پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د کابل د شپږ نیمو بجو د امنیتي ناستو مشري...

ولسمشر غني د کابل د شپږ نیمو بجو د امنیتي ناستو مشري په غاړه اخلي

تاند (یکشنبه د دلوې ۵) ولسمشر اشرف غني وايي، د شپږ نیمو بجو فرهنګ به د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې نن سهار د کابل د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي ناسته کې کړي او زیاته کړې یې ده چې له ستراتيژيک پلوه ددې غونډو لاسته راوړنې او تګلاره باید بېرته د نه راګرځېدو وړ وي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه: « زما په اند د شپږنيمو غونډې به هېڅکله ونه درېږي. که کومه ورځ امرالله صالح ورڅخه شا ته شو؛ نو زه به پخپله دوام ورکوم. دغه کلتور باید بند نشي. ډېر ژر به د یوه ځانکړي حکم له مخې د شپږنيمو د غونډو کلتور په ټولو ولايتونو کې عملي او په امنيتي تړون کې شامل شي چې په وروستۍ مرحله کې به د افغانستان په ټولو ادارو کې لازمي شي. د دغه حکم مسوده تاسو چمتو کړئ.»

په ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني نن سهار په یاده ناسته کې برخه اخیستې وه او ویلي یې دي چې د دغو غونډو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د شپږ نیمو بجو د غونډو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د ټولو ولایتونو امنیتي تړونونو او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.

د یو شمېر کابل ښاریانو په وینا چې د یادو غونډو له جوړېدو سره سره بیا هم د کابل امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی.

د شپږ نیمو بجو غونډې هره ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د هغه په دفتر کې د بېلابېلو ادارو د چارواکو په ګډون د روان کال د میزان میاشتې له ۲۶ راهیسې وروسته له هغه جوړېږي چې د کابل امنیتي چارو مسؤلیت د ولسمشر په امر امرالله صالح ته وسپارل شو.

په دغو غونډو کې د امنیت او ځینو نورو مسایلو په تړاو بحث او پرېکړې کېږي.

که څه هم په لومړیو کې خلک ددې ناستو څخه راضي و، خو اوس په دې نظر دي چې دې غونډو د کابل ښار د امنیت چارو په سمون کې هېڅ رول نه دی لوبولی. چاودنې، د اختطاف او هدفي وژنو پېښې لا پسې زیاتې شوي دي.

کابل ښاریان وروستي امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او آن یو شمېر خبریالان او مدني فعالان جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نژدې وروستیو دوو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان، د مدني ټولنې استازي، قاضیان، ډاکتران او ځیني نور کسان د هدفي بریدونو ښکار شوي دي.

1 COMMENT

  1. ترڅو چې په ګران هيواد کې لنډه‌غر او جنګسالاران په واک کې وي، ښه ورځ به افغانان ونه ګوري.
    دولت که رښتيا غواړي چې امنيت راولي لومړی بايد امنيتي بنسټونه پاک کړي ور پسې د هر پردي هيواد جاسوسان چې بې غمه پراته ونيول شي، قانون دې يو رقم پلی شي بيا ګورئ چې د مياشت دننه څنګه امنيت راځي…..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب