شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان وايي، ترانس افغان پروژه به د ۲۰۲۷ تر پایه بشپړه شي

ازبکستان وايي، ترانس افغان پروژه به د ۲۰۲۷ تر پایه بشپړه شي

تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه) د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر یاسربېک چاري یف وايي چې ترانس افغان رېللاره به د ۲۰۲۷ تر پایه جوړه شي.

چاري یف دا خبره پرون (جمعه) په تاشکند کې د پانګونې په نړیوال فورم کې وکړه.

دا فورم د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په وینا پرانیستل شو.

ده پر پانګوالو غږ وکړ چې د ترانس افغان پروژې په ګډون د سترو سیمه ییزو پروژو په جوړولو کې ونډه واخلي.

ضیایف وویل چې له بهرنیو شریکانو سره یې د چین، قرغیزستان- ازبکستان او د ازبکستان، افغانستان – پاکستان د ریللارو د جوړولو چارې یو ځای پیل کړې، دا ستراتیژیکې پروژې به د سیمې اقتصادي وضعیت زښت بدل کړي، منځنۍ اسیا به پر یوه داسي نړیوال ترانزیتي مرکز واړوي چې شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ سره وصلوي. پانګوال او نړیوال سازمانونه رابولي چې په دې سترو پروژو کې ګډون وکړي او په مدرنو بنیادونو د ورېښم ستره لاره احیا کړي.»

د ترانس افغان نوی جوړېدونکی کوریدور به اروپايي اتحادیه، روسیه، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوبي اسیا نور هیوادونه له یو بل سره د ریللارې په وسیله ونښلوي.

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې د جوړېدو لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و خو اوس ۷ میلیارد ډالره اټکلیږي.

د ۲۰۲۲ په جولای کې د ازبکستان د ریللارو ادارې له (Boshtransloyikha) انستیتیوت څخه وغوښتل چې د دې ریللارې لګښت اټکل کړي، دې ادارې اټکل وکړ چې دا پروژه به په ۵ کلونو کې په ۴ میلیارده او ۶ سوه میلیون ډالره جوړه شي.

خو د تېر کال په دسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.

د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر وویل چې ترانس افغان ریللار به د تجارتي مالونو د رسیدو وخت له ۳۵ ورځو ۵ ورځو ته رالنډ کړي او د ترانسپورت لګښت به ۴۰ سلنه کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب