Homeخبرونهولسمشر غني: ترهګریز فعالیتونه له افغان ولس سره د طالبانو دښمني ثابتوي

ولسمشر غني: ترهګریز فعالیتونه له افغان ولس سره د طالبانو دښمني ثابتوي

تاند (شنبه د دلوې ۵) ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د هدفي وژنو، ماین چاودونو او نورو ترهګریزو پېښو مسؤل طالبان دي.

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې په ملکي کارکوونکو بې رحمانه بریدونه، په ښارونو کې د چسپکي ماین چاودنې او نور ترهګریز فعالیتونه له افغان ولس سره د طالبانو ښکاره دښمني ثابتوي.

ښاغلي غني زیاته کړې چې طالبان په خپل انکار سره د دې بریدونو له مسؤلیته خپلې اوږې نه شي سپکولی.

بله خوا د افغانستان بانک وايي چې نن یکشنبه د بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رئیس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې يو ساتونکی وژل شوی دی.

د یاد بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون رییس عبدالله دورانی او يو بل کس ټپیان شوي هم دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۱۵ بجې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د شاه ‌شهيد سيمې درېيم سړک کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر شوې.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په وینا د پېښې له ځايه درې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د عقرب مياشتې په ۱۷ هم د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه چې له کبله يې د ياد بانک د عامه اړيکو سلاکار يماسياووش او دوه نور همکاران ووژل شول.

د يادې چاودنې مسؤليت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی او حکومت هم تر اوسه په دې هکله ځواب نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...