان د تجزيې لپاره د فرانسوي برنارد...

ايران د تاجیکستان ناسته د افغانستان د تجزيې لپاره د فرانسوي برنارد لوی د هڅو برخه وګڼله

تاند:(چار شنبه، د قوس نهمه) د ایران تسنیم خبري اژانس، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ډلې سره تړاو لري، په یوه مفصل تحلیلي مطلب کې د افغانستان په اړه د تاجیکستان د پرونۍ غونډې د پردې تر شا هدفونو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې د افغانستان په اړه د فرانسې او تاجيکستان د ولسمشرانو خبرې او ورپسې سمدستي د تحلیلي غونډې په نوم د افغانستان په اړه په تاجيکستان کی د غونډې جوړیدل د پوښتنې وړ دي.

د تسنیم خبري اژانس د شننې په اساس، په دې غونډه کې چې په واضح ډول د طالبانو د مخالفانو په محوریت دوی سره د تعامل پر ځای د مقابلې او افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ پر هڅونې يې تمرکز دی، تر شا ېې د فرانسې مشهور تيوریسن برنارد لوی، چې د هېوادونو په تجزيه کولو کې ډېر نوم لري، ښکېل ښکاري.

سرچينه په سیمه کې د فرانسې د پخواني استعمار رول ته په اشارې سره وايي ګومان دا دی، چې دغه هېواد اوس هم د ياد شوي سياست په مخته وړلو سره دا ځل د خپل همدغه تجزيه غوښتونکي تيوریسن د تیرو هڅو په دوام تاجيکستان هم له ځان سره ملګری کړی او په افغانستان کې د تجزيې اجنډاوې تعقیبوي.

برنارد لوی په وروستيو کلونو کې د احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود سره نیږدې اړیکې لري او د طالبانو خلاف د جنګي ډلې له مشهورو ملاتړ کوونکو او لارښوونکو څخه ګڼل کېږي.

تسنیم اژانس د نړۍ د مختلفو هېوادونو په تجزيه کيدو کې د یاد شوي فرانسوي بېلتون پال ونډې ته هم اشاره کړې او ویلي، چې نوموړی په ډېرو مواردو کې د همداسې بېلتون غوښتننو د همغږۍ لپاره مامور شوی و.

تسنیم اژانس په ۱۹۷۳ کې د پاکستان د تجزيې او ورڅخه د بنګله دېش بیلېدو ته اشاره کوي، چې دغه فرانسوي بېلتون پاله پکې مهم رول درلود او بنګله دېشیان ېې بېلیدو ته هڅول.

همدارنګه له تېرو څو لسيزو راهيسې ېې په افغانستان کې له احمد شاه مسعود او عبدالرشيد دوستم سره هم د نوموړي فرانسوي اړیکو ته اشاره کړې، چې له مخې ېې دغه قومندانان د افغانستان د تجزيې هڅو ته هڅول کېدل.

سرچينه د سوډان په تجزيه کيدو، د روسیې او ګورجستاند شخړو په مهال د ګورجستان د تجزیې هڅو او په لیبیا کې د قذافي خلاف له ګډوډۍ څخه د فرانسې پوځي ملاتړ هم يادوي، چې برنارد لوی پکې مهمه ونډه لرله.

په سوریه او اوکراین کې هم د ناورين تر شا د ياد شوي فرانسوي تيوریسن د دسيسو يادونه شوې او په افغانستان کې د فرانسې اهداف او تاجيکستان سره ېې همکاري ټول په افغانستان کې د تجزيه غوښتنې د هڅو برخه ګڼل شوي دي.

د ايران دغه خبري اژانس د تاجیکستان د راتلونکي په اړه هم پوښتنه کړې، چې آيا برنارد لوی به ېې د تجزيې نقشه پر خپل مېز ایښې وي کنه؟

د تاجیکستان په پرونۍ پیل شوې ناسته کې د افغانستان د ملي بیرغ نه موجوديت او د ملي سرود پر ځای د يوې ترانې غږولو د افغان د ملتپالو څېرو توند غبرګونونه پارولي دي.

د دغې غونډې جوړونکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مهم تنظيموونکي ېې ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په خپله وینا کې وویل چې دوی او د طالبانو خلاف د مقاومت ډله ټول د یوه هدف لپاره کار کوي.

2 COMMENTS

  1. څه موده مخکی می په یوتیوب کی یوه ویډیو ولیده کومه چی د خلقت او کَون په هکله پکی علمی او مستند توضیحات ور کړه سوی وه. د پای ټکئ ئې دا ؤ:
    زموږ د کُرې پر مخ باندی د ټولو ریګونو د دانو په شمېر کهکشانونه موجود دی. دا واقعیت به یو آتئیست ته د حیرت وړ وی او یو مؤمن به د تکبیر او تسبیح ویلو ته اړ باسی.
    نو
    خبره دا ده چی:
    ددې دومره پراخی فضاء د شتون سره سره پر بشریت او مظلوم افغان باندی مځکه ( له هر نظره) تنګه ده او څوارلس میلونه پلید انسانان د ۸ میلیارډو انسانانو په اخلاقو او روحیاتو او مادی او معنوی شتمنیو لوبی کوی.
    که څه فرانسویان خپله هم خوشی د ګوزی زامن او متکبر خلګ دی خو برنارډ لوئی او ولودیمیر بلینسکی غوندی کسانو ئې نور هم هر څه پر ….. ور سپاره کړی دی ( البته ” هستی ” د ” انعکاس ” زانګو ده او ټول ظلمونه ثبت سوی او ضبط سوی دی او لیری نه ده چی دا مظالم خپله ظالمانو ته منعکس نه سی).

  2. د افغانستان د تجزیې خبره ماته په ۱۹۹۰ جنوری یا مارچ میاشتې کې معلوومه شوه او په نویومو کلوونو کې هغو کسانو ته چه پخوا په افغانستان کې لوړپوري خلک ؤ یا ورغلم یا تلفونونه مې وکړل، لکه سلطان محمود غازی په امریکه کې او داکتر یوسف صدر اعظم چه کور ته یې ولاړم، درنه لور یې شاهده او ژونۍ ده، یو ټیټ پوری احسان الله مایار ته چه نه یوازي په قسم چه زما سلام ته یې سر جګ نه کړ او خجالت شوم او ترې ولاړم، صمد حامد یو پخوانی صدراعظم ته مې چه تلفون وکړ، په سپکه یې راته وویل چه:«په پښتو ویلو څوک پښتون کېدلای نه شي، ما ورته وویل چه بله خبره ده او نه دا، وېویل چه وخت نه لري چه ماسره خبرې وکړي او تلفون يې کېښود»! ګړنګن ظاهر شاه چه زما د پلار شاګرد او زما د پلار مرزا شیر احمد خان د اعیحضرت امان الله خان منشي او په آخر کې مشاور هم ؤ، د خپل وزیر داخلې له لارې فاروق عثمان چه د صبغت الله مجددي سکنی ماما ؤ، وواژه او موږ ټوله کورنۍ یې پلخمري ته له کابل نه وسړل او د مکتب تللو حق هم موږ نه درلودل، چه د ده په سوانح کې مې په شپاړسو مخو کې لیکلی او دغه لاندې څو کرښې یو نازولی وطنپال یو څه باندې یا کم یو کال مخ کې ماته چه یو بل نه پېژنوو، په فیسبوک کې را واستاوؤ.:[در فیس بوک چنین نامه به من فرستاده شده،

    جناب کاسی صاحب بزرگوار سلام فراوان خدمت تان تقدیم می نمایم .
    مقالهٔ علمی ٫ تحقیقی و تاریخی شما را اندر باب کارنامه ها و شخصیت
    نامدار سیاسی دورهٔ زمامداری امان الله غازی را که در ویبسایت پیام وطن
    نشر شده بود خواندم . من از ولسوالی آقچه ولایت جوزجان هستم.
    پدرم با انتباه از شهره و شخصیت بی بدیل تاریخ سیاسی کشور
    ما شهید مرزا شیراحمد خان ٫ نام منی ناقابل را نیز شیراحمد گذاشته بود .
    پدر مغفورم که به سن ۱۰۰ سالگی وفات نمود از مردانگی ٫
    شجاعت و شیوهٔ اداری بر عدالت استوار آن فاضل نامور را همیشه برای ما
    حکایت می کرد . باعث مزاحمت و خستگی شما نمیشوم .
    خدای منان پشت و پناه شما باشد . احمد]۰ کله مې چه پاس یاد کړ ظاهر شاه ته مې ګوندې پ ۱۹۹۶ کال کې تلفون ورکړ، خو یو وزیري چه یې وویل چه دی پښتوون نه دی، په فارسي مي ورته وویل چه ګړنګن قاتل او وطن پلورونکي ته وایه چه وطن دې برباد کړ او لا نوره بربادي مخې کې ده او ته استراحت یې، پدر دې لعنت شه، زه د مرزا شېر احم خان ستا د استاد زوی یم!
    له ډېرو کلوونو راهیسې د افغانستان د تجزيې خبرې په ترست په وار وار او ډول ډول ليکلي دي، خو څوک مې و نه مینده چه پر دې فکر هم وکړي. څو موده مخ کې مې بیا د افغانستان د تجزیې خبره یاده کړې ده چه کاپي یې بیا یې دلته لاندې نشر ته سپارم، ځوانان چه خبر نه دي، ګناه د دغو نه ده هغه د دؤسو او وطنپلورنکي چه په لوړه منسبوونو کې ناست ؤ په یقین باور لرم چه ون پلوونکي يې ووژل شول او دؤس او وطن پلوروونکي یې وساتل شول. د ګړنګن ظاهر سره دریم شا کې د خپلې مقدسې مور له خوا تربوور یم، او مقدسه مور او ماما مې غلام حیدرخان عدالت د داؤد خان د زراعت وزیر د ظاهر د کورنۍ سخت دښمنان ؤ او ویل یې چه دوی افغانستان بربادوي که څه چه موږ محمدزاییان په اصل کې پښتانه نه یوو او پېړیو مخې کې زموږ نیکه ګان له کوم ملک نه راوستل شوي یوو، موږ نه دا خبره پټه ساتلې شوې ده، نه پوهېږوو چه ولې موږ پر پښتنو تحمیل شوي یاستو، یو بې له حله سوال پاتې ده!
    لاندې پخوانی په فارسی لیک:

    ۱:از بین بردن پشتون ها

    ۲:افغانستان در حالت تجزیه به سه قسمت هنوز هم قرار دارد

    مستند بر اساس گفتار جنرال شتاهل سویسی به من در سال ۱۹۹۰ و بعد در بین طیاره در پرواز روز یازدهم نشست صبغت الله بر تخت از کابل به تاشکند در سال ۱۹۹۲ که فرید مزدک و یار محمد که قبلا شنیده بودم که قاتلین یعقوبی اند و سخنان تاییدی شان به قونسل تاجکستان در همین طیاره و پرواز به تاشکند و گفتار خود قنسل تاجکستان به این هردو که با هم نشسته بودند که:«حال دگر تاجکستان بزرگ را میسازیم».کلمه کلمه و حرف به حرف این گفتار به یادم است و این همه باید با کودتای وکیل مقابل نجیب صورت میگرفت. من این موضوع را در اروپا تلفونی به بسیاری دوستان و در چند بار سفرم به امریکا به دوستان امریکایی ام یاد آور شدم که خود خبر داشتند و مینگریستند چون خبر بودند که آلمان و انگلیس و فراپسه در خفا با یک گروپ به خصوصی از امریکا این پلان را که بعداً به من گفتند که پلان چرچل و فیصلهٔ فوری سری بعد از جنگ عمومی دووم بود که تا سال ۲۰۰۱ قدم به قدم با خاندان نادر یکجا بپیش برده شد و آوردن داود خان و اوردن مارکسیزم و لینینیزم و کشتار یکی توسط دیگر از بیرون طرح ریزی گردیده بود که همه قرباپی شدند و همه را با مسالهٔ ترور بر نیویارک به پای پشتون هایی به نام تروریست ها خاتمه میخواستند که بدهند و افغانستان را به ایران و پاکستان و تاجکستان بسپارند و راه خود را از جنوب از طریق آبهای گرم تا قزاقستان و روسیه برای بدست آوردن ذخایر معدنی و غاز و تیل باز سازند. علت بندی خانه های مخفی اروپا که هزاران نفر باید بندی میشدند و فرستادن من به گوانتنمو بعد نوشتن تمام جریان معلوم گردید که سویس در اثر عمیات جراحی مامای تاج محمد خان ایوبی مشاور کرزی صاحب را همچهرهء من ساخته بودند که عکسی را داکتر کارلتن جانسن در امریکا، سابق داکتر معالجم به من داده بود و مرا هوشداری هم داده بود و در سال ۱۹۹۴ در ماسکو به من فهمانده شد که هم شکل دارم. که بعد همه مسایل افشأ گردید ولی این جنگ بین اروپا که میخواست بعد سال ۲۰۰۱ در صورت کامیابی قدرت جهانی گردد که ناکام ماند و بر علیه من پلان های قتل و پروپاگند های وسیع توسط دون ترین اشخاص و افراد به راه انداخته شد. فرد فرد افغانستان قربانی آرزو ها و امیال چند مملکت اروپای غرب شده وهنوز هم جریان دارد. این زد و کند های بین افغانها امروز نه به مفاد افغانها بلکه ثمره اش به دیگران میرسد. بفرماید اروپای غرب و سویس بر علیه من برای این گفتارم محکمه دایر کند و من همه شاهدان را از ایشان خواستنی هستم . تایپي تېروتنې مې معاف کړئ، ګلوونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب