شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهوزیرستان کې جګړو رواني ناروغان زیات کړي

وزیرستان کې جګړو رواني ناروغان زیات کړي

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه ) د پښتونخوا په وزیرستان کې د نا امنیو او جګړو له بیا شدت سره، روغتیايي چارواکي د رواني ناروغانو د شمېر له بېساري زیاتوالي او ورته د درملنې د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري.

د پښتونخوا د یو شمېر روغتونونو چارواکو ډیوه راډیو ته ویلي، چې اکثره رواني ناروغان یې د وزیرستان اوسیدونکي دي.

د دوی په وینا، څېړنو یې ښودلې چې په دې سیمه کې د رواني ناروغیو د زیاتیدو اصلي دلیل هغلته د جګړو او نا امنیو زیاتوالی او پراختیا ده.

د ډېره اسماعیل خان مفتي محمود مېموریل ټیچینګ روغتون مشر ډاکټر عمر شاه ویلي، چې په دغه روغتون کې د نارینه او ښځینه رواني ناروغانو لپاره د درملنې دوه جلا څانګې موجودې دي، خو دواړه څانګې بیا هم د وزیرستان د رواني ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

سیمه ییزو خلکو ویلي، چې په وزیرستان کې دې د جګړو او وژنو روانه لړۍ ودرول شي.

د وزیرستان اوسیدونکي او ملتپال سیاستوال محسن داوړ څو ورځې وړاندې وویل، چې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو بیا په دې سیمه کې جګړو او وژنو ته شدت ورکړی، چې تر ډېره یې قربانیان او متضررین عام خلک دي.

پرون په دې سیمه کې د جماعت اسلامي ګوند د یوه محلي مشر د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

پښتانه ملتپال باور لري، چې په پښتنو سیمو کې د پاکستان پوځ د نا امنۍ ډراماتیکه لړۍ روانه ساتي چې د دوی په خبره، له نړیوالو د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم پیسې ترلاسه کړي او هم په دې سیمو کې پښتانه وځپي او د خپلې ازادۍ او حقونو غوښتو ته یې پرې نه ږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب