جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزد ښځو دوې ښکلاوې؛ د سينګار او طبېعي ښکلا ترمنځ تعادل 

د ښځو دوې ښکلاوې؛ د سينګار او طبېعي ښکلا ترمنځ تعادل 

ژباړه؛ نجيب احمد عزيزي

ټول کسان دا خوښوي چې ښايسته واوسي، په تېره بیا مېرمنې، که څه هم ښځې له طبېعي ښکلا برخمنې هم دي، خو زیاتې بیا پر ځان بې‌باوره وي او ټوله ورځ پر سينګار تېره کړي، دوی دا فکر کوي چې له سينګار پرته مو څوک نه‌ پېژني او نه يې تر پام ښې ور ځو.

تر ډېره هغه جامې اغوندي چې په خپله هم ترې په عذاب او ډېرې تنګې وي، د لويو پوندو بوټونه يې زیات خوښېږي په دې خاطر چې لوړه پکې ښکاره شي، له سره تر نوکه ټول ځان يې سينګار کړی وي، دا که له يوې خوا د لګښت سبب ګرځي او په راتلونکي کې يې زیانونه هم ډېر وي چې پوستکی تر وخت وړاندې ګونځې او زوړ ښکاره کړي.

 شخصي نظافت او سينګار د ښکلا لپاره ښه دی، همدارنګه د بدن اضافه وېښتان له ځانه لرې کول، ځکه باندنی سينګار او پاکې جامې په خيرن بدن اغوستل ښه نه وي، که سينګارتون ته نه‌شوای تلای، په خپل کور کې هم ځان ته شيان اماده کولای شي.

نو عطر لومړی د مېرمنو جذابیت څرګندوي، خو دغه کار يوازې په کورنۍ پسې تړلي هغه مهال چې د کورنيو په ګډو مجلسونو کې ګډون کوي له بل لوري به نورې ښځې د بې‌نظافتي شک نه ور باندي کوي.

زیاتې مېرمنې د کور د کار له امله خوله کېږي د دودونو ګردونو بوی ورسره ګډېږي چې نورې ښځې يې ملامتوي، ځکه زموږ په ټولنه کې يو ناوړه رواج دا دی چې له اجازې پرته ښځې د نورو همسايه کورونو ته ورځي او په داسې حال کې يې ويني چې مصروفه وي.

نو مخکې له مخکې مېرمنو ته دا اړينه ده چې د کار جامې، د ست‌کش، ماسک ولري وېښتان او ټول بدن له ګردونو پټ کړي، له وزګارتيا سره سم حمام وکړي او بیا پاکې جامې پر تن کړي، که چېرته يې د کورني کار لپاره سم مهالوېش جوړ کړ، له يوې خوا به ذهناً ارامه د کور کارونه سم، نظافت او سينګار به يې هم نه بې‌ټېمه کېږي.

لاسونه او نوکان لومړی د پاملرنې وړ ګرځي؛ نو که چېرته پاک او سپين وي، د ټول بدن د ښکلا او نظافت څرګندونه کوي، مګر چټل لاسونه او نامنظم نوکان يوازې د چټلې ښکارندويي کوي.

په پای کې د خبرې ته پام وکړئ! د ځان جوړولو لپاره مه زياتې پيسې لګوئ او مه طبېعي خدای در کړې ښکلا مصنوعي کوئ، څومره چې مناسب وي، هغسې ځان سينګار کړئ او دې ته پوره پام کوئ چې طبېعي ښکلا په مصنوعي رنګونو تته نه کړئ، ځکه تر حد زیات کريم او نور سپينوونکي رنګونه پوستکی تر وخت وړاندې ګونځې کوي او په مخ کې خال خال سوري پيدا کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب