شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونههند کې افغان جنرال قونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر...

هند کې افغان جنرال قونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر نیول شوي

  تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) یوې هندې ورځپاڼې، ټایمز اف انډیا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې یې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر نیول شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، آغلې وردګ سره دغه سره زر هغه مهال ونیول شول چې له دوبۍ څخه هندوستان ته ستنېده.

ورځپانې د دې اندازې سرو زرو بیه ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې ښودلې او زیاتوي، پولیسو د ذکیې وردګ پر ضد د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، پېښه د اپریل په ۲۵مه شوې؛ خو نوموړې تر اوسه ځکه نه‌ده نیول شوې چې ډیپلوماټیک مصوونیت لري.

د ټایمز اف انډیا د هند استخباراتي چارواکو ته د سپیناوي په اړه د ذکیې وردګ د بیان یوه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، په دې اړه حیرانه شوې او د پېښې د لا څېړنې غوښتنه یې کړې.

لا تر اوسه ذکیې وردګ او په هندوستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ذکیه وردګ د جمهوري نظام پر مهال د هندوستان په ممبيي کې د افغانستان جنرال قونسله ټاکل شوې وه.

هغه د جمهوري نظام له نسکوریدو او په هندوستان کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو له اعلان وروسته هم خپلې دندې ته دوام ورکړ او له ممبيي څخه سفارت ته لاړه چې د چارو سرپرستي او دوام پر غاړه واخلي.

د ذکیه وردګ مخالفانو هغه د طالبانو رژیم سره په معاملې تورنه کړې او ویلي، چې د هغې پلار د طالبانو د لومړني رژیم پر مهال هڅه کوله چې په واشنګټن کې د افغان دیپلومات په توګه طالب رژیم سره تعامل ولري.

ذکیه وردګ بیا طالبانو سره د معاملې تورونه رد کړي او ویلي وو، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هسک ساتل غواړي او دندې ته دوام ورکوي.

1 COMMENT

  1. متل ده وائی پیریانو ته غزني څه شئ ده. غربي لعنتي دموکراسۍ داسي لوبي په خلکو وکړې. لعنت په داسي ديپلوماته بیا په تیره بیا په ښځه . ای سوډرې دا د له کومه او په کومه وګټل؟😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب