جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدفاع وزارت: د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸ طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په خبرپآڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره هوایي ځواک هم ملتیا کوله.

دغه راز یاد وزارت په یوه بله خبرپآڼه کې بیا ویلي چې شنبه ناوخته افغان ځواکونو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال  ۸ طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

دغه راز د یوه بل خبرله مخې امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت، دولت آباد ولسوالۍ په چهارشنغوی کلي کې د هوایي برید پرمهال ۶ طالبان وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.

سرچینې ویلي چې په یادو عملیاتو کې په زیات شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ترلاسه کړې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو د دفاع وزارت د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...