د بس څراغونو ته واوره دانه دانه څرخیده. نور کله چې به ادم د واورې په ورځ بس چلاوه د خپلو اوږدو ویښتو چوټۍ به یې خلاصه پرې ایښې وه. په دې ورځ به یې له موبایله سندرې اوریدې، غوږۍ به یې په ښي غوږ کې تر ویښتو لاندې پټه کړې وه. نن یې چوټۍ نه ده پرانیستې، موبایل یې له بکسه نه دی راایستلی.
هر لور ته کوټه کوټه واورې پرتې دي. پخوا به ښاروالي سهار په شنه خړه کې د واورې په ورځ سړکونه پاک کړي و.
ادم خپل څټ په چپ لاس ټینګ کړ:
« ټول کرسمس کوي خو زه…»
اشترینګ یې په څپیړه وواهه:
« له خپله لاسه دې کار قبول کړ»
په تمځي کې یې بس ودراوه، ساعت ته یې وکتل. تر پرون پورې لا دی خلکو ته انتظار و، زړه به یې غوښتل چې سورلۍ ژر ژر پورته شي، نن یې واک په خپل لاس کې دی، لږ مخته شو، یوه ښځه راروانه وه، بیرته یې بریک ونیو. ښځې یوه نجلۍ له لاسه نیولې وه، د دواړو مخونه له یخه سره سره اوښتي وو. ادم د ګوتو ټکونه وایستل، خپل تاوده لاسونه یې سره ومروړل. ښځې د ماشومې پوزه پاکه کړه، هغې رینګه وکړه، میرمنې نجلۍ د بس مخې ته د سړک بلې غاړې ته پسې وڅکوله، د دوی شاته تورسپي واوره بوی کوله لکه چې خواړه یې پسې غوښتل. ادم اړخ ته د ایښي ساندویچ کاغذ پرانیست ، خپ یې ترې وکړ، موټر یې روان کړ.
وړاندې چپ لاس ته یو موټر په واورو کې نښتی و، یو ټیر یې ځای پرځای څرخیده راڅرخیده. ادم ګیر بدل کړ.
له بل تمځي سره یوه ښځه چې لکڼه یې لګوله بس ته په زګیروي پورته شوه. خوله یې خوځیده لکه څه چې ژوي خو څه یې نه خوړل ژبه یې په واک کې نه وه، اوښته رااوښته چې څرنګه کښیناسته، په لوړ غږ یې وویل:
-څه ښه تود دی
ادم له مخکنۍ ایینې سره پورته په لګیدلې هنداره کې شاته وکتل همهغه کس چې له لومړي تمځی راپورته شوی و په خپل ځای کې نه و ورپام یې شو چې د منځ له چوکیو وروستۍ چوکۍ ته تللی سر یې پر شیشه لګولی:
« ټوله مځکه سپينه ده یو رنګ، څه به ویني؟»
« تا پخوا په واوره کې څه لیدل چې ورته خوشالیدې؟»
د راډیو ستن یې واړوله، سندرې ته ورسیخه شوه، چپ لاس یې چوټۍ ته ورووړ، د ویښتو ول یې پرانیست. سندره یې پسې لوړه کړه. په هنداره کې یې وکتل، بوډۍ په خندا شوه، د بس په اخره کې ناست سړی رامخته شو په مخکنې کتار کې کښیناست. ادم د موټر د څراغونو په رڼا کې واورې ته وچې سترګې ونیولې، د واورې دانې شمال ته ښکته پورته نڅیدې او د بس په منځ کې د سندرې جګ غږ غبرګیده راغبرګیده.
پراګ