جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل پولیسو هغه کس نیولی چې د خپلې مور او خور...

د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې د خپلې مور او خور ګاڼې یې غلا کړې وې

تاند (یکشنبه د دلوې ۵) پولیس وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې یو کس د خپلې مور او خور څخه د ګاڼو یا سروزرو د غلا په تور نیولی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ نن یکشنبه په یوه بیان کې ویلي چې نیول شوی کس نجیب الله نومېږي او د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې یې د تېرې جدي میاشتې په لسمه له خپل کور څخه د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د خپلې مور او خور ګاڼې پټې کړې وې.

سرچینه زیاتوي چې نوموړي د ګاڼو له غلا وروسته له سیمې پښې سپکې کړې وې، خو پولیسو د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو پر مهال پرون د ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، مجرم په خپل جرم اعتراف کړی چې اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی او ګاڼې هم متضررینو ته سپارل شوې دي.

2 COMMENTS

  1. هاهاها

    هغه چې هره ورځ د مور وطن ګاڼي غلاکوي په جهازونو کې یې انتقالوي، سرې سترګي ګرځي!
    خو د خپلي خور او مورکۍ د ګاڼو غل، چې ممکن پخپلو پیسو یې ورته اخیستې وي، د پولیسو لاسته را وړنه شمارل کیږي.

    زنده باد جمهوریت اشرف غني و امرالله صالح

  2. ههههههه غټ مجریم مو نیولۍ دی هغه کسان ولي نه نیسي چي وطن یی ټول چور کړ ملي شتمني یی ټول غلا کړه اوس هم په دغه کارونو کښي مصروف دي خو بیا هم دوندي څوک نسته چي محاکمه یی کړي افرین پر دي دولت او دوی پر کارنامو….. افسوس افسوس زموږ پر حال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب