جمعه, مې 3, 2024
Homeادبمعاني پوهنه | عزت الله نورزی

معاني پوهنه | عزت الله نورزی

په عربي، دري او فارسي ژبو کې ورته د معاني علم او په پښتو کې ورته معاني پوهنه وايي. معاني پوهنه له هغه جملو څخه بحث کوي، چې له لفظي قرینې پرته په خپله اصلي معنا په کار وړل شوې نه وي، نو په همدې اساس ورته د معاني علم یا معاني پوهنه وايي، چې د جملو له دویمې معنا څخه بحث کوي. دساري په ډول: د لوی سیلاب په لیدو سره چې یو چاته وایو: «څومره سیلاب روان دی.» وایو: سیلاب ته وګوره! سیلاب! یعنې امري جمله له لومړۍ معنا څخه و‌‌ایستل شوه، یعنې په دویمه خبري معنا کوم چې خبر له تعجب سره دی استعمال شوې ده.

اوس به مو په ذهن کې دا سوال پیدا شي چې جملې ولې په دویمه معنا استعمالوو، ګټه یې څه ده؟ اوس را ګرځو، دغې سوال ته ځواب پیدا کوو: په لیکنو او ادبي سبکو کې جملې او کلمې د لومړۍ معنا پر ځای په دویمه معنا کاروو؛ ځکه ادبي وینا له عادي وینا سره فرق لري، د ادبي وینا اغېز تر عادي وینا زیات وي، لکه: یو څوک وایي: «احمد مړ شو.» عادي جمله ده، موږ له دې جملې سره پوره اشنایي لرو، زموږ د خواخوږۍ احساس نه‌شي را پارولی؛ خو که دا جمله داسې ولیکو: «د احمد د ژوند پاڼه و رژېده یا نن بیا د یوه ګلاب جنازه ملایکو وکړه.» اوس څرګنده شوه چې د دواړو جملو ترمنځ څومره توپیر موجود دی او کومه وینا موږ د زړه په سترګو ګورو. د بلاغت دنده د بریالۍ او اغېز ښیندونکې وینا کړنه ده. يه یوه ښار کې ړوند اوسېد، د دېوال له څنګه ناست و، پر دېوال لیکلي و، زه ړوند یم مرسته راسره وکړئ. څوک به چې په دې لاره روان و، لیکنه بې ولوسته، نور به روان شول، یو کس راغی له دېوال څخه یې دا لیکنه ړنګه کړه او پر دېوال یې ولیکل، څومره ښکلې هوا ده خو افسوس چې زه یې نه‌شم لیدلی. خلکو چې دا لیکنه ولیده، د خواخوږۍ احساس یې پیاوړی شوی، په ړانده یې زړه وخوږېد، له ړاند سره یې کومک ته بډې ووهلې.

د شاعر او لیکوال لپاره اړینه برېښي چې د ژبې ټولو امکاناتو ته لاس رسی پیداکړي او په اصولو یې پوه وي او په دې و پوهيږي چې کوم مهال خبري جمله، تر امري جملې ګټوره او اغېز لرونکې تمامېدای شي.

که له داسې ښوونکي سره مخ شئ چې په په میاشت یا اونۍ کې یوه ورځ ټولګي ته درځي، نور ټوله ورځ په خپلو کارونو بوخت وي. که د هغه په وړاندې و وايئ: «استاده! درس ته راځه.» استاد قهرجن کيږي، که دا خبره داسې ور‌‌ته وکړئ: «زاهد ډېره ښه استاد دی، هره ورځ درس ته راځي، غیرې حاضري نه کوي.» نو مطلب دا شو چې ته هم راځه، نو دلته مو استاد په رمز پوه کړ، نو دلته به نه ښوونکی خفه وي او نه به تاسې ور‌سره زیاتی کړی وي.
کوم هلک چې درس نه وايي، پلار یې ورته وايي: «زموږ دګاونډي زوی، اسد اول نومره شوی دی.» د دې جملې دویمه معنا دا ده چې ته هم درس و وایه چې اول نومره شې. دا جمله د مخاطب له حال او سویې سره سمون لري، ځای هم دا غوښتنه کوي چې دا خبره ور‌ته وشي. که دلته زوی ناکام وي هغه خو هسې غوسه دی او پلار نور هم ورته و وايي چې درس و وایه، حال بې څه وي؟!

له تاسې سره معاني مرسته کوي چې داسې کړنې ترسره کړئ، چې د پرمختګ لامل مو شي او خپله خبره مو د پښمانتیا لامل نه‌شي. موږ ځکه معاني لولو چې د ژوند له اصولو او شېو مو خبروي. دبریالۍ وینا چلونه را په ګوته کوي.

موږ کلمې او جملې ځکه په دویمه معنا استعمالوو چې زموږ خبره ښه او سم پوهاوی ورسوي او مخاطب مو داسې پوه شي چې بیا یې تکرار ته اړتیا نه وي او فکر به کوو چې زموږ خبره په کوم مهال کې ډېره اغېز ښېندونکې ده. هغه وخت زموږ خبره ډېره ارزښت لرونکې ده چې د مخاطب او لوستونکي له سويې او اړتیا سره سمون وخوري.

که موږ د خوشحال خان په باره کې خبرې کوو او زموږ اورېدونکی یا مخاطب د ښوونځي د دورې متعلم وي، نو موږ په تفصیل د خوشحال په ژوند رڼا ور‌ته اچوو؛ ځکه زموږ مخاطب خالي ذهنه دی، ډېرو معلوماتو ته اړتیا لري؛ خو که د لومړي ټولګي زده‌کړیال وي بیا د دې اړتیا نه‌شته، چې د خوشحال د جنګو په اړه معلومات ورکړو او ماشوم په لوی لاس جنګ ته وهڅوو.

که زموږ مخاطب د پوهنتون محصل وي او موږ د خوشحال خان په باره کې معلومات ورکوو، هغه ته لنډ معلومات ورکوو؛ ځکه د ځای غوښتنه همداسې ده، که غواړي ډېر معلومات ترلاسه کړي، بیا ور‌ته ماخذونه په نښه کوو.

په ورستیو بحثو کې به په دې تړاو خبرې وکړو، چې څه وخت په خبرو کې اطناب (اوږدوالی) وکړو او څه وخت ایجاز (لنډون) وکړو او څه وخت خبرې مختصرې او مساوي وکړو؟

موږ چې له ادبیات یادونه کوو، موږ د هغه له وینا څخه مراد لیکل دي، ورسته به په همدې تړاو خبرې کوو چې څنګه د مخاطب له حال سره مطابق خبرې وکړو او څنګه کولی شو، د مخاطب په حال ځان پوه کړو.

په ادبیاتو که یوه برخه، تدریسي کتابونه دی، هغه معلوم دی چې موږ له کوم معیار څخه پکې کار واخلو او زموږ شاګردان په کومو مواردو پوهيږي او د کومو له مطالعې بې برخې دي او کوم شیان باید ورته وویل شي. د کومو کتابونو ماخذونه ورکړل شي او که د یوه ټولګي لپاره موږ کتاب لیکو، نو لومړی اړینه ده چې د شاګردانو له سويې ځان خبر کړو، د شاګردانو د درک د قوې معلومات ترلاسه کړو چې کومې کومې موضوع ګانې ور‌ته پکې شاملې کړو، کومې مخې ته راوړو، کومې ورسته کړو، کومې د شاګردانو له سويې سره سمون لري او کومې باید را نه وړل شي.

د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې چې استادان فرعي څانګو ته ځي، ځينې ورته ګرامر تدریسوي، ځینې لرغوني متون… خو کوم ګرامر چې دري ژبو یا پښتو ژبو ته تدریسیږي، هغه ګرامر د اصلي څانګې د زده‌کړیالانو تدریسي کتاب هم دی. د شاګردانو سويه په نظر کې نیول شوې نه وي ، تر پایه هېڅ پوه نه‌شي؛ هغه مهال چې د پردۍ ژبې ګرامر ورته تدریسیږي، د خپلې ژبې د ګرامر په تړاو هم کوم معلومات نه لری.

تر ټول اړینه خبره دا ده چې لومړی د خپلې ژبې ګرامر زده کړو، بیا نورو ژبو ته لاس اوږد کړو، نو بیا کولای شوو، چې پردۍ ژبه هم زده کړو. زموږ د چاپیریال د انګلیسي کورسونه یوازې له صفر انګلیسي شروع کړي په اېډوانس یې ختمه کړي، خو شاګرد له ګرامري اصولو سره بلدتیا نه لري؛ ځکه هغه د خپلې ژبې له ګرامر سره اشنایي نه لري. غوره به دا وي چې لومړی دخپلې ژبې په اصولو ځان پوه کړو.

په داستان لیکنه او کیسه لیکنه کې موږ ته مخاطب مهم دی؛ خو تر مخاطب موضوع راته اړینه ده، چې موضوع په کوم لوري وغځوو او په کومه خوا یې بوځو چې خوند یې ډېر شي. په کوم لور ولاړه شي، کیسه کامیابه ده، هلته زموږ مخاطبین د یوې دورې خلک نه دي. نو موږ ته د کیسې کامیابي اړینه ده چې کیسه له تخنیکي او علمي پلوه کامیابه پرمخ یوسو.

که لیکوال کیسه لیکي ورته وبه وايې، چې اسانه او روانه یې راته ولیکه، خو شاعر ته خو داخبره نه‌شي کولای چې ماته شعر اسانه او روان ولیکه. معاني پر همدې موضوع خبرې کوي، چې څنګه کامیابه وینا وکړو، له کوم هنر ګټه پورته کړو، چې د کامیابۍ لاره راته خلاص شي او معاني شاعر ته مخکې مشوره ورکړي چې داسې شاعري وکړي چې هم یې شعر کامیاب وي او هم یې لوستونکي ترې خوند واخلي، کنه شاعر خو د الهام لارې ته ناست دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب