جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: فاریاب کې د طالبانو یو پاټک له منځه وړل شوی

چارواکي: فاریاب کې د طالبانو یو پاټک له منځه وړل شوی

تاند (یکشنبه د دلوې ۵) شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په فاریاب ولایت کې د طالبانو یو پاټک له منځه وړی دی.

۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو دغه پاټک د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په چهارشنغوي کلي کې و چې شنبه مازدیګر د هوايي برید په پایله کې له منځه وړل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې هوايي حمله کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو دغه راز زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو د یوه سرګروپ ملا فاروقي ورور جمعه ګل هم د یوې وسلې سره یو ځای په دغه ولسوالۍ کې نیولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب