Homeخبرونهطالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې ۱۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې

طالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې ۱۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: افغان حکومت وايي، د روژې د مبارکې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

 د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو په اتلسو ولایتونو کې د خپلو تحرکاتو او بریدونو په ترڅ کې د روژې د دویمې اوونۍ په ترڅ کې ۲۵ ملکیان وژلي او ۷۴ نور یې ژوبل کړي دي.

 ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو لخوا د ۳۳ سلنه بریدونو زیاتول په دې معنی دي چې دغې ډلې ته د ملکیانو خوندیتوب او ژوند ارزښت نلري.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا د راپور له مخې طالبانو د روژې د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۱۷ ملکیان وژلي او ۴۹ نور یې ژوبل کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مختلفو لوریو لخوا د اوربند غوښتنه غیر منطقي او غیر معقوله بللې او خپلو بریدونو باندې یې ټینګار کړی دی، په داسې حال کې چې امریکايي لوری وايي، د سولې له هوکړې وروسته پرې طالبانو هیڅ برید نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...