شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان تېرکال د ۱۷ میلیونه ډالرو غالۍ صادرې کړي

افغانستان تېرکال د ۱۷ میلیونه ډالرو غالۍ صادرې کړي

تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د تېر يوه کال په موده کې له هېواد څخه د څه باندې ۱۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دي.

دغه څرګندونې د ياد شوي وزارت د صنعتي پارکونو لپاره د طالبانو عمومي رئيس حافظ عبدالمجید قيام پرون په کندهار ولايت کې د (وطن توليد د وطن وياړ) په نوم د کورنيو توليداتو په درې ورځني نندارتون کي وکړې.

قیام زياته کړه، چې په تېر ۱۴۰۲ ل کال کې يې د ۱۷ ميليونه او ۴۳۸۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د نړۍ ۳۱ هيوادونو ته غالۍ صادرې کړې دي.

د هغه په خبره په ياده موده کې د ۹۹۴ زره او ۵۷۵ متره مربع په اندازه غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې افغاني غالۍ په نړيوال کچه له ښه شهرت څخه برخمنې او ګڼ شمېر پېرېدونکي او مينه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب