شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د طالبانو له خوا د یوه بزګر د وژل کېدو...

بدخشان کې د طالبانو له خوا د یوه بزګر د وژل کېدو پر ضد مظاهرې

تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه ) له بدخشان څخه باوري سرچینو تاند ته تایید کړې، چې په درايم  ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د کوکنارو د اړولو د کمپاین پر مهال د یوه بزګر د وژل کېدو پر ضد نن په دویمه ورځ هم خلکو مظاهرې کړې دي.

مظاهره چیانو ادعا کړې، چې طالبانو د نظام الدین په نوم دغه بزګر د کوکنارو فصل د اړولو په وخت کې یې وژلی او هم یې ځواکونه د خلکو پر کورونو ننوتي.

دوی په اوښتي اخ و ډب کې د څو نورو بزګرانو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو یوه سیمه ییز ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د کروندګرو منځ کې ځینو کسانو د کوکنارو اړولو وخت کې ګډوډي جوړوله او د دوی پر ځواکونو یې د کاڼو ګوزارونه کړي.

هغه د یوه بزګر وژل کېدل تایید کړي، خو دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې طالبانو سره د خبرو لپاره ورغلي ۶ منځګړي هم طالبانو نیولي.

طالب ویاند د پېښې د څېړنې ژمنه کړې.

په ځینو نورو راپورونو کې د دې پېښې له امله د بدخشاني او نورو سیمو د طالبانو تر منځ د ناندریو ادعاوې هم شوي، خو طالب چارواکو خپلمنځي اختلافونه رد کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د کوکنارو او ټولو نشه یي توکو پر کر او کاروبار بندیز لګولی، چې دا پرېکړه یې له بدیل معیشت پرته بزګرو ته ملا ماتوونکې ګڼل شوې او نیوکې ورباندې موجودې دي.

4 COMMENTS

  1. د طالیبانو د کوکنارو د اړولو د کمپاین مرپوطه چارواکی د بدخشان په کلتور او عاداتو هیڅ اګاهی نلری. د بدخشان ډیري خلک د پخوا راهیسی د کوکنارو کښت په باغونو، کورونو او ځمکو کی پدی خاطر کوی. چه د کوکنارو څخه لاسته راغلی حاصل یا افیوم او تاریاک په خپله استعمال کړی. شاید ډیر کم خلک یی د تجارت لپاره کښت کړی.

    د بدخشان یخ اقلیم او طبابت ډیری خلک د پخوا راهیسي په دیی عادت کړیدی، چه دوی دورځی دری یا دوه کرته تاریاک استعمال کړی. حتی زیادتره خلک په دغه حالت ډیر شدید محتاط، عادت او عملیان شویدی. لکه د سګرټو، نصوارو او یا دچایو د عادت په شان.

    د بدخشان د کوکنارو کښت او حاصل د هلمند، بلخ او نورو ګرمسیرو ولایتونو سره فرق لری. ځکه په نورو ولایاتو کی د تجارت په خاطر کرل کیړی. او بل دا چه که په هلمند کی یو جریب ځمکه ۱۰ کیلو حاصل وکړی نو په بدخشان کی ۵ کیلو حاصل کوی.

    په بدخشان کی که ځینی خلک دری وخته ډوډی ونه خوری پروا نلری مګر که یو وخت افیوم ونه خوری نو د لیونیانو په شان حرکات کوی.

    طالیبان باید هر څه په زور، کوتک او ټوپک سره ونه کړی. په بدخشان کی باید د کوکنارو کښت په تدریج سره کم کړی.
    بل دا چه د خلکو رواج او عاداتو ته پاملرنه وکړی.
    د بدخشان څینی خلک د سهار چای کی بوره نه استعمالوی بلکه د بوری یا شکر برځای مالګه استعمالوی. همداسی تاریاک….

  2. پورته د لوستونکي نظر ته دا خبره هم باید ور اضافه سئ، چې بدخشان خلک د مارانو په څیر د ډوډۍ په ځاې خاوره او ایرۍ خورئ. په دا اندازه سپکاوي ندي په کار. ځینې پښتانه او په نورو قومونو کې هم ځینې نه ټول داسې
    خلک سته چې، اپین استعمالوي. جمع قضاوت ندي په کار. د لوستونکو همداسې بې مسؤلیته نظریات د کرکۍ او نفاق سبب کیږئ. په دا کې شک نسته چې، ځینې خلک به دا لعنت استعمالوي خو عام ندئ. ما د جمهوریت په لعنتي دوره کې هلته اته میاشتې نظامي وظیفه درلوده او داسې کوم څه چې، پورته لیکل سوي ندي لیدلي.

  3. ګران وطنداره، محتاط بل معنی لري، ستاسو مطلب «معتاد» دی، فرق نه کوي، موږ ټول خپلو لیکونو کې نیمګړتیاوې لرو! ګلونه

  4. ښاغلی او عزتمند کاسی صاحب مننه کووم بلی ځما مطلب معتاد دی. خپله غلطی منم. په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب