شنبه, مې 18, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

۴

د ښکلا شیبې

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

د نجلۍ سره لمن کې

د سور ګلاب اروانڅیږي د چا یاد کې

سرودونه وايي

هلک ځنګل کي پسرلی ولیکې

د تابلو شونډو کې موسکا خپره شوه

د سرو ګلونو پاڼو، په لپو، لپو کې

د وږم سیوري راوړه

 وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

شپه تیره شوې ده سپیدو، د اسمان

تر ګریوان سر را وایست

هینداره اخلي پر تندې باندي

د زرین لمر د ټیک سندره لیکي

نجلۍ نغري ته ناست اور بلوي

هلک راویښ شو د نظر مرغه یې

 د نجلۍ تور اوربل ته ورسیدی

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

د پسرلی شپه په ښکالو کې ناڅي

 هلک د ستورو په لار، راغلی

د نجلۍ  د غاړګۍ د شرنګیدلي روڼا

پر شرنګیدولو شونډو

شونډې ایږدي

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

پسرلی راغلی د بربنډو ونو

څیرې یې لمس کړلې

څانګه پر څانګه باندې

ولوستلي

د وږمو غیږ کې شنه شیبه تیره شوه

د نګهتونو  د ښار ساه یې راوړه

نجلۍ مکتب ته ولاړه

پلونو یې لار کې

موسیقي وکرل

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

زمردي دره خوبونه ویني

غرونو لمن ده غوړولي، د نجلۍ لمن یې

د سارايي ګلونو پښو ته لویږې

هلک ور ږغ کړل، لوړ د غرونو په رګونو کې

د ژوندون ږغ خپر شو

۲۰۲۴ / ۴ / ۲۰

یوه شیبه

یوه شیبه تیره شوه

شرنګ د پایزیب یې د چمن ټټر په غیږ کې ونیو

وږمو لاسونه پر تنکیو شینلیو تیر کړه

د شنلیو په رګ، رګ باندي، اور ولګیدی

د عشق ګمان یې د یقین منزل ته ورسیدی

اوس یې اروا د شنو سندرو تلاوت کوي

لکه لطیفې روڼې، روڼې غوړیدلې پاڼې

د پسرلیو د اروا په غیږ کې

د تحول په ژبه د کائیناتو سیپارې وايي

د ښکلو، ښکلو افسانې به راشي

د سپوږمۍ شپې به راشي

د شنو سندرو د روڼا د ږغ

د پلونو پښې به ښکل کړي

د تیارو ساه به، وروستنۍ سګلۍ ووهي

د ښار ځوانان به دنګو نجونو ته،

 لکه سهار، سهار خیالونه راوړي

نجونې به ولیکې پر تشو مړوندونو باندې

د شنو بنګړیو د  شین شور سندرې

که د روڼا تلا وت،  هغه تشیال کې شین شو

چې ورته نه راځي د زنګ ږغونه

چوپتیا به خپل د بغاوت جنډه کې کښته

په دربار به توپانونه راشي

 سهار به لیري کړي د ګرد کالي

د لمر هینداراه به په لاس کې واخلي

د شرنګیدولو وړانګو، جوپې، جوپې به  راستنې شي

 پرکوڅو او ډاګ به،

د خپلو پلونو زعفرانې جشن ته ونڅیږې

د نجلۍ ږغ به لکه غشي د کمانه ووزي

 د اوسپنیزو ځنځیرونو زړه به ولرزوي

خړ دیوالونه به  د مکتبۍ نجونو د شور

په سیند کې ولمبیږي

 یوه جمله به د تشیال پرشونډو لکه وږمه

تکرار شي

روڼا ته ستړي سفر، تکمیل ته ورسیدی

د ښکلو، ښکلو افسانې به راشي

ټولي منلي ښکلي شپې به را شي

سپوږمۍ به لاس کې دریه واخلي

د ښار ښځې به د ستورو سره، پر بام اتڼ واچوي

وړانګې به نوی تخم وکري د رنګ او نګهت

د ښار زړه بوډۍ به،

غاړه کې واچوي مرجان او لونګ

پر زنګ وهلو باهوګانو به یې

د کړنګ وهلو پلوشو نرم باران وشي

د خیالورو نجونو، غیږې به ډکي شي

کتاب، کتاب

خواږه لفظونه به یې د ذهن ټولي دروازې

تسخیر کړي

د ښار ملا به د څلورو په ارمان مړ شي

د کتاب پاڼو ته به،

بوی د ګلاب، ګلاب وختونو راشي

یوه شیبه به راشي

شرنګ د پایزیب به یې په بندو، بندو دروازو کې

 لکه ژوند راشین شي

 ۲۰۲۴ / ۵ / ۱

بله نسته

که دا وار والوتمه

د سحرګاه د ستورو لاس نیسم  د پرخو سره

 د کایناتو پر اوږو، رنګین سفر پیلوم

د نښترې ځوځانو څوکو ته

تر وریښم نرم، د اوریځو په سپڼسیو باندې

ښکلي جامې ګنډمه

که دا وار والوتمه

بندو غوټیو ته کالي د خندا

د نګهت شال، د وږمو ټال

د ژوند په اس باندې موسکا راوړمه

ومړوندونو ته یې د زمرد د کانه

ټوکرۍ ټوکرۍ غمي، شنه ساه راوړمه

که دا وار والوتمه

 د شپو د کښت څخه، د رڼا د تخم راوړم

ستوري دانه، دانه پر مځکه کرم

سپوږمۍ په سیند او په ویالو کې مینځم

د ونو ذهن ته خیالونه د سپرلی راوړمه

په پاڼه پاڼه، څانګه، څانګه باندې

د خپلواکۍ په کلیمو پریولې، څوقصیدې لیکمه

زه  (بله نسته) یمه

زه چې پیدا شومه

زموږ د کاله، د څراغونو ژبې

تورو د یبانو وی پري کړی

د چوپتیاوو توپانونو وړی

زه په تیارو کې زیږیدلي وړانګه

زه د ادم د څو پوښتيو پیدا

زه د حوا د رحم را جلا شوی ټوټه

په تورو، تورو د ربیلو کې مې

ذرې، ذرې د بریښناګانو کړی راټولي

په اهاړ کې مې  سایه وکرل

ستوري مې وږغول

کهکشانونو ته مې زده کړي د چوپتیا سندرې

ستوري مې وتراشله

پر قلمونو مې رڼا د سحر وڅڅول

پر سپینو پاڼو مې د شنه اسمان باران وکره

چې پکښې شنې شي د عروج سندرې

زه (بله نسته) یمه

د پلار داغلي پګړۍ ما پاکه کړه

د ورور دپاره ترمیراث تیره شوم

ما د خپل کور او کاله د غیرتونو د ساتنې قسم

پخپل پوړنې وکړ

د مینې قتل مې، پر خپل لمنې وکړ

زه د کلونو او پیړیو مسافره، لا تراوسه پوري

د نسل، نسل د غیرت و عزت جغ پر اوږو وړمه

 تاته، ابرو ګټمه

که دا وار والوتمه

دواړه لاسونه مې پر لمر لیکمه

شور د مکتب پر دیوالونو د سحر لیکمه

جوپې د نجونو د مکتب پر درشل

او پر انګړ لیکمه

روح د بنګړیو پر ګودر لیکمه

مړوند مې مه نیسه زه خپله پورته کیږمه

زه د سبا په وزرونو باندې، شیبه د فتحي یم

راخیژمه

زه (بله نسته *) یمه

تورو تیارو کې زیږېدلي وړانګه

د پلار پنځمه لوریم

۲۰۲۴ / ۴/ ۲۸

یادونه:

کله چې  په یوه کورنۍ کې په پر له پسي ډول لوڼې زیږي پر دریمه او په ځینو کورونو کې پر پنځمه یا اوومه لور باندې د ټوټکې په ډول (بس بي بي) (بله نسته / نشته) او دې ته ورته نور نومونه ږدي په دې کړنه دوي داسي انګیري چې په دې سره به ئې پر کاله بله لور نه زیږي.

3 COMMENTS

  1. د تاند دډیرو درنو لوستونکو څخه ډیره بخښنه غواړم ، دلومړي شعر په یوه مسرۍ کې ه لویدلي ، سم : نجلۍ نغري ته ناسته اور بلوي
    د همدغه شعر وروستۍ مسرۍ هم ناسمه ده سم : دژوندون ږغ خپور شو

  2. ګرانې پروين جانې،
    لا يو تر اوسه لومړی نظم ولوست، چې بې انتها عالي دی، د پسرلي د راتګ سره خوږې خوږې هيلې په کې نغښتي دي…
    ستا د شعرونو په لوستلو چې څوک روږدې/ی شي، بيا يې د شعر تنده په هر شعر نه ماتيږي.
    يوه بله ښېګڼه چې ما يوازې ستا او خدای بښلي لايق صاحب په ټولو شعرونو کې لوستی/ليدلې، هغه دا ده چې تاسې د وخت/زمانې او حالت سره سمه دمه ځوانه خو شاعري کوی/کړې…
    لنډه دا چې زه ستا د شعر په ويلو سره يو ډول بدهوا/ياغی شوې يم، البته د شعر په انتخاب کې…
    ډېره مننه چې خپل هنري اثار دلته په موږ لوروئ!
    رب دې د ښه روغتيا سره سره د اوږد عمر څېښتنه کړه!

  3. ډیرې ګرانې اودرنې آسیه جانې ،
    ډیره خوښه یم چې ستاسو په شان لوستونکې لرم ستا اخلاص ، میینه ، لورینه او لطف زیات دي خدای ج دې خوښه او ژوندۍ لره ډیره مننه ګرانې .
    دژوند خواږه او ، دوخت مهٍربانې مو په نصیب سه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب