جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو ملکي تلفات ډېر کړي

د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړو ملکي تلفات ډېر کړي

تاند ( یک شنبه، د دلوې۵) په هرات کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یوه ډله وایي چې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ جګړو له امله ملکي تلفات لوړ شوي دي.

دغه ډلې په یوه خبري کنفرانس کې له دواړو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای د سولې خبرې چټکې کړي او په دې توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

یاده ډله زیاتوي چې، په وروستیو دوو میاشتو کې یواځې په هرات کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړو کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او پنځوس نورټپیان شوي دي.

دوی په ټول هېواد کې د ملکي وګړو پر تلفاتو جدي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو غواړي چې ژر مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

هرات ولایت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب دا ډله داسې مهال په دې تړاو اندېښنه ښيي چې اوسمهال په دوحه کې د سولې د خبرو دوهم پړاو خبرې روانې دي.

سره له دې چې شاوخوا ۴ اونۍ کېږي دا خبرې پيل شوي خو مثبت پرمختګ په کې نه دی لیدل شوی.

عام خلک هم د سولې له روانو خبرو د جګړې د شدت د کموالي هیله لري خو برعکس دلته جګړه ورځ بلې ته تېزېږي.

افغان حکومت وایي طالبانو هېڅ ژمنه نه ده عملي کړي او تل یې د جګړې شدت ته کار ویلی دی.

خو طالبان بیا پړه پر افغان حکومت اچوي سره له دې چې عام خلک وایي طالبان وخت ناوخته عام افغانان ځوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب