شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجلال اباد او کابل کې ماین چاودنو۶ تنه ټپيان کړي

جلال اباد او کابل کې ماین چاودنو۶ تنه ټپيان کړي

تاند (یک شنبه د دلوې ۵) په جلال اباد ښار او کابل کې نن سهار د ماین چاودنو ۶ تنه ټيان کړي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د جلال اباد ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند چپرهار زړې هډې ته څېرمه د سمنټو یو پلورنځي مخې ته دوه ماینونو چاودنه کړې.

سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنو کې  درې هټیوال ټپیان شوي دي.

بل لورته روغتیايي چارواکي بیا وایي چې دټپيانو حالت ښه دی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د کابل پولیس وايي چې نن سهار د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند شاه شهید سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر چاودنه شوې.

د پولیسو په خبره په دې چاودنه کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

داچې د کابل په چاودنه کې ټپیان څوک دي په اړه یې مالومات نه دي ورکړل شوي.

د یادو چاودنو پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې هدفي وژنو او بمي چاودنو زور اخیستی او عام خلک په دې برخه کې امنیتي ادارې په بې غورۍ تورنوي.

دوی وایي که امنیتي ادارې جدي څار وکړي نو ښآيي مخنیوی یې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب