جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په برخه کې د مرستې...

پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په برخه کې د مرستې لپاره ټټر وهلی

تاند( یکشنبه، د دلوې ۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې پاکستان د افغان سولې لپاره ډيرې هڅې کړې او غواړي چې اوس هم د امریکا له نوې ادارې سره په ګډه کار وکړي.

قریشي زیاته کړې، چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او دا پروسه باید په زغم سره پر مخ وې وړل شي.

دغه پاکستانی چارواکی وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي، چې د جوبایډن له لوري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوي وزیر انټوني بلنکین ویلي وو، چې طالبانو سره به د سولې هوکړه له سره وارزوي.

په همدې حال کې بیا افغان دولت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتنه کړې ده، چې طالبان اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته درناوی لري.

سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته مجبور کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت په وار وار د سولې لپاره خپله ژمنتیا ښودلې، خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، جګړې یې ډېرې کړې دي او دا په دې معنا، چې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو پر فشار او همکاري ټنیګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب