شنبه, مې 18, 2024
Home+د سمندر په خیټه کې، د علم مباح تونل

د سمندر په خیټه کې، د علم مباح تونل

ولي الله ملکزی

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي.

دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کالو په مودې کې جوړیږي او مجموعي لګښت یې اته ملیارده یورو (اته نیم ملیارده ډالره) اټکل شویدي. ټیلګراف زیاتوي؛ که د اورګاډي دا سمندري لاره د ټاکل شوي پلان له مخې جوړه شي، نو هر کال به نژدې دیارلس ملیونه مسافر او دیارلس ملیونه ټنه تجارتي مالونه د دغو دوو لویو وچو ترمنځ یو بل ته ولیږدول شي. همدارنګه، د دار البَیضَاء او مدرید د ښارونو ترمنځ د مځکې له لارې سفر چې د انګوټ (بیړۍ) سفر هم په کې شامل دی، له دولسو څخه پنځه نیمو ساعتونو ته راکم شي.

د پلان له مخې، دا تونل به په ۲۰۳۰م کال کې د مراکش، هسپانیې او پرتګال په هیوادونو کې د فټبال د نړیوالو سیالیو (FIFA) له پیل وړاندې سرته ورسیږي. په نورو سربیره، دا به د نندارچیانو او سوداګریزو کمپنیو لپاره ترټولو غوره خبر وي چې په ملیونونو خلک به په آسانۍ او ارزانه بیه نندارې ته ورځي او څوک به خپل مالونه پلوري. په عین حال کې، NASA د (امریکا د هوايي څیړونو اداره) د ترلاسه شوي انځورونو په مټ، یادونه کوي چې د طنجې په دې سیمې کې د سمندر ژوروالی په ځینو برخو کې حتی ۹۰۰ مترو ته رسي او دا به د مهندسانو لپاره یو ستر ګواښ وي چې څرنګه متبادلې او لږې ژورې لارې ومومي؟

له بله پلوه، الجزیره کاږي د انګلستان او فرانسې ترمنځ تونل چې پنځوس کیلو متره اوږد دی، په ۱۹۸۸م کې پیل او په ۱۹۹۴م کال کې د ترافیکو په مخ پرانیستل شو. دغه حیرانونکی تونل چې د سمندر له ۴۰ متره اوبو لاندې، ۱۵ زره انجنیرانو او کاریګرو د نهه نیم ملیارده سټرلنګ پونډو په لګښت سره جوړ کړی، د معاصرې زماني له اوو عجائبو څخه ګڼل کیږي او له دې لارې هرکال، لس ملیونه خلک یوې او بلې خوا ته سفر کوي.

زه (ملکزی) پخپله په ۲۰۱۱م کال کې د همدغه تونل له لارې په اورګاډې کې له لندن څخه فرانسې ته لاړم. د ۵۰ کیلو مترو د واټن دغه سفر چې ۳۷ دقیقې یې ونیولې، موږ یوازې رنګارنګ څراغونه لیدل او د اورګاډي ځانګړی غږ مو اوریده چې زما او ښايي د ټولو مسافرو لپاره له هیجان او خاطرو څخه ډک سفر وو. تیر کال، زموږ د هیواد په یو پوهنتون کې یو محصل د خپل لیسانس د مونوګراف لپاره (د استنجاء ډولونه او احکام) عنوان غوره کړې وو چې بیا د اړونده پوهنتون په مجلې کې چاپ هم شو. په همدغې ګڼې کې د علم د ډولونو په هکله یوه مقاله هم لیکل شوې وه چې یو ډول یې علم مباح وو.

له یو خروار تلوسې سره، زه ډیر هیله مند یم چې یوه ورځ دغه قدرمند لیکوال او هم نظره استاد یې، د همدغو دواړو تونلونو له لارې د سمندر له یوې غاړې، بلې غاړې ته سفر وکړي؛ ترڅو عملا وګوري چې د ټکنالوژۍ په دې پیر کې د ساینس او ریاضي علوم فرض دي که مباح؟

4 COMMENTS

  1. محترم ورور ملکزی صاحب !
    په عمر،سالم فهم او قلم دی برکت شه ، ډیر عالی توضیحی مثال مو راوړی ،دیته ورته مثالونه موږ د علومو په ټولو شعباتو کی لرو خو ایکاش دا شیوخ له استنجا او مباحاتو پورته فرایض او واجبات هم وپیژنی او په اسلامی تاریخ کی د عظمت ، عزت او استادی مقام عوامل درک او مسخره بدویت پریږدی .

    • قدرمند ډاکټر صیب همت ، زه مو د شفقت او ننګې منندوئ یم.
      زه فکر کوم همدغه درد چې موږ دواړه یې احساسوو، د هر با احساسه وطنوال په زړه، ذهن او شعور کې ځانګړی ځای لري. توپير دا دی چې څوک یې له نورو سره شریکوي او څوک یې د خپل ګوګل په پنجرې کې بندي ساتي.

  2. ښاغلی استاد ملکزی صاحب له معدودو اشخاصو څخه شمیرل کیږی کوم چی زه ئی د لیکنو په اړه خپلی تبصرې په ډیر شوق او ذوق لیکم.
    انګریزان په سیاسی او اجتماعی چارو کی هم ډیر جدّی دی او هم ډیر طنّاز.
    د ” مانش یا مِنش ” د تونل د بشپړتیا څخه څو میاشتی مخکی انګریزانو یو تلویزیونی طنز ننداری ته وړاندی کړ طنز دا ؤ چی فرانسوی انجنیر پدی خیال چی د انګریزی انجنیر سره د اتصال په نقطه کی یو بل سره مخ په مخ کیږی او په تشریفاتی توګه به د دواړو هیوادونو بیرغونه سره مبادله کړی نو کله چی سره مخامخ سوه دواړه انجینران فرانسویان او د دواړو پلاس کی د فرانسی بیرغ ؤ ( د طنز تر څنګ دې کومیډی په حقیقت کی دا پیغام درلود چی انګریزی انجینران تر فرانسویانو تکړه دی البته تکړه هم وه ځکه انګریزانو خپله د کیندنی برخه ( ۲۵ کیلومتره) تر فرانسویانو څو هفتی مخکی بشپړه کړی وه).
    د سبحانه تعالی یو ذاتی صفت ” علم ” دی او ددی صفت یوه وړوکی شُغله ئی انسان ته ور بخښلی ده ( هر انسان هم پخپل ذات کی یو نسبی عالم دی ضمناً د علم د ازدیاد او ډیرښت هڅه ئی هم یو فطری خاصیت دی).
    د مِنش یا مانش تر دریاب لاندی د تونل کیندنه او دی ته ورته نوری ستری پروژی د انسانی علم یو شهکار او هنر ګڼل کیږی.
    امّا اصلی خبره:
    د وضو او استنجاء او استحمام تعلیم او تعلم یو ضرورت ګڼل کیږی چی البته د تدریس ځای ئی مشخص دی ( په اکاډمیکو مرکزونو کی ددی ډول مسائلو مطرح کول یو ډول سپکاوی او په لوړو زده کړو د بوختو ځوانانو پر ذائقه او سلیقه منفی اغیزه شیندلای سی ) .
    اصلی ستونزه دا ده چی اوسنی حاکمان د ” دین ” او ” دنیا ” د ارزښت د تفکیک د درک څخه عاجز دی ( وضو او استنجاء یقیناً چی مستحب او ګټور کار دی خو خبره دا ده چی مسلمان او د مسلمانی ټولنی حاکم باید د استنجاء او وضو د اجراء د اسباب د تولید علم هم عام کړی چی پدی حساب ” مباح ” په ” وجوب ” بدلیږی نتیجتاً پر حاکمیت دا امر واجب او فرض دی چی د ” معاد ” د سمون مسئله د ” معاش ” د سمون ” سره وتړی.
    نن سبا خو پخوانی حالت نه دی چی مثلاً ملا او امام او مأموم او محدث او مفسر او دوکاندار او ګاډی وان د فرات یا دجلی د رود پر غاړه کښینی او خپلی پایڅې ومینځی یا استنجاء او اودس تر سره کړی بلکه نن ورځ د ښاری او مدنی ژوند په اقتضاء باید هر څه ته خپل اسباب جوړ او تولید سی.
    سړی څه ووائی؟
    زما په سږمو کی خو همیشه د ” توطئې ” بوی احساسیږی بناً زموږ پر وولس باندی د دین او دنیا څخه د ناخبرو موجوداتو ( طالب ) تپَل او تحمیل د نړیوالی توطئی یوه برخه ده نور په اصطلاح د یارانو خوښه ده چی د اوسنی وضعیت څخه څه تعبیر لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب