شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقیصاري: د بلخ په ډېری جنايي پېښو کې د عطاء محمد نور...

قیصاري: د بلخ په ډېری جنايي پېښو کې د عطاء محمد نور کسان ښکېل دي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) د فاریاب ولایت د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري وایي، د بلخ سیمه ییزه اداره یې پر وړاندې دسیسې جوړوي او په وینا یې چې د بلخ ولایت ډېری جینايي پېښو کې د پخواني والي عطا محمد نور کسان ښکېل دي.

قیصاري داسې مهال دا ادعا کوي چې له دې وړاندې د بلخ والي فرهاد عظیمي ویلي وو چې قیصاري لیکلی تعهد کړی چې نور به ناقانونه فعالیتونه نه ترسره کوي.

د عظیمې په خبره که قیصاري خپلو ناقانونه کړنو ته دوام ورکړي نو جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

بل لورته د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

نظام الدين قيصاري څو ورځې وړاندې هم ویلي وو، که ولسمشرغني، لومړی مرستيال امرالله صالح او امنيت شورا ترې غوښتنه وکړي نو دی به د ۹ کلن عبدالرووف تښتوونکي ور وښيي.

نوموړي هغه مهال ویلي وو چې د بلخ سيمه ييزه اداره او والي پوهېږي چې تښتوونکي څوک دي خو په وينا يې چې له وېرې يې پر وړاندې عمليات نه شي کولی.

https://taand.net/%d9%82%d9%8a%d8%b5%d8%a7%d8%b1%d9%8a-%d8%af-%db%b9-%da%a9%d9%84%d9%86-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d8%b1%d9%88%d9%88%d9%81-%d8%aa%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d9%be%db%90%da%98%d9%86/

1 COMMENT

  1. د جمعيت بانډ هر قومندان واړه او لوی لنډغر لري چې غلاو،تښتونو او قتلونو کې نېغ لاس لري……
    د برښنا پايې همدغه لنډغر تخريبوي، په لويو لارو وسله والې غلاوې دوی کوي او که څېړنه وشي ټول د جمعيت بانډ غړي دي.
    په اوسني دولت کې چې زياتره همدا لنډغر پکې لوړ موقفونه لري د سمون تمه ترې بې ځايه ده.
    افغان ملت بايد سولې ته کار وکړي، تر هغې وروسته چې کوم دولت راځي مقتدر او پياوړی به وي بيا دغو ټولو لنډغرو او جنګسالارانو حساب شونی دی او د هر ظلم ځواب به وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب