شنبه, مې 18, 2024
Home+دا مصنوعي ماډله د میاشتې ۱۰ زره یورو ګټي

دا مصنوعي ماډله د میاشتې ۱۰ زره یورو ګټي

تاند(یکشنبه، د ثور ۱۷مه) د هسپانیا د بارسلونا دې سور وېښتو ۲۵ کلنې نجلۍ ته هره اوونۍ د مشهورو کسانو له لوري ګڼ پیغامونه استول کېږي او له هغې سره د لیدو غوښتنې کېږي، خو دا ماډله، حقیقي نه ده.

د هغې نوم ایتانا (Aitana) دی، د مصنوعي ذهانت له لوري جوړه شوې ده. د هغې د جوړولو ډیزاینر روبین کروز نومېږي. هغه چې په خپله کمپنۍ کې مشتریان نه لرل، له سختې اقتصادي تنګسې سره مخامخ و.

کروز یورونیوز ته وویل:«موږ پر خپلو کارونو بیا کتنه وکړه او راته څرګنده شوه چې ډېری کارونه مو د هغو ستونزو له کبله چې زموږ له وسه بهر وو، په ټپه درېدل یا لغوه کېدل. تر ډېره د انفلوینسرانو یا ماډلونو ګناه وه نه د ډیزاین. نو مو پرېکړه وکړه چې په خپله یو انفلوینسر جوړ کړو چې د ماډل په توګه ورڅخه کار واخیستلی شي.»

ده زیاته کړه، هغه و چې ایتانا مو جوړه کړه چې د یوې ۲۵ کلنې نجلۍ ایدیال بېلګه وه.

دا مجازي ماډله د میاشتې تر ۱۰ زره یورو ګټي.

دا ډول مصنوعي ماډلې د ګڼو حقیقي ماډلو کارو بار ته سخت زیان اړوي.

ایتانا په څو میاشتو کې په انسټاګرام کې تر یولکو ۲۱ زره ډېر فالوران موندلي او عکسونه یې زرګونه داسي کسان ویني چې په دې نه پوهیږي چې ایا دا حقیقي انسان دی او که مصنوعي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب