Home+د نجیب ترکي روح ته د ملي لوبډلې یوه دقیقه چوپتیا

د نجیب ترکي روح ته د ملي لوبډلې یوه دقیقه چوپتیا

تاند ( یک شنبه، د دلوې۵) د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د دوهمې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې له پيل مخکې دواړو لوبډلو د خپلو مړو شویو لوبغاړو د روحونو په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړې وه.

افغان لوبډلې د نجيب ترکي او آیرلینډ بیا د راى ټورنز لپاره.

دا په داسې حال کې ده چې نجيب ترکى څه موده وړاندې  په يوه ټرافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د آیرلینډ لوبډلې پخوانی مدیر راى ټورنز بیا  تېره ورځ مړ شوى و.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي:«افغان او ايرلینډ لوبډلو د پخواني ملي لوبغاړي نجيب تر‌کي او د ايرلنډ لوبډلې د پخواني مدير رای ټورنز روحونو ته د اعزاز وړاندې کولو په موخه د څو شېبو لپاره چوپتيا غوره کړه».

د یادونې ده چې نن افغانستان له ايرلېنډ سره دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

آیرلینډ د دې لوبې پچه ګټلې او اوسمهال توپوهنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...