جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه هېواد کې د هر ډول ترهګریزې پېښې پړه د طالبانو پر...

په هېواد کې د هر ډول ترهګریزې پېښې پړه د طالبانو پر غاړه ده

تاند (یکشنبه، د دلوې ۵) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په ځانګړې توګه، د هدفي وژنو، ماین چاودونو او نورو ترهګریزو پېښو پړه د طالبانو پرغاړه ده.

 ولسمشر زیاته کړې، چې طالبان تل د دغه ډول بریدونو مسؤولیت نه مني، خو دوی له خپل دې انکار سره د یادو بریدونو له دروند بار څخه اوږې نه شي سپکولی.

خو په کور دننه افغانان د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر افغان سوله له مذاکره کوونکي پلاوي او د جګړې له دواړو خواوو د افغان ولس غوښتنه دا ده، چې جګړه ودروي، اوربند وکړي او په ښکاره ډول د سولې لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړي.

په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، چې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره د طالبانو هرډول غوښتنه منلې، خو دغې ډلې بیا هم پر جنګ تمرکز کړی.
ښاغلي محب زیاته کړې، چې د ټولو ولایاتو امنیتي مسؤولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د طالبانو د هر پلان په وړاندې ودریږئ او هر شوم هدف یې له منځه یوسې.

محب ویلي، چې طالبان ترهرګریزه ډله ده، چې هیڅ خپلواکي نه لري او ټول واک یې له هغه هېواد سره دی، چېرته چې د دوی کورونه دي.
حمدالله محب، د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي او د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیاء سراج نن د ځانګړو ځواکونو په قومنداني کې د وینا پرمهال وویل، که طالبان وغواړي، چې حکومت کې داخل شي دوی یې هرکلی کوي.
بل خوا بیا د پاکستان د کورونیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې به د جوبایډن په مشري د امریکا له نوې ادارې سره مرسته وکړي، هغه څه چې افغانان یې یوازې خبرې ګڼي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب