شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سولې انستیتیوت: افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښونه...

د امریکا د سولې انستیتیوت: افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتیدو دي

تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) د امریکا د سولې انسټيټیوت د یوه راپور په خپرولو سره له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍد ګواښونو پراخیدو  اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا د سولې انسټيټیوت د معلوماتو له مخې، دوی به د مۍ په ۱۴مه په دې اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي او له ترهګرۍ سره د متحده ایالاتو د مبارزې پالیسي لپاره به د پام وړ، ارزانه او دوامداره لاره وڅيړي.

په دې راپور کې دغه شان راغلي، “د طالبانو لخوا ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو برابرول او د هغوی د افراطي ایډیالوژۍ ترویج هم د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر وړاندې ننګونې، رامنځته کوي. “

بل لور ته: د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال هم له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته، په دې هیواد کې د اسلامي ډلې (داعش) خراسان څانګې او القاعده د حضور د پراخیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

 په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت او خطر رد کړی.

د افغانستان په اړه په وروستیو کې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ورته څرګندونې زیاتې شوي، خو طالب چارواکي یې په پرله پسې په غبرګون کې څرګندونې بې اساسه ګڼي او د بشپړ امنیت او ټولو وسله والو ډلو د مهارولو ادعا کوي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان پریږده امریکا دغه ټولې بدبختې ستا لمسي او برطانیې د کړوسي سوډر کافرستان کارونه دي.نړۍ نوره هغه ستا په اند ړنده نړۍ نه ده ټول تاسي د بشریت دښمنان پیزني سي د تروریزم مخترعین یاست. 😡

  2. لطفا دغه مستند فلم د تیاره نړۍ تر عنوان لاندی وګورۍ، فلم ښۍ چی څنګه غربی استعمار د وسلو د تولیدوونکو او پلورونکو تر تاثیر لاندی اوس هم دوام لری
    لطفا ویی ګورۍ او د ملګرو سره یی هم شریک کړۍ، ځکه چی مونږ باید خپلی سترګی خلاصی کړو، د خپل هیواد او خلکو په ارزښت وبوهیزو
    https://www.youtube.com/watch?v=YFTUoQ39SJA&ab_channel=BestDocumentary

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب