شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: د افغانستان بشري وضعیت نور هم په...

د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: د افغانستان بشري وضعیت نور هم په خرابیدو دی

  تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) د سره صلیب او سرې میاشتې نړیووال فدراسیون خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د لا خرابېدو په حال کې دی.

د دې فدراسیون په یوه بیان کې راغلي دي چې افغانستان کې د بشري وضعیت د مهارولو لپاره وخت او بودیجه دواړه په پای ته رسېدو دي.

په بیان کې راغلي دي چې دا فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو د څرنګوالي د تګلارې سمدستي ستراتیژیک سمون غواړي.

بیان زیاتوي چې له داسې اقدام پرته به د دې بحران د عواملو جرړې په دایمي ډول ونه موندل شي او دا ستونزه به لیرې نه شي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو چارواکي یې معمولاً د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنو ته ضد و نقیض غبرګونونه څرګندوي.

طالب چارواکي ځینې وخت د افغانستان د بشري وضعیت وخیم والی تاییدوي او ځینې وخت یې په اړه اندېښنې او راپورونه بې اساسه ګڼي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندوی ادارې هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه وخت په وخت اندېښنه څرګندوي او د مدیریت لپاره یې عاجلې مرستې او زیاته بودیجه غواړي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان تر ۲۳ میلیونو زیات خلک بشري مرستو ته اړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب