جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهروسیه کې پولیسو د ناوالني سلګونه پلویان نیولي

روسیه کې پولیسو د ناوالني سلګونه پلویان نیولي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) روسیه کې وروسته له هغې لاریونونو زور واخیست کله چې روسي حکومت  الکسي ناوالني ونیوه او زنداني یې کړ.

د راپورونو له مخې دمګړی د مسکو په ګډون په ګڼو ښارونو کې زرګونه کسان راوتلي او د الکسي ناوالني د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

ناوالني په روسیه کې د پوتین د سیاستونو تر ټولو ستر مخالف سیاستوال ګڼل کېږي.

هغه دمګړی په زندان کې دی او محکمې یې د یوې میاشتې بندي کېدو حکم صادر کړی دی.

بل لورته روسیه کې د لاریونونو د څارنې غیر دولتي اداره وایي چې پولیسو له شنبې ورځې راهیسې ۲۵۰۰ په شاوخوا کې لاریون کوونکي نیولي دي.

دوی وایي له دې ډلې ۹۰۰ یې یوازې په مسکو کې نیول شوي دي.

د بلوا ضد پولیسو بیا ویلي چې د لاریونونو اجازه نشته ده او په هر ځای کې چې لاریون کېږي ژر تر ژره به د دوی له لوري وځپل شي.

آلکسي ناوالنی د روسیې د حکومت سیاسي مخالف له جرمني څخه دغه هېواد ته له رسیدو وروسته ونیول شو.

د معلوماتو له مخې ده ته په روسیه کې زهر ورکړل شوي ؤ او د درملنې له پاره جرمنې ته تللی ؤ.

‏نوموړي په یاده قضیه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پړ ګڼلو.

امریکا هم د ناوالني پر نیول کېدو غبرګون ښودلی وو.

د جوبایدن د ملي امنیت سلاکار څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د ناوالني نیول کیدل د روسېې وګړو ته سپکاوی دی او هغه باید ژر خوشې شي.

https://taand.net/%e2%80%8f%d8%a7%d9%85%d8%b1%d9%8a%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%86%d9%8a-%d9%86%d9%8a%d9%88%d9%84-%da%a9%db%90%d8%af%d9%84-%d8%b1%d9%88%d8%b3%d9%8a-%d9%88%da%ab%da%93%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب