شنبه, مې 18, 2024
Home+د کره کتني ډولونه کتاب مخکتنه | خان محمد احسان‌مل

د کره کتني ډولونه کتاب مخکتنه | خان محمد احسان‌مل

د کره کتني ډولونه کتاب د سرمحقق زلمي هيوادمل ليکنه او ترجمه ده. په دې کتاب کي د کره کتني اړوند څلور ترجمه سوي مقالې او يوه د “پښتو او ادبي کره کتنه” تر عنوان لاندي مقاله راغلې ده، چي ټولي پنځه مقالې دي. دا کتاب اول وار په (۱۳۷۰ل.) کال کي چاپ سوی او دا ئې دوهم چاپ دئ، چي نوي زياتوني او اصلاحات په کښي سوي دي.

د کتاب په سر کي د سرمحقق هيوادمل خبري راغلي دي، چي د دې اثر د ترجمې په اړه ږغېدلی دئ او په دې اثر کي د کره کتني د عمومي مسائلو په باب ئې هغه مقالې معرفي کړي، چي ده ترجمه کړي دي. همدارنګه ئې د دې اثر پر ارزښت، مهموالي او بيا چاپ بحث کړی.

د پښتو ادبي کره کتني تر عنوان لاندي د هيوادمل صاحب تحقيقي مقاله په پښتو کي د کره کتني پر تاريخچه، تيوريکي آثارو، د کره کتني پر عامه ساحو، عمومي وضع او حالت او ستونزو باندي يو اوږد او ژور تحقيق دئ. له دې ليکني او د مقالو له ترجمې څخه هدف دا دئ، چي زموږ ځوان ليکوال، شاعران او نقادان ئې ولولي او د دې کره کتني د ساحې په مطالعه او معلوماتو کي يو څه زياتوب راولي.

نوموړی د کره کتني په اړه وايي، چي اوس هم نقد په ځینو مواردو کي د شخصي حب او بغض تر اغېز لاندي له خپل اصلي محور څخه وځي او د بې لارۍ خوا ته درومي. همدارنګه وايي، چي له نقده وېره په عمومي ډول له منځه نه ده تللې او پر اثر د بېطرفانه، پر اصولو برابر نقد د هرکلي حالت ته د رسېدو له پاره لا وخت سته. په پښتو کي د کره کتني وضع، لکه څنګه چي ښايي د پښتو د نورو اصنافو په څېر نه ده او نه ئې هغسي وده کړې ده. له زياتو ستونزو سره مخامخ ده. ډېري ستونزي ئې ناحل پاته دي؛ يو له دغو ستونزو څخه په پښتو کي د کره کتني د تيوريکو آثارو نشتوالی دئ.

د دغه اثر يوه ښېګڼه دا ده، چي هيوادمل صاحب په دغه ترجمه کي زيار ايستلی او هغه موضوعات ئې انتخاب کړي دي، چي زموږ په ژبه کي د کره کتني له پاره ضروري او زموږ د کره کتونکو په ښېګڼه راځي، لکه کره کتنه او کره کتونکی، عملي کره کتنه او د کره کتني ډولونه، چي په کره کتنه کي بنسټيز موضوعات دي.

په پښتو کي د ادبي کره کتني د وضع په باب وايي، چي زموږ په ژبه او ادبياتو کي د کره کتني وضع د منني وړ نه ده. زموږ نقد له ابتدا څخه تر اوسه داسي پيل سوی دئ، چي د شخصي حب او بغض بوی ئې ځي، له شخصي حب و بغض پرته يوازي د حقايقو د روښانتيا او د ادبي آثارو د اصل او جوهر د ښووني او خلکو ته د آثارو د واقعي څېرې د انځورولو او تفسيرولو او د لوستونکي د تنوير او په کُلي ډول فرهنګ ته د خدمت په منظور کره کتني ډېري لږ زموږ په کره کتنو کي ليدل کيږي.

د پښتو ادبي کره کتني له عمومي ربړو څخه ځيني داسي يادوي، چي د ټولو خو نه، بلکي زموږ د زياترو کره کتونکو تيوريکه مطالعه ضعيفه بريښي. دوی د ادبي کره‌کتني له اساساتو، اهدافو، معيارونو او آدابو سره نا آشنا دي، څه چي دوی د کره کتني په نامه ليکي، د کوم خاص روش او مېتود څرک نه په کښي ښکاري، بلکي د زياترو د آثارو په ارزيابۍ کي خپله ډېره شخصي خوښه ناخوښه معيار وي. بل دا چي د کره کتني د آدابو نه مراعاتول. يا دا چي له کره کتني ډار او کره کتنه بده ګڼل. يا په کره کتنه کي صلاحيت نه درلودل، چي دا ډېره مهمه موضوع ده، نقاد بايد په موضوع کي هر اړخيز صلاحيت ولري. کره‌کتونکی بايد پر هغه موضوع چي دی ئې تر کره کتني لاندي نيسي، پوره وارد وي.

نور نو په کتاب کي د کره کتني بېلابېل ډولونه په تفصيل سره څېړل سوي او بيان سوي دي، چي د کره کتني په برخه کي مسلکي او بې مثاله اثر دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب