شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سولې د تأمین لپاره له اسلامي هیوادونو مرسته غوښتې

طالبانو د سولې د تأمین لپاره له اسلامي هیوادونو مرسته غوښتې

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي یې د اندونیزیا هيواد مخکیني مرستيال ولسمشر یوسف کالا سره لیدلي دي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک په ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او د هوکړې پر عملي کېدو خبرې شوې دي.

د نوموړي په وینا ملابرادر یوسف کالا ته ویلي چې مونږ په هیواد کې د سولې د تأمین په موخه مرستو ته اړتيا لرو.

ملابرادر هیله ښودلې چې اسلامي هېوادونه به ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.

طالبان داسې مهال له اسلامي هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي چې تازه امريکا ویلي چې له طالبانو سره شوې هوکړه بیا ارزوي.

افغان حکومت هم د امريکا د دې پرېکړې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې طالبانو په هېڅ ژمنه عمل نه دی کړی.

خو بل لورته طالبانو بیا ویلي چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شوي خو امريکا دې ژمنتیا وښيي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%af%d9%88%d8%ad%db%90-%d8%af-%d9%87%d9%88%da%a9%da%93%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be/

1 COMMENT

  1. لکه چې ملا آی اس آی داځل بله مشوره ملایانو ته ورکړه .
    ملایانو تاسې چې له خپلو ورونو، کلیوالو او هېوادوالو سره جوړ نه راځئ ، پردي به مونږ ته څه خدمت وکړي .
    لږ له خدایه وډارشئ . د الله ج حکم : أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ . الفتح 29 آیت ته غاړه کېږدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب