شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبجادويي ریالېزم | حبیب الله مېرخېل

جادويي ریالېزم | حبیب الله مېرخېل

ارواښاد محمد صدیق روهي په خپل اثر «ادبي څېړنې» کې لیکلي: «که په ساده ژبه ووایو، ریالېزم د ژوند د واقعیتونو ښکاره کولو ته وايي.» یا ریالېزم د معنا د اتساع له مخې د ژوند او واقعیت څرگندونه ده؛ نو په دې حساب ټول هغه ادبي آثار ریالېستیک بلل کیږي چې ژوند یې په واقعي او ریښتینې بڼه بیان کړی وي. ریالېزم له واقعیت څخه پیروي او له تخیل څخه لرې کېدل او دغه راز په متن کې د احساساتو له ورگډولو ډډه کولو ته هم ویل کیږي. ریالېزم د ځانگړې مانا له مخې هغه مکتب دی چې له رومانتيسېزم وروسته په ۱۸۳۰ شاوخوا کالو کې په فرانسه کې رامنځ ته شو.  په نولسمه پېړۍ کې د بالزاک، ستاندال، فولبر او تولستوی په څېر لیکوالو په قیام سره رومانتېزم مکتب خپل ټغر ټول او ریالېزم وېړ کړ. کرار کرار ریالېزم د نولسمې پېړۍ په مهم ادبي جریان بدل شو. ریالېزم د داستان لیکلو بنسټ د طبیعت او ټولنې پر قوانینو کېښود او د انسان د برخلیک ریښې لټه یې په چاپېریالیزو شرایطو او فردي ځانگړنو کې پیل کړه. 

د نولسمې پېړۍ په لړ کې نه یوازې ریالېزم د بشپړېدو پړاوونه ووهل بلکې نورو علومو ته یې هم لاره وکړه او په خپل ذات کې په څو نورو څانگو ووېشل شو. ابتدايي ریالېزم، سوسیالېستي ریالېزم، انتقادي رایالېزم… او جادويي ریالېزم یې لویې څانگې گڼل کیږي. 

جادويي ریالېزم د ریالېستیک ادبي مکتب هغه څانگه ده چې په کې د واقعیت جوړښتونه خپلې بڼې بدلوي، واقعي نړۍ د علت او معلول د ځانگړو اړیکو له مخې منځ ته راځي. یانې دا چې جادويي ریالېزم په اصل کې د واقعیت، افسانې او تاریخ گډ ترکیب دی. په هغو داستانونو کې چې د جادويي ریالېزم په سبک لیکل شوي وي، هرڅه عادي دي خو یوازې یو جادويي او غیر طبیعي عنصر هم په کې شته وي. 

جادويي ریالېزم، د واقعیتونو له جادويي نړۍ څخه راوتلی ژانر

جادويي ریالېزم هغه فوق العاده په زړه پورې او منل شوی ژانر دی چې د لاتینې امریکا د خلکو له جادويي نړۍ لید څخه یې ادبي نړۍ ته لاره کړې. هغه څه چې د «جادويي ریالېزم» له اورېدو وروسته سم لاسي زموږ ذهن ته راځي، د لوی کولمبیايي لیکوال گبرېل گارسیا مارکیز نوم دی.  جادويي ریالېزم تر ډېره د گارسیا په څېر لیکوالو له خوا کارول کېده ترڅو له ټولنې شړل شویو او گوښه گیرو کسانو د ژوند کیسې او داستانونه په کې روایت کړي؛ همدا موضوع سبب شوه چې دغه ژانر له سیاسي ځواک او نفوذ لرونکو کسانو څخه په انتقادي غږ بدل شي. جادويي ریالېزم په پټه خوله او ضمني بڼه له ټولنې او ځانگړې توگه مخورو او اشرافو نیوکه کوي؛ ځکه چې دغه ژانر د اعیانو او اشرافو د احوالو په ځای د بېوزله او نا شتمنو کسانو ژوند بیانوي. جالبه دا ده چې دغه اغېزناک ژانر له زیان اړوونکو پالیسیو څخه د انتقاد په موخه، له ضد امپریالېستي، مارکسېستي، فمېنېستي او د دغو ټولو د ترکیب له اړخه هم کارول شوی دی. هغه موضوع چې د جادويي ریالېزم د ټولو لیکوالو د اتصال ټکی گڼل کیږي، د تخیل تر سیوري لاندې واقعیت په اډانه کې له ټولنې پردي شویو او ربړېدلو کسانو د احوالو بیان دی. 

له څو پېړیو راهیسې فانټیزي یا تخیلي رومان د نړۍ په کچه لوی شمېر کسانو ترمنځ له پراخ محبوبیت او شهرت برخمن دی، خو تر شلمې پېړۍ یې وخت واخيست ترڅو د رومانونو د مېتافزیکي او خارق العاده عناصرو ادبي ارزښت وپېژندل شي؛ مگر په دې اړه هېڅوک هم د گبریل گارسیا مارکیز په اندازه د دغه مثبت بدلون په راوستو کې بریالي نه وو. د لاتینې امریکا دغه لیکوال د جادويي ریالېزم یو له بنسټ اېښودونکو  گڼل کیږي؛ اوس خبر دا ده چې «جادويي ریالېزم» دقیقا ً څه دی؟ 

جادويي ریالېزم څه دی ؟

جادويي ریالېزم په اصل کې له ریالېزم سرچینه اخلي. ریالېزم د یوه هنري غورځنگ په توگه په ۱۹ پېړۍ کې د گوستاوکوربه په نوم فرانسوي انځورگر او نقاش له آثارو سره وزیږېد او بالزاک شهرت ته ورساوه. له کوربه وړاندې، د رومانتیکي دورې هنرمندانو داسې آثار پنځول چې واقعیت یې له هر ډول عیب او نیمگړتیا پرته نندارې ته اېښود؛ منظرې خورا ښایسته وې، احساسات او عواطف له مبالغې سره مل بیانېدل، په مجسمو او نقاشیو کې هېڅ راز ستونزه او نیمگړتیا نه لیدل کېده. خو په فرانسه کې د ۱۸۴۸ کال له انقلاب وروسته، هنرمندانو د واقعیت د کره او بې مبالغې څرگندولو لپاره، د ژوند دغه شان «رومانتیزه کولو» ته شا کړه. بېوزلانو له دې وروسته په نقاشیو او انځورگریو کې پاکې جامې نه لرلې او که د نقاش تر مخې شته ټوکرۍ کې مېوه خوسا کېده، په انځور کې هم په هماغه خوسا او فاسده شوې بڼه انځورېده. دغه غورځنگ د عکاسۍ په اختراع سره نور هم وده او پراختیا پیدا کړه؛ ځکه انځورونو کولای شول د نقاشۍ ماډل ته د ځیر کتلو په ځای، په ډېر وخت کې بېلابېلو عکسونو ته وگوري او خپله نقاشي د هغه له مخې وزیږوي. د ادبیاتو اړوند ریالېزم کې هڅه کېده چې د هغه مهال ژوند لکه څرنگه چې دی، هغسې بیان کړي. په دې اړه یوه له غوره بېلگو څخه د جورج الیوت اثر «میډل مارچ» دی؛ د دغه رومان کرېکټران د هغه مهال په محلي ژبه او دودیز گړدود خبرې کوي او الیوت د هغوی ټول کارونه، ان ډېرې ساده او عادي چارې هم بیان کړې دي. 

د حکومتونو او ابر قدرتونو استبداد، استثمار او اختناق سبب شول چې وروسته پاتې ټول لیکوال او شاعران ونه شي کولای واقعیت له خپلې خولې بیان کړي. له همدې امله اړ شول چې د خپلو لیکنو او داستانو په چوکاټ کې یو مافوق الطبیعت موجود ورگډ او د هغه په مرسته د ټولنې واقعیتونه بیان کړي. 

لکه څرنگه چې ریالېزم د رومانتيسېزم پر وړاندې غبرگون گڼل کیږي، جادويي ریالېزم هم د ریالېزم یا حقیقت او واقعیت پالنې غورځنگ پر وړاندې غبرگون دی. د «جادويي ریالېزم» اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۵ میلادي کال د یوه جرمني هنري کره کتونکي فرانزه روه(Franz roh) له خوا په خپل یوه اثر کې وکارول شوه. ده دغه اثر د هغو آلماني نقاشانو په اړه لیکلی و چې موضوعاتو یې تر ډېره تخیلي او رویايي بڼه لرله. روه دغه اصطلاح د دې لپاره جوړه کړه چې غوښتل یې داسې هنري ډلبندي رامنځته کړي چې د ریالېزم له سختو او ټینگو محدودیتونو او پولو فاصله ولري. آنخل فلورس دغه اصطلاح د هسپانیايي لیکنو د بیان لپاره وکاروله. فلورس،  بورخس(Borges) د دغه سبک استاد او کافکا(Kafka) یې د هغه اروپايي سیال گاڼه. فلورس وايي، د ادبیاتو په قلمرو کې جادويي ریالېزم هغه سبک دی چې په کې لیکوال له هر راز تعجب او حیرت پرته، خیالي او توهمي پېښې د واقعي پېښو په بڼه بیانوي. د فلورس تعریف په تدریج سره پراختیا ومونده او کلونه پرې تېر شول تر څو دغه اصطلاح په ۱۹۴۰ کال د لاتینې امریکا او کارایب حوزې په هېوادونو کې د یوه هنري غورځنگ په نوم شهرت پیدا کړي. جادويي ریالېزم په لاتینه امریکا کې د روایتونو د یوه سبک په بڼه د گبرېل گارسیا مارکیز له نوم سره وتړل شو. گارسیا هم په خپلو لنډو کیسو او هم رومانونو کې د جادويي ریالېزم له سبک کار واخیست. جادويي ریالېزم د هغه فرعي ادبي ژانر بیانولو لپاره کارول کیږي چې د خوزې مارټي او روبن ډاریو په شان لاتینې امریکا لیکوالو له خوا په ۱۹۵۰ لسیزه کې وپنځېده. که څه هم په دې ژانر کې د طبقه بندي شویو آثارو منځپانگه او سبک له یو بل سره توپير لري، خو داسې ځانگړنې او عناصر هم په کې شته چې په دغو ټولو آثارو کې تکراریږي: داستان باید په یوه واقعي چاپېریال کې له جادويي او مافوق الطبیعي عناصرو سره مل جریان ولري. د جادويي ریالېزم د جذابیت یو دلیل دا دی چې دغه ژانر د ریالېستي او فانټیزي داستان ترمنځ پولې له منځه وړي؛ لکه په «محبوب» ناول کې د مړو شخصیتونو شتون  د گابریل گارسیا ماکیزاثر «سل کاله یوازیتوب» کې د وخت گرځېدل. د فانتیزي ناولونو برعکس، د جادويي ریالېزم لیکوالان د خپل داستان د مافوق الطبیعي او جادويي عناصرو په اړه اطلاعات په شعوري بڼه مخاطب ته نه ورکوي ترڅو جادويي پېښې د معمولي حوادثو په څېر انځور کړي او نا شونتیاوې د عادي او ورځني ژوند په چوکاټ کې وړاندې کړي. 

تعریف:

جادويي ریالېزم له خیالي او رویايي پېښو، افسانوي، اسطوره يي او فولکلوریکو عناصرو سره د واقعیت گډونه ده. په دې تعریف کې اساسي ټکی دا دی چې په جادويي ریالېزم کې غیر واقعي پېښې د هغه داستان په زړه او اډانه کې پېښیږي چې واقعي ښکاري خو دغه پېښې ښايي یوازې د لوستونکي له خوا غیر واقعي، غیر باوري، عجیبې او پردۍ یا ممتنع ښکاره شي مگر د لیکوال او د داستان د کرېکټرونو له انده، دغه پېښې شونې او د احتمال له قلمرو څخه بهر نه دي. همدا ټکی د جادويي ریالېزم او د داستان لیکنې د نورو سبکونو ترمنځ خط راکاږي. د داستان لیکلو په تاریخ کې، واقعي پېښې یا هغه پېښې چې پېښېدل یې شوني ښکاري، دغه راز هغه پېښې چې د انسان په ذهن کې جوړې خو غیر احتمالي ښکاري، د اسطورې، فابل، رومانس، تخیلي او فانټزي داستانونو په چوکاټ کې بیان شوې دي، مگر په جادويي ریالېزم کې د تخیل او اوقعیت ترمنځ پوله ورانه شوې او هرڅه عادي ښکاري. که څه هم خیالي عناصر په ډېرو کیسو او داستانونو کې شته، مگر یوازې د خیالي عنصر شتون سبب نه کیږي چې داستان جادويي ریالېزم وگڼل شي. ایزابل آلنډه(Allende) د جادويي ریالېزم او علمي تخیلي لیکنو ترمنځ د توپير لپاره لاندې مثال راوړي: 

که ووایو چې «یوه ښځه آسمان ته وخته»، دا یو علمي تخیلي عبارت دی؛ ځکه آسمان ته د انسان ختل یو خارق العاده او ناشونی کار دی. خو که ووایو چې «په وریښمین ټوکر کې نغښتې ښځه چې له وجود یې وړانگې خپرېدې، آسمان ته وخته»، دا نو بیا جادويي ریالېزم شو. ځکه چې د یوه ملموس تصویر په مرسته هغه څه ته د منلو وړ بڼه ورکوي چې تر ډېره خارق العاده ښکاري. 

په جادويي ریالېزم کې لیکوال هڅه کوي د خپل وخت پېښې او واقعیتونه د انسانانو د واقعي خو اسرارآمیزه کړنو او پېښو په چوکاټ کې څرگند کړي. لیکوال د داستان کرېکټرونه تر تجزیې او تحلیل لاندې نه نیسي او دغه کرېکټرونه په کې له غیر عادي پېښو او پدیدوتعجب نه کوي. لیکوال هڅه کوي چې ورځنۍ، تاریخي، اعتقادي، پخوانۍ او اوسنۍ پېښې سره گډې کړي او د واقعیت یو څو اړخیز انځور ترې را وباسي. لیکوال له یوې خوا واقعیتونه بیانوي او له بلې خوا خیالي عناصر د واقعي عناصرو ترڅنگ کېنوي ترڅو یې لوستونکی خیالي او خرافاتي ونه گڼي. لیکوال د پېښو د سمون او نا سمون په اړه قضاوت نه کوي او همدا سبب کیږي چې لوستونکی احساس کړي چې لیکوال او د کیسې کرېکټرونه یې په هغه څه باور لري چې ویل کیږي. 

نو، جادويي ریالېزم د داستان لیکلو هغه نوی سبک دی چې په کې لیکوال «سحر او جادو»، «وهم او خیال» «طبیعي او مافوق الطبیعي» شاخصونه داسې په ماهرانه او هنري بڼه د «واقعیت» په جامه کې سره نغاړي چې د داستان کرېکټرونه او پېښې د لوستونکي په سترگو کې پوره واقعي او د منلو وړ ښکاره شي. 

د جادويي ریالېزم عناصر

د جادويي ریالېزم په داستاني سبک کې، د واقعیت او تخیل عناصر داسې په یو بل کې ننوځي چې په پای کې ترې رامنځته شوی داستان له هېڅ یوه خپل لومړني عنصر سره ورته والی نه لري. داستان به هغه مهال ډېر په زړه پورې او طبیعي وي چې د واقعیت او تخیل دغه تلفیق په داسې استادانه بڼه وشي چې د داستان په اډانه کې ټولې غیر واقعي او خیالي پېښې په پوره توگه واقعي او طبیعي ښکاره شي؛ داسې چې لوستونکی یې په ډېره اسانۍ ومني. د مثال په توگه، د گبرېل گارسیا په «وزر لرونکی بوډا» لنډه کیسه کې د لویو وزرو لرونکې فرښته د یوې بېوزله کورنۍ په انگړ کې رالويږي؛ کله چې د کورنۍ غړي دغه فرښته ویني، نه یې له لیدو حیرانیږي او نه یې له فرښته توب بلکې دا یوه عادي پدیده گڼي. کولای شو ووایو چې جادویي ریالېزم په اصل کې د خیال او واقعیت له عناصرو جوړ شوی ترکیب دی چې لاندې ټکي یې تر ټولو مهم عناصر او شاخصونه گڼل کیږي. 

  1. د جادو او واقعیت متعادل ژوند: د داستان لیکلو په دې ژانر کې پېښې او کرېکټرونه په دواړو واقعي او غیر واقعي نړۍ کې ژوند کوي او له واقعي نړۍ څخه مجازي نړۍ ته د لېږدېدو پرمهال، له حیرانتیا او هیجان سره نه مخ کیږي. یانې دا چې د جادويي ریالېزم په سبک لیکل شویو آثارو کې د واقعي او مجازۍ نړۍ ترمنځ د پولو ټاکنه ناشونې ده او له بلې خوا، په دغو دواړو جهانونو کې پېښې په طبیعي او منل شوې بڼه څرگندیږي. 
  2. د واقعیت په اډانه کې د خیالي پېښو بیان: د جادويي ریالېزم په سبک کې لیکوال هڅه کوي غیر عادي او عجیبې پېښې د واقعیت په جامه کې را ونغاړي او د شک له پردې یې راوباسي. لیکوال هېڅکله هڅه نه کوي د خارق العاده پېښو علت وسپړي او یا یې روښانه کړي. یانې دا چې لیکوال د مخاطب په ذهن کې د خیالي او غیر واقعي پېښو د منل کېدو لپاره هېڅکله د دغه شان حیرانوونکو پېښو په تړاو له شک او هيجان سره نه مخ کیږي. 
  3. اسطوره او سمبول: د جادويي ریالېزم سبک له نورو عناصرو کولای شو په دې سبک لیکل شویو داستانونو کې د ملي او محلي اسطورو ژور حضور ته اشاره وکړو. اسطوره په اصل کې د حکایتونو هغه ډول دی چې خلک یې د هغو موجوداتو په اړه لري چې د عقل او عادي تصور له دایرې څخه بهر وي. یانې دا چې اسطوره تر ډېره د خارق العاده پېښو او خدایانو پر شاوخوا چورلي. د داستان لیکلو په جادويي ریالېستیک ژانر کې د اسطورې ځای داسې دی لکه د داستاني ادبیاتو حوزې یو نامتو څېړونکی چې وايي: «جادويي ریالېزم له درېیو عناصرو تشکیل شوی «وهم او خیال»، «مېتافزیکي عناصر» او «اسطوره». د اسطورې ترڅنگ، «سمبول» او سمبول جوړونه هم په دغه شان داستانونو کې لیدل کیږي. د داستان لیکولو په دې سبک کې د اسطورو او سمبولونو کارونې فلسفه ښايي د افکارو مرموز بیان او د لیکوال پر ټولنې د واکمنو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو تر غیر مستقیم انتقاده ورسیږي. 
  4. تقابل: د جادويي ریالېزم په سبک لیکل شویو آثارو یوه مهمه ځانگړتیا هم په کې شته تقابل او دوگانگي ده. د دغه سبک لیکوال هڅه کوي غیر متجانسې صحنې د ښاري او کلیوالي، غربي او ولسي، واقعي او خیالي، طبیعي او مافوق طبیعي صحنو د تقابل په چوکاټ کې له یوبل سره څنگ په څنگ کېږدي. 
  5. ژور ټولنیز، سیاسي او فرهنگي رنگ: اساسا ً هغه داستانونه چې د جادويي ریالېزم په سبک لیکل کیږي، له ژور ټولنیز، سیاسي، فرهنگي او آن اقتصادي رنگ څخه برخمن وي او لیکوال د دغو عناصرو او په ټولیزه توگه د خپلې ټولنې د شرایطو په تړاو «انتقادي تگلاره» لري. 
  6. د لیکوال بې طرفي: لیکوال د داستان د پېښو په بیان کې خپله بې طرفي ساتي او د داستان د پېښو د ریښتیا او دروغوالي په تړاو قضاوت نه کولو سره مرسته کوي چې مخاطب د داستان په اړه خپل ځانگړی قضاوت او برداشت ولري. 
  7. اکسپرسیونیستي او سوریالېستي بیان: د داسې غیر متجانسو انځورونو او پدیدو جوړونه ده چې د منطق او تفکر له لارې نه بلکې د لاشعوري ضمیر له لارې د کشف وړ وي.

په داستاني ادب کې د جادويي ریالېزم ځانگړنې

  1. جادويي ریالېزم ډاروونکی حالت لري. په دې ادبي سبک کې واقعیت او حقیقت له یو ډول وېرې او ډار سره ترکیبیږي، خو د وهم او ډار اړخ یې څرگند وي. 
  2. جادويي ریالېزم زیات جنسي یا شهواني (Erotic) اړخ لري. کولای شو ووایو چې د جادويي ریالېزم په سبک لیکل شویو رومانونو کې یو ډول ایروتیک جنون شته . په دغو آثارو کې وخت ته د نوسټالوژۍ او تېرو خاطراتو له تکرار سره اړیکه ورکول کیږي. غوره بېلگه یې د گارسیا سل کاله یوازیتوب دی.
  3. له اسطورې څخه الهام اخيستی یو ډول فانټیزي یا خیالبافي پر جادويي ریالېزم سیوری غوړولی او له وهم سره مل تفساني تخیل سبب شوی چې جادويي ریالیزم له سوریالېزم سره نیږدې او ورته کړي. 
  4. په جادويي ریالېزم کې د کلاسیک جوړښت د «علت – معلول» او «مکان – زمان» او کرېکټر جوړونې جوړښتونه له منځه ځي. 
  5. جادويي ریالېزم د مأیوسۍ او ناهیلۍ اړخ لري، د بشر یوازیتوب، بېگانه توب او له ځانه پرديتوب یې د نا هیلۍ او تریخوالي دغه اړخ نور هم څرگند کړی. 
  6. جادويي ریالېزم د یوه ادبي سبک په توگه، په خپل ډول کې مانا گریز او آرماني ضد دی. جادويي ریالېزم د لیکوال آرماني ژمنتوب یا مبارزه يي مسؤلیت ته پام نه کوي. 

 

کوم ډول متون د جادويي ریالېزم بېلگه گڼلای شو؟ 

لکه څرنگه چې وړاندې وویل شول، یوازې د خیالي او مافوق الطبیعي عنصر شتون سبب نه کیږي چې داستان جادويي ریالېزم وگڼل شي. د جادويي ریالېزم تر ټولو لوی شاخص دا دی چې په متن کې واقعیت او تخیل ته جادو او مافوق الطبیعت جامې ور اغوستل شوې وي. داسې چې لوستونکی احساس وکړي د کیسې کرېکټرونه، پېښې او هرڅه طبیعي دي او د انسانانو په ژوند کې پېښېدای شي. د مثال په توگه، که د گبرېل گارسیا مارکیز «سل کاله یوازیتوب» رومان ته وگورو، هلته د رومان متن په ډېر عجیبو پېښو او صحنو ښکلی شوی. ډېر پخواني مړي را ژوندي کیږي، د ژوندیو محفلونو ته راځي او له خلکو سره گوري. له پسرلي پرته نورو فصلونو کې هم باران اوري، فرشونه آلوځي او یو انسان څو نسله ژوندی پاتې کیږي. 

لاندې متن د ټوني موریسون  د گران «Beloved»(1987) رومان یوه ټوټه ده  چې د ادبیاتو د نوبل جایزه یې هم ترلاسه کړې. دغه رومان د «سېټ» په نوم داسې یوه کس او د هغه د کورنۍ د داستان بیانولو لپاره د جادويي ریالېزم له تخنیکونو گټه اخلي چې د ارواح په کور کې یې ژوند کاوه.

۱۲۴ کینه گر وو. لکه د تي رودونکي ماشوم له کینې ډک. هم د کور ښځې په دې پوهېدې او هم ماشومان. څلور کاله هر یوه په خپله طریقه له دې کینې سره ژوند وکړ، خو له ۱۸۷۳ کال را وروسته یوازې  سېټ او لور یې دېنور د هغه یوازیني قربانیان وو. بي بي ساگز نیا مړه شوې وه، زامن یې هوارډ او باگلار ۱۳ کلن وو چې له دې ځایه وتښتېدل – باگلارډ هغه وخت خطر احساس کړ چې ښیښې ته په کتو ښيښه ماته او ریښې ریښې شوه (دا د باگلارډ لپاره یوه نښه وه). د کېک پرمخ د دوو کوچنیو لاسونو د خپړو څېره راوتل (د هوارډ لپاره د خطر نښه وه). له دواړو هلکانو یو هم تم نه شو چې له دې ډېر څه وویني؛ د چڼو یوه بله دېگچه چې د خولې پرمخ نغري باندې ورتېده؛ د دروازې تر لخک پورې د سوډا میده شویو کولچو لیکه. نور نو یو هم د آرامۍ راتلو ته تم نه شول: حتا هغه اوونۍ او میاشتې چې هېڅ شی په کې مزاحم نه وو. نه، هر څوک یو په یو وتښتېدل ـ ـ هغه شېبه چې کور داسې څه وکړل چې دوی نه غوښتل بیا یې هم وویني.

د «سل کاله یوازیتوب» رومان لیکوال گبریل گارسیا مارکیز بېله شکه د نړۍ له سترو ادبي څېرو او د جادويي ریالېزم سبک له سترو لیکوالو دی. گارسیا د لاتینې امریکا د خلکو عقایدو ته ډېره پاملرنه کوي او په خپلو گڼو داستانونو کې يې د خلکو ژوند په ډېره روښانه او ساده بڼه انځور کړی. هغه خلک چې په خپل ورځني ژوند کې د جادويي ریالېزم له رنگارنگۍ سره مخ دي، هغوی په دې پدیده کې له تقابل سره په اسطوره او افسانه باور لري. د گارسیا داستاني نړۍ یوه عجیبه نړۍ ده، داسې یوه نړۍ چې په کې خلک د خپلو نیکونو او اجدادو په خبرو باور لري. د لویو وزرونو لرونکي بوډا داستان د هغې کورنۍ د ورځني ژوند روایت دی چې د کور په انگړ کې یې د وزر لرونکي بوډا په پیدا کېدو سره ژوند بدلون مومي. د گارسیا د ځینو داستانونو اتلان غیر طبیعي یا آسماني موجودات دي چې په ناڅاپي توگه د خلکو منځته راځي. هغه خلک چې غواړي د دغو موجوداتو په اړه هغه شان فکر کوي چې میندې، پلرونه او نیکونه یې فکر کوي.  گارسیا د «وزر لرونکي بوډا» په داستان کې بوډا سړۍ په داسې بڼه داستان ته ننباسي چې هر لوستونکی او اورېدونکی یې په اسانۍ سره شتون مني. د وزر لرونکي بوډا اړوند صحنې په دومره جزئیاتو او انځوریزه بڼه وړاندې شوې چې لوستونکی په ډېره اسانۍ سره د گارسیا په ذهن کې جوړه شوې فضا خپل ذهن ته انتقالوي: 

د باران په درېیمه ورځ یې دومره چونگښې وژلي وې چې «پلایو» مجبور و په لانده انگړ کې د لارې ایستلو لپاره، ټولې سیند ته واچوي؛ ځکه چې ماشوم یې ټول شپه تبه لرله او دوی فکر کاوه علت یې د مړو شویو څونگښو بد بوی دی. نړۍ د سې شنبې په ورځ ډېره غمجنه وه. سمندر او آسمان دواړه په خړ دود پوښلي وو او د سمندر غاړې پاسته ریگونه چې د مارچ میاشتې په تیاره شپو کې یې د نوراني سپرغیو په څېر ځلا کوله، د خړو خټو او مړو حلزونونو په شندر بدل شوي وو. هغه ماسپښين د لمر رڼا دومره تته وه چې کله پلایو د چونگښو له غورځولو بېرته راغی، هېڅ یې پام نه شو چې د انگړ په کونج کې پروت زگېروی کوونکی موجود څه دی. باید نیږدې ورغلی وای ترڅو وویني په کونج کې پروت یو بوډا سړی دی چې په خټو کې پړمخې پروت دی او له ډېرو زیاتو هڅو سره بیا هم نه شي کولای د خپلو اوږدو وزرونو له امله پورته شي. 

پلایو د دغې وېروونکې صحنې له لیدلو سخت وترهېده او د خپلې ښځې الیزنډا خواته یې منډه کړه. په منډه منډه یې د انگړ کونج ته د بوډا لیدو ته راوسته. دواړو د بوډا لژند وجود ته حیران حیران کتل. بوډا د کثافاتو ټولوونکي په څېر جامې اغوستې وې، په لوڅه ککرۍ یې یوازې څو تاره وېښتان وو او په خوله کې یې تنها څو غاښونه پاتې وو… نیمه پرانستي او چټل وزرونه یې په خټو کې نیښتي وو. پلایو او الیزنډا لوېدلي بوډا ته دومره له نیږدې وکتل چې نور یې د حیرانتیا حس عادي شو او په پای کې یې احساس کړه چې دا موجود یې له وړاندې پېژانده. بیا یې جرئت وکړ چې ورسره د خبرو سر خلاص کړي، بوډا هم په داسې لهجه ځواب ورکاوه چې څوک پرې نه پوهېدل…. پلایو او الیزنډا فکر وکړ چې ښايي وزر لرونکی بوډا له هغې بهرنۍ بېړۍ یوازنی پاتې شوی کس وي چې په توفان کې ډوبه شوې وه. یوې هوښیارې گاونډۍ ښځې ته یې غږ کړ، هغې د مرگ او ژوند په اړه ډېر معلومات لرل. گاونډۍ ښځه د بوډا په لیدو پوهه شوه چې پلایو او الیزنډا غلط شوي دي. ښځې وویل: «دا بوډا سړی فرښته ده. باید د ماشوم لپاره راغلې وي خو بېچاره دومره زړه ده چې باران له کاره پرې ایستې»! سبا ټول خلک پوه شول چې د غوښو او وینو له جنس څخه جوړه شوې آسماني فرښته د پلایو په کور کې را لوېدلې.

د گاونډۍ ښځې د نظر برعکس داسې کسان هم وو چې فرښته یې له آسماني جگړو څخه تښتېدلی سرتېری گاڼه خو دا جرئت یې نه درلود چې د مرگ تر حده یې وډبوي. پلایو ځان سمبال کړ او ټوله ورځ یې د پخلنځي له کړکۍ څخه وزر لرونکی بوډا وڅاره. مخکې له دې چې ویده شي، بوډا یې له خټو راوویست او د چرگانو په کوټنۍ کې یې بندي کړ. نیمه شپه باران ودرېد، خو پلایو او الیزنډا لاهم چونگښې وژلې. له وخت وروسته، ماشوم له خوبه پاڅېد، اوس یې تبه نه لرله او ډوډۍ ته یې هم اشتها پیدا شوه. د ماشوم له ښه کېدو وروسته، د هغوی زړه وسو او پرېکړه یې وکړه چې بوډا فرښته په خوږو اوبو ووینځي بیا یې د دری ورځو له خوراکي توښې سره په یوه بېړۍ کې سپور او په سیند لاهو کړي ترڅو په خپل برخلیک پسې لاړ شي، خو د بلې ورځې لمر د لومړنیو وړانگو په څرگندېدو یې ولیدل چې ټول گاونډیان د چرگانو کوټنۍ مخې ته راټول دي او د بوډا فرښتې ننداره کوي، پرته له دې چې ډېر لږ درناوی یې وکړي، خپل خوراکي پاتې شوني د قفس له سیمونو داسې ور اچوي چې تا وا یو آسماني موجود نه بلکې د سرکس یو ژوی ویني…

د جادويي ریالېزم اوج

د جادويي ریالېزم ادبیاتو غوړېدنې دری دورې تېرې کړې دي. لومړۍ دوره، په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې په اروپا کې د فرانتیز کافکا په څېر لیکوالو په آثارو او د «نوي عینیت» په نوم جرمني غورځنگ په آثارو کې تېره شوه. البته دغه غورځنگ تر ډېره پر فلسفي مسایلو چورلېده او د ورپسې دورې له محبوبیت سره د پرتلنې وړ نه ده. دویمه دوره په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسیزو کې د لاتینې امریکا د هېوادونو ترمنځ را وټوکېده. د لاتینې امریکا لیکوالو د جادويي ریالېزم په اړه لومړنۍ تیوريگانې د فرانسې له سوریالېستي مفاهیمو او له خپلو ولسي اسطورو سره ترکیب کړې. هغه مهال چې د ۱۹۶۲ تر ۱۹۶۷ کالو د لاتینې امریکا ادبیاتو د نړۍ په کچه سترې بریاوې خپلې کړې، جادويي ریالېزم هم په نړیواله کچه مطرح شو. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې لاتینه امریکا د سړې جگړې له امله له گڼو سیاسي ستونزو او کړکېچونو سره مخ شوه. په ۱۹۵۹ کال د کوبا له انقلاب وروسته هغه مهال چې د نړۍ پاملرنه لاتینې امریکا ته واوښته، د دغې سیمې لیکوال د ملي هویت موضوع په اړه سره یوه خوله شول او ورپسې د دغې دورې ناولونو او رومانونو د جادويي ریالېزم کارونې له امله خورا زیات محبوبیت او شهرت ترلاسه کړ. 

د جادويي ریالېزم په اړه بحثونه

له لومړي سره د جادويي ریالېزم به اړه گڼ شمېر بحثونه او مناظرې شوې دي. په پیل کې د دغې حوزې ډېری بحثونه د «جادويي ریالېزم» اصطلاح د کارونې او مخینې پر محور چورلېدل، نه پر غورځنگ او آثارو. ځینې په دې اند وو چې دغه ټول هنري غورځنگ باید په دې نوم یاد شي خو ځینو نورو ویل چې باید یوازې ادبي غورځنگ ته دغه نوم وکارول شي. د جادويي ریالېزم، فانټیزي، ریالېزم او سوریالېزم ترمنځ د پولو ناڅرگندتوب له امله په دې اړه هم ډېر بحثونه شوي چې آیا کولای شو ځینې لیکوالان د جادويي ریالېزم په قطار کې ودروو که نه. د مثال په توگه، که څه هم د «ورک پلونه» ناول لیکوال آله خو کارپنټر لومړنی کس و چې د جادويي ریالېزم اصطلاح یې د لاتینې امریکا ادبیاتو ته ننه ایسته، خو ځینې کره کتوونکي د نوموړي آثار په مېتافزیکي یا ماورايي ډله کې شمېري. د فانتیزي او عامه خوښو داستانونو برعکس، جادويي ریالېزم د ادبي داستاني آثارو په ډله کې راځي او همدا موضوع دغه ژانر ته لا پېژندل شوی اکاډمیک اړخ ورکوي او هم یې د هغه د آثارو له خوا د جایزو گټلو احتمال ډېر کړی. د آله خو کارپینټر آثار ځکه په دې ژانر کې نه راځي چې د ده آثار د جادويي ریالېزم له پیدا کېدو وړاندې لیکل شوي دي. 

ځينې لوېدیځ څېړونکي د جادويي ریالېزم لیکوالان د لوېديځ پوسټ موډرنېزم له لیکوالو سره په یوه ډله کې طبقه بندي کړي. گڼ لیکوالان هم پوسټ موډرنېست او هم جادويي ریالېسټ گڼلای شو، خو له دې امله چې د لاتینې امریکا ادبي او ملي هویت پر جادويي ریالېزم سیوری غوړولی، دغه شان ډلبندي ښايي د فرهنگي جنجالونو سبب شي؛ ځکه چې تجربې ثابته کړې چې سترې ادبي سټې معمولا ً د نالوېدیځو لیکوالو آثار له پامه غورځوي یا ورته لازمه پاملرنه نه کوي. د امریکا یو شمېر تورپوستو څېړونکو هم ویلي چې جادويي ریالېزم د ربړېدلو خلکو غږ او استازی دی او نه شي کېدای په یوه لوی غورځنگ کې یې حل کړو. 

دغه ژانر پر ادبیاتو څه اغېز لري؟

د گبرېل گارسیا له نامتو ناول «سل کاله یوازیتوب» وروسته، له مرکزي او جنوبي امریکا څخه د باندې گڼو لیکوالو په خپلو آثارو کې له جادويي ریالېزم گټه اخستې. کولای شو ووایو چې جادويي ریالېزم د پوسټ استعماري ادبیاتو په څېر لږ پېژندل شویو غورځنگونو او دغه شان د مارگاریت آتوود په څېر لیکوالو څرگندېدا ته لاره هواره کړه. په دې ادبي ډول یا ژانر کې د غوره آثارو په توگه کولای شو د میخایل بولگاکوف اثر«مرید او مارگاریتا»، د گبریل گارسیا آثارو«مینه او نور دښمنان» او «د ځنگلي پسه ښکار» او دغه راز د هاروکي موراکامې اثر «کافکا د سیند په غاړه» ته اشاره وکړو.

جادويي ریالېزم په پښتو ادب کې

ما ته د دغې لیکنې د لیکلو احساس هغه وخت را پیدا شو چې په کندهار پوهنتون کې د انگلیسي ادبیاتو یوه محصل خپله یوه تخیلي ټوټه راته واستوه او وویل چې دا یې د جادويي ریالېزم په سبک کې لیکلې. که څه هم د هغه ټوټه له لوړو احساساتو، عواطفو او خیالاتو ډکه وه، لوستو یې خوند را کړ، خو ما په کې د جادويي ریالېزم څرک ونه موند. ورته مې وویل چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړو. لومړی مې خپل کتابتون کې شته کتابونه ولټول خو د جادويي ریالېزم په اړه مې څه ونه موندل. بیا مې انټرنېټ ته سر ورښکاره کړ، خو هلته هم په پښتو ادبیاتو کې په دې اړه څه نه وو. وروسته مې انگلیسي او فارسي ادبیاتو کې لټه وکړه او په دې اړه مې ډېر څه وموندل.

دا چې په پښتو ادب (منثور او منظوم) کې د جادويي ریالېزم په سبک څه لیکل شوي که نه (چې حتمن به لیکل شوي وي) خو ما څه ونه موندل. البته په دې سبک ځینې آثار ژباړل شوی خو ښايي چا فکر نه کاوه چې دغه ژباړل شوي آثار په کوم سبک لیکل شوي. مثلا ً، د مصري لیکوال نجیب محفوظ الف لیله و لیله چې په پښتو کې د ښاغلی محمد معصوم هوتک او ښاغلی محمد انور نومیالي له خوا د زر او یوه شپه په نوم ژباړل شوی او ټول داستانونه یې د جادويي ریالېزم په سبک لیکل شوي.

د پښتو ادب معاصرو لیکوالو او په ځانگړې توگه د نثري او داستاني ادب لیکوالو په دې اړه بریالۍ هڅې کړې. مثلا ً، ما د ځوان ناول لیکوال نصیر احمد احمدي تقریبا ً ټول ناولونه لوستلي او هر یو یې زموږ د ټولنې د ناخوالو او په کې شته ستونزو ترجماني کوي. نصیر احمد احمدي هڅه کړې ترڅو په خپلو ناولونو کې زموږ د ټولنې سخت اقتصادي شرایط، فرهنگي فقر، د کلیوالي ژوند نا منظم دود، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکېچونه، فساد، لوږه، ناوړه دودونه او…ترسیم او پرې انتقادونه وکړي.  ما د ښاغلي احمدي جوجو ناول ولوست او په دې عقیده یم چې نوموړي پوره هڅه کړې تر څو د جادويي ریالېزم سبک په کارونې سره زموږ د ټولنې موجوده ستونزې برملا او د انتقاد گوته ورته ونیسي او زه فکر کوم احمدي په خپله هڅه کې بریالی هم دی. د جوجو ناول لاندې برخه کې زموږ پوهنیز نظام ته اشاره شوې او دا راته وايي چې زموږ ښوونځي یوازې د ماشومانو لپاره د لوبو او ساتېري ځایونه دي:

… تواب کوټې ته لاړ، کتابچه يې را واړوله، سترگې يې رډې راوختې، ورکړل شويو پوښتنو ته سم ځوابونه ليکل شوي ول. بله کتابچه يې وکته.  سوالونه حل وو. ځان يې په کمپله کې ونغاړه، غلی کېناست. قلم وخوځېد، تواب په راوتلو رډو سترگو ورته کتل. د کتابچې پاڼه واړول شوه، قلم وليکل:

_له ما مه وېرېږه.

تواب دېوال ته ور وښويېد.

قلم وليکل:

_مرسته غواړم!

هلک په ماته گوډه ژبه وويل:

_ته، ته، څوک يې؟

وليکل شول:

_د يوه ليرې ستوري اوسېدونکی.

هلک لړزې اخيستی و.

قلم وليکل:

_زړه دې غټ ونيسه.

پر کتابچې لنډه رڼا راوگرځېده، رڼا د بوړبوکۍ غوندې پر خپل ځان را تاو شوه، يوه لوېشت ژوندی موجود ولاړ و. موجود وويل:

_ماته جُوجُو ويلی شې.

تواب خپل ځنگنونه پر ټټر پورې ټينگ نيولي وو. د جُوجُو د مردکۍ غوندې شنه سترگه وځلېده، په خوند يې وويل:

_هله نو، ډارن هلکان مې نه خوښېږي.

تواب غلی و. د چرگې کوټ کوټ ته ورته غږ پورته شو:

_کوټ، کوټ، کوټ…

جُوجُو وويل:

_دا زموږ خندا ده.

غلی شو، په خوله کې يې د دواړو لاسونو نرۍ گوتې ننه ايستې، خوله يې دواړو خواوو ته تر غوږو پرې شوه. په جدي انداز يې وپوښتل:

_ښه ښکارم؟

هلک په وېره ورته کتل:

جُوجُو وويل:

_سمه ده، که دې خوښه نه وي، نو زه درنه ځم، هيله لرم چې تر تا زړور انسان پيدا کړم. يودم ورک شو. تواب په بيړه له کوټې ووت، په چوتره کې ودرېد، نيکه يې په تېره بياتي د پزې وېښته اخيستل. کلا ته يې وکتل، پلار يې د تراکتور په ماشين کې گوتې وهلې. بېرته کوټې ته لاړ. غلی کېناست. غږ يې واورېد:

_تراکتور نه شي جوړولای.

تواب سترگې ورغړولې، هېڅ هم نه و.

په رېږدېدلې غږ يې وويل:

_تا خراب کړی دی؟

سپينه رڼا پر خپل ځای را تاوه شوه، جُوجُو نری سيم پر غولي کېښود. هلک په وېره وويل:

_ته ولې داسې کوې؟

جُوجُو پر غولي پروت توپ ته پښه ور وغځوله، درب شو، د لاټين نرۍ شيشه لاندې را تويه شوه.

تواب چيغه کړه!

_له دې ځايه ورک شه.

جُوجُو وخندل:

کوټ کوټ کوت…

هلک پيالې ته لاس کړ، پياله سيخه پر جُوجُو ورغله، د جُوجُو بدن دوه نيمه شو، يوه برخه يې تر پيالې پورته پاتې شوه او بله هم لاندې. بېرته يې د بدن دواړه ټوټې سره ورغلې، خندا يې زور ونيو:

کوټ، کوټ ، کوټ ….

تواب ودرېد، د کوټې دروازه په خپله پورې شوه.

جُوجُو وويل:

_تاوان مې نه خوښيږي، خو په يوه شرط، مرسته راسره وکړه!

ماتې کوکۍ )د ښيښې ټوټې( ټولې شوې، څراغ ودرېد، جوړه شيشه ور ولوېده. تواب جُوجُو ته وکتل، نه جُوجُو و او نه هم نری سيم. ، له سرايه د تراکتور د چالانېدو غږ راغی. بېرته سپينه رڼا پر ځان را وگرځېده، جُوجُو وويل:

_ستاسو په حساب پوره دوې مياشتې دلته وم، ته مې څارلې، تر نورو زړور راته واېسېدلې. تواب په رېږدېدلي غږ وويل:

_څه مرسته؟

جُوجُو پر خړ دېوال لاس تېر کړ، د کمپيوټر د سکرين غوندې لويه پرده راغله، عکس و، د جُوجُو غوندې موجود ښکارېده، خو تر جُوجُو په ونه لوړ و، نيم گز، يا تر دې يو څه ډېر. جُوجُو وويل:

_دا زموږ د مکتب مدير دی، په عکس کې دومره بد نه ښکاري، خو له نږدې يې مه ووينې، زړه به دې وچوي. بس، که په درس کې بې خونده وې، نو د غږ په ماشين کې دې اچوي. جُوجُو غلی شو، يو دم يې وخندل:

_کوټ، کوټ ، کوټ…

تاسو په مکتب کې لښتې خورئ، خو موږ درد نه احساسوو، د جزا له پاره مو په يوه ماشين کې ږدي، د غږ ماشين ورته وايي، اواز يې لوی عذاب دی، بنيادم يې د اورېدو تاب نه لري. جُوجُو يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_اصلي خبره پاتې شوه، زه بايد پنځم صنف ته لاړ شم، د کاميابۍ يو شرط دا دی چې د نورو

ستورو د اوسېدونکو په اړه به تحقيق کوم. ملگري مې په کايناتو کې سره تيت شول، ما هم ځمکه ومونده، لومړی ايران ته لاړم، د مکتب يوه زده کونکي ته مې ځان ور وښود، زړه يې ودرېد. بيا مې ستاسو وطن ته مخه کړه، دا کلی مې وموند، خو که ته هم مرسته راسره ونه کړې، نو مجبور يم چې بل ځای پسې وگورم.

تواب په حيرانی ورته کتل. جُوجُو پر دېوال لاس تېر کړ، سکرين ورک شو.

ويې ويل: ) نه (مه راته وايه.

تواب غلی و.

جُوجُو وويل:

_دوې ورځې په مکتب کې درسره وم، اوف، دې ته نو درس نه شو ويلای. ماشومانو يوازې کاغذي طيارې جوړولې، د معلمانو له خولو د چايو پيالې نه ليرې کېدې، خو موږ داسې نه يو، زحمت باسو، ستاسو په حساب په پنځوس کاله کې ايله پينځم صنف ته راورسېدم. تواب په حيرانی ورته کتل.

جُوجُو وويل:

_ستاسو پنځوس ورځې، زموږ يوه ورځ ده، زموږ ټول کال، سل ورځې وي. يودم يې وخندل:

_ پوښتنه دې ونه کړه چې څنگه؟

تواب غلی و…

_خير، زه به درته ووايم، زموږ ستوری تر ځمکې سل ځله لوی دی، خو کوچنۍ لمر لرو، ځکه مو ستاسو په حساب، ستوری په پنځوسو ورځو کې يو ځل پر خپل محور راگرځي. تواب ورو وويل:

_نوته څو کلن يې؟

په خپل حساب لس کلن، خو ستاسو په حساب سلو ته رسېږم.

_نو تاسو څو کاله عمر کوئ؟

موږ ناروغي نه لرو، هر يو مو سل کاله چې ستاسو زر کاله کېږي، عمر کوي.

_اوبيا؟

_چې وخت مو پوره شو، په خپله اور اخلو.

_نو زه څه مرسته درسره کولای شم؟

_بس، ډېر دې نه پاذابوم، کله کله مالومات راکوه! اوس بايد لاړ شم، ماخستن راځم، خو گوره،

په خپله کوټه کې به يوازې يې.

جُوجُو ورک شو.

… د نصیر احمد احمدي له جوجو ناول مطالعه کولو دې نتیجې ته رسیږو چې بېله شکه دغه ناول د هغو داستانو له ډلې دی چې په پښتو ادبیاتو کې د «جادويي ریالېزم» په سبک لیکل شوی. سحر او جادو، وهم او خیال د واقعیت له عنصر وروسته د دغه ناول اصلي تهداب او بنسټ جوړوي. دغه راز «انتقادي تگلاره» او د «لیکوال بې طرفي» هم هغه څه دي چې د جادويي ریالېزم د عناصرو په توگه د احمدي په دې ناول کې ځای لري.

اخځلیکونه:

  1. نومیالی محمد انور، زر او یوه شپه، لومړی ټوک. علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱.
  2. ماکز گبریل گارسیا، سل کاله یوازیتوب. د محمد نواب خوښ ژباړه، ختیځ خپرندویه. 
  3. احمدي نصیر احمد، جوجو. مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ لمریز، ننگرهار. 
  4. روهي محمد صدیق، ادبي څېړنې. دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۶، پېښور. 
  5. سعیدیان عبدالحسین، دایرة المعارف ادبي. انتشارات علم و زندگی، تهران، ۱۳۸۶.
  6. توني مارسون، دلبند(Beloved)، ترجمه شیرین دخت دقیقیان. نشر چشمه، تهران، ۱۳۹۴. 
  7. Fetters، اشلی. “حقیقت جادویی گابریل گارسیا مارکیز” . آتلانتیک 17 آوریل 2014. چاپ. بایگانی آتلانتیک وب سایت 9 اکتبر 2017.
  8. فلورس، فرشته “رئالیسم جادویی در داستانی اسپانیایی آمریکایی”. اسپانیایی 38 (مه 1955): 187-192. چاپ. JSTOR وب سایت 11 اکتبر 2017.
  9. Wechsler، Jeffrey. “رئالیسم جادویی: تعریف نامحدود”. مجله هنر جلد 45، شماره 4، زمستان 1985: 293-298. چاپ. وب سایت 14 اکتبر 2017.
  10. مارکیز، گابريل گارسیا،  صد سال تنهایی، ترجمة بهمن فرزانه،  استکهلم، دنمارک.
  11.  شیری قهرمان، مکت بهای داستا ننويسی در ایران. تهران، نشریه چشمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب