دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان له آیرلینډ نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

افغانستان له آیرلینډ نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

تاند ( یک شنبه، د دلوې یا سلواغې ۵ ) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او ایرلینډ کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه هم د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه یا ټاس آیرلینډ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

آیرلینډ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.

د آیرلینډ له لوري پاول سټرلېنګ تر نورو ډېر ې ۱۲۸ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې نوین الحق ۴ او مجیب ځدران بیا ۳ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

مقابل کې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ پوره او لوبه یې د ۷ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه او حشمت شهیدي تر ټولو بریالۍ توپوهنه وکړه، رحمت شاه ۱۰۳ او حشمت شهیدي ۸۲ منډې جوړې کړې.

دغه راز په دې لوبه کې جاوېد احدي ۱۶ او رحمن ګربز بیا ۳۱ منډې کړې وې.

د دې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې له آیرلیند نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وگتله.

له دې وړاندې په لومړې لوبه کې هم افغانستان آیرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.

د یادونې ده چې د روانو لوبو وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب