شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان: پاکستان کې افغانستان سره د ښو اړیکو په سر مجازات...

فضل الرحمان: پاکستان کې افغانستان سره د ښو اړیکو په سر مجازات شوم

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه ) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان په پارلماني ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته د دې ناکامۍ دلیل د پاکستاني چارواکو لخوا ورته د هغه څه له امله مجازات ګڼلي، چې دی یې افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو هڅه ګڼي.

فضل الرحمان په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال دا ادعا کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

هغه، کابل او کندهار ته د خپل هغه سفر اشاره کړې چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو په درشل کې یې وکړ.

فضل الرحمان د دغه سفر پر مهال د طالبانو د کابل مېشتو چارواکو تر څنګ د هغوی له کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله اخند زاده سره هم ولیدل.

د راپورونو له مخې، فضل الرحمان او د قطر صدراعظم د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یوازیني دوه بهرني سیاستوال وو، چې طالبانو یې ملا هبت الله سره د لیدنې خبر تایید کړی.

هبت الله د ګڼو افغان سیاسي او مذهبي لوریو تر څنګ، د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي لخوا هغه سره د لیدنې غوښتنه ظاهراً د وخت نه لرلو په نوم رد کړې ده.

افغانستان ته د فضل الرحمان یاد شوی سفر شنونکو د دې لپاره باله، چې د طالبانو لخوا پاکستان ته د ښو پيغامونو د وړلو او عملي کولو له تضمین سره به د پارلمان څوکۍ وګټي، خو باور دا دی چې هغه د پاکستان لخوا ورکړل شوی دغه ماموریت ترسره نه کړای شو.

دغه مشهور پاکستانی ملا، چې د خپل هېواد پوځ او استخباراتو ته له تر ټولو وفادارو ملایانو ګڼل کیږي؛ لا هم نه شي کولای چې په ټاکنو کې د ده په وینا خپل ناکاموونکي مشخص او پر وړاندې یې د خپل غبرګون په اړه څه ووایي.

5 COMMENTS

  1. سور لنګوټی دی د هندوانو دی د پنجاب سپېه. همدغه شان شرمېدلی ښه ېې . لعنت دی په مفتی محمود شی چی تا غوندی بېغېرته دووس ېې زېږولی.

  2. مولانا صاحب،
    نه خپله سړی يې او نه دې دا شيګڼی چندان شی دی او نه دې هغه بادار آی ايس آی د سړي ځامن دي، نو د انسان او د عزتمند سړي ناسته پاسته او مړی ژوندی خو له خپل سيال سره وي.

  3. ملا ډیزلی هغه وظیفه چی تاته سپارل شوې وه تا سرته ونه رسوله او په خپل منافقت کښې ناکامه شوې او همدا دلیل ده چې ای اس ای د سومبی کی کوتک وواهه او نوم دې یې هم ممیز کښی شود

  4. مولانا صيب راځه. افغانستان کي خو بي له هغي هم ملاکراسي ده. دلته د هم ډوډۍ د ميز په سره ده. د چمن پاټک خو لار د تلو راتلو ده….. په په کويټه او کندهار کي ملا يو دۍ.

  5. مولانا صاحب،
    خدای ته مخ کړه چې ستا هم ښه ياديږي چې ستاسې پلار به تل د افغانستان تذکره په جيب کې ګرځوله او تاسې خو له غزني هلته دېره اسماعيل خان ګډه شوي ياست.
    او دا دې هم ياديږي چې ستاسې پلار به ويل :
    شکر چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې مې برخه نه ده اخېستې او هغه وخت پکې خپله رايه کارولې نه وه چې بيا به ورته د پنجاب مرکزي يا وفاقي حکومت ده او باچا خان او شهيد صمد خان ته د غدار نسبت کولو، نو ته سوچ وکړه چې تا خپله مينه او جونګړه خطا کړې ده او هسې بېځايه دې د پنجاب غوجل راټينګه کړې ده. پنجابی د هېچا نه خپليږي او تل موږ ته په زړه کې ټګ دی، نو دا خوا کې شېګڼی دې هم لږ پوی کړه چې شل کاله يې د پنجاب پر اخور وخوړه، خو پنجابی يې ونه پېژنده.
    خوشال خان
    اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
    کنه ما به د مغل ګرېوان پاره کا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب