شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځیانو د چمن پر پرلتوالو ډزې کړي

پاکستاني پوځیانو د چمن پر پرلتوالو ډزې کړي

تاند (شنبه، د ثور ۱۶ مه) د پاکستان امنیتي ځواکونو په په چمن کې پر زرګونو پرلتوالو ډزې کړي او ۶ تنه یې وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د چمن – سپین بولدک پر لاره پر ازاد تګ راتګ د پاکستان د محدودودیتونو پر وړاندې په اعتراض کې زرګونو کسانو له څو میاشتو راهیسي پرلت وهلی دی.
د پرلت ویندوی صادق اڅکزي رسنیو ته وویل چې دوی غرمه مهال ډوډۍ ته تللي وو، چې پاکستاني ملېشه ځواکونو د دوی د پرلت پر کمپ برید وکړ او خیمې یې وروسوځولې. ښاغلی اڅکزی وايي، دوی چې خپل ځای ته ستانه شول نو ملېشو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یوتن ووژل شو، او له لسو زیات نور ټپیان شول.
عیني شاهدانو هم ویلي چې د پرلتوالو کمپ او خیمې یې سوځېدلې دي. دوی دا هم وايي چې له پېښې وروسته د چمن سیمې اوسېدونکي کمپ ته نژدې راټول شول، د حکومت ضد شعارونه یې ورکړل او د چمن کوټې لویه لاره یې وتړله.
وروسته له دې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې لسګونه کسان د چمن سپین بولدک دروازې ته نژدې پرلت پیل کړ چې تراوسه روان دی.
پرلتوالو په وروستیو ورځو کې ګواښ کړی و چې تر اسلام اباده به د اعتراض په دود پلی لاریون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب